نړۍ

عمران خان: د دې لپاره هم انقلاب راولم، چې واده پکې وکړم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲مه ۱۳۹۳ل): د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان، چې د روان اګست مياشتې د څوارلسمې نېټې راهيسې يې پلازمېنه اسلام اباد کې د حکومت پر ضد احتجاجي ناسته پيل کړې او د اوسني حکومت د نسکورېدو غوښتنه کوي.

عمران خان هره ورځ درې څلور ځله خپلو پلويانو ويناوې کوي او نوموړې احتجاجي ناسته کې د خلکو د جذبو د راپارولو لپاره وخت پر وخت سندرې اورول کيږي او د احتجاجي ناستې ښځې او سړي ورته ګډيږي.

عمران خان د خپلو غوښتنو تر څنګ نن غرمه په خپلو خبرو کې وويل، چې د دې لپاره هم پاکستان کې انقلاب راولي، چې واده وکړي.

عمران خان دا ونه ويل، چې د واده لپاره پرې چا د انقلاب راوستلو شرط ايښی که نه، خو د يوې جذباتي وينا په پای کې يې وويل، چې د دې لپاره هم انقلاب راولي، چې واده پکې وکړي.

د نوموړې غوښتنې د يادولو پر مهال مشهور بې واده سياستوال شيخ رشيد هم د عمران خان تر څنګ ولاړ و او د عمران خان د نوموړې غوښتنې سره هغه هم په بريتو کې وخندل، مګر د ښاغلي عمران خان له يادې وينا وروسته د احتجاجي ناستې په ګډونوالو ګنګوسې پيل شوې.

ځينو کسانو د خوښۍ څرګندونه کوله، مګر ډېری ګډونوالو ويل، چې د يو ستر انقلابي ليډر سره داسې بې هوده خبرې زيب نه کا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x