
کابل: چاودنې د ملي اردو ۹ عسکر ټپیان کړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲مه، ۱۳۹۳ل): د کابل ښار ۱۲مې حوزې مربوط احمدشاه بابا مېنه کې د ملي اردو په یو موټر چاودنې ۹ عسکر ټپیان کړي دي.
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت استانکزي وايي چې دغه چاودنه په ځايي وخت ۴ بجې رامنځته شوه.
چاودنه د محبس په څلور لارې کې رامنځته شوې، دغه ځای ته نېږدې د پلچرخي ستر زندان پروت دی.
حشمت ستانکزی زیاتوي چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې له دغې سیمې د ملي اردو یو موټر د تېریدلو په حال کې و.
لومړني راپورونه وايي چې ټپي شوي کسان ټول د ملي اردو منسوبین دي او روغتون ته انتقال شوي دي.
تر دې مهاله د چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخېستی.