نړۍ

کوټه: جمعیت علماء اسلام د دیموکراسۍ په پلوۍ لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲مه ۱۳۹۳ل): د جمعیت علماء اسلام مولانا فضل الرحمن ډلې د بلوچستان ایالت په پلازمینې کوټه ښار کې د دیموکراسۍ په حق کې مظاهره او جلسه وکړه او ددغه هیواد په پلازمینه اسلام اباد کې د عمران خان او طاهر القادری انقلاب او استعفا غوښتنو لاریونونه يې په کلکه وغندل.

د مولانا فضل الرحمن ډلې د عمران خان او طاهر قادري لاریونونه په پاکستان کې په دیموکراسۍ باندې یو ناځوانمردانه برید وباله.

دغه مظاهره او ورپسې جلسه چې د کوټې ښار په زړه (میزان چوک) کې جوړه شوې وه، له کبله یې د ښار ترافیک جام شوی وو، او خلکو ته په تګ راتګ کې هم ستونزې وې.

د یادوني وړ ده چې د عمران خان ډله تحریک انصاف وايي نواز شریف د تیر کال په انتخاباتو کې درغلي کړې، او په درغلۍ سره یې ځان لومړی وزیر کړ، ځکه دوی غواړي چې نواز شریف نوره استعفا ورکړی، او بیا له سره انتخابات وشي.

بل خوا د طاهر القادري ډله چې په عوامي تحریک سره یادیږي، وايي د پاکستان ټول سیاسي نظام دې له سره بدل شي او یو نوی انقلاب دې راشي.

نوموړي پرته له دې چې وايي اوسني واکمنان دي ټول بندیان شي، خپل د راتلونکي نظام کومه طرحه نه ده وړاندې کړې.

باید وویل شي چې جمعیت علماء اسلام ددې تر مخه د دیموکراسۍ او نواز شریف څخه په دفاع کې په کراچۍ او پېښور کې هم ورته لاریونونه کړي وه.

جمعیت علماء اسلامی فضل الرحمن ګروپ په پاکستان کې د عمران خان له خوا د ازادۍ لاریون او د طاهر قادري انقلابي لاریون د امریکا سازش بولي او وايي چې دوی به ددغه سازش سره مقابله کوي، او اجازه به ورنه کړي چې د پاکستان حکومت په غیر دیموکراتیک او په غیرقانوني توګه بدل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيدخوستئ

محترمو ورونو په قرار قرار به دعدوالرحمن دا منحوسه سيره بربنديژي مولانا ديزلي په خپل ٹول سياسي تاريخ كي په دين لوبي كري دي او په دين يي معاملي كڑي دي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x