افغانستان

سرپل: د ملي اردو یو قومندان سیمه ییز خبریال ډبولی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲مه ۱۳۹۳ل): که څه هم چارواکو لخوا د خبریالانو وهل ډبول څه نوې خبره نه ده، خو یو ځل بیا په سرپل ولایت کې د پژواک خبري اژانس او اریانا تلویزون خبریال د ملي اردو د یو لوړ پوړي قومندان د خپلې کورنۍ تر مخې ډبولی دی.

دغه پېښه تېر مازدیګر هغه مهال رامنځته شوه چې نوموړی خبریال د خپلې کورنۍ سره د کور پر لور روان و.

دغه خبریال اتیلا نوري نومیږي او وايي چې « په ښار کې یوه ګڼه ګوڼه کې بند وم، د ملي اردو موټر له ما مخکې ولاړ و، کله چې دغه موټر غوښتل چې پر شا راشي، ما د موټر هارن ووهلو، څو ټکر ونشي، همدا لامل و چې لومړی عسکر او ورسته د ملي اردو د ټولي قومندان تورن عبدالجمیل له موټره راکوز شول او زه یې د کورنۍ د غړو پر وړاندې وډبولم».

نوري زیاته کړه چې د ملي اردو دغه لوړ پوړي قومندان ده ته د ده د کورنۍ تر مخې پوچې کنځلې وکړې او بد رد یې ورته وویل. نوموړی زیاتوي چې قومندان ورته ویل هر چېرته چې دې زړه وي شکایت وکړه.

د خبریالانو ټولنو د سرپل قومندان له لوري د خبریال ډبول په کلکه غندلي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې د دغه خبریال ډبول غندلي او د سرپل له سیمه ییز چارواکو او ملي اردو څخه يې غوښتي چې په دې اړه جدي څېړنې وکړي او عاملینو ته سزا ورکړي.

دغې ټولنې زیاته کړې چې د امنیتي ځواکونو لخوا د خبریالانو سره تاوتریخوالی هيڅ د توجیه وړ نه دی او د دغو جرمونو مرتکبین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

دا لومړی وار نه دی چې خبریالان د ملي اردو د منسوبینو لخوا وهل ټکول کیږي، بلکې له دې وړاندې هم په لسګونو ځل خبریالان د دولتي چارواکو، ملي اردو منسوبینو او اربکیانو لخوا وهل ټکول شوي او سامان الات یې ورمات كړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x