
ننګرهار کې پر بهرنيو عسکرو سرتېری بريد شوی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار ته څېرمه ريڼګ روډ اخوندزاده صیب فامليو سره د بهرنيو عسکرو په کاروان سرتيری بريد شوی دی.
له سيمې څخه يو عيني شاهد نن ټکی اسيا ته وويل، چې نن ماسپښين درې بجې د جلال اباد رينګ روډ اخونزاده صيب فامليو سره د بهرنيو عسکرو پر کاروان سرتيری بريد وشو.
عيني شاهدان وايي، چې نوموړی بريد د شازور موټر په واسطه وشو، چې له چاودېدونکو توکو ډک و.
راپورونه وايي، چې نوموړي بريد کې د بهرنيو عسکرو يو لوی ټانک له منځه تللی او شپږ امريکايي عسکر پکې وژل شوي دي.
د پېښې عيني شاهدان وايي، چې بهرنيو عسکرو سيمه کلابنده کړې او هيڅوک د پېښې ځای ته نه پريږدي
ايساف تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.