نړۍ

لیبیا: دزاویه ښار د نیولو لپاره خونړی جګړه روانه ده

war_in_lebyaنن ټکی اسیا: دلیبیا له پلازمیني طرابلس څخه ۵۰ کیلومټره لري زاویی ښاردبیا نیولو لپاره هغه وخت سخته جګړه رامنځ ته شوه کله چي تیره ورځ دولت مخالفه ځواکونو ددولتي قواوو برید پرشاتمبه ولی وه او سخت مالی اوځاني زیان یی ورته اړه ولی وه
حکومت مخالفي ډلي تراوسه پوري دزاویی ښارولکه په لاس کي لري، او له بله لوری ددولت ضد ملیشو له خوانیول شوي سمندري ښار راس لانوف کی هم ددولت اومخالفینو ترمنځ سختي نښتي رامنځته شویدي، ویل کیږي چي دولت ته وفادارو قواوو دښارولکه بیرته په لاس کی اخیستي ده
مبصرین وایی دواړه لوري دبریاوو اودلیبیا دنیولو کوښښ کوي، خو تراوسه پوری دیوه لوري هم واضح بری نه لیدل کیږی له بله لوري معمرقذافی دفرانسی له یوي اونیزي سره په خبرو کي دهغو ټولو بشرضد کړونو دخبرونو تردید وکړ کوم چي قذافی یی په بشرضد کړونو باندي تورن کړی وه، نوموړي دنړیوالو اویا دافریقی ټولنی له لوری دبی طرفه څیړنو غوښتنه وکړه، او زیاته یی کړه چی څیړنی باید بی طرفه اودچاترتاثرلاندی نه وي دبی بی سی خبریال جریمی بوین په طرابلس کی دي، وایی چی طرابلس کی یوځل بیا دولتی ملیشي ډاډګیرني مالومیږی او وایی چی دولتي ځواکونه مخ په وړاندي روان دي اودځیني مرکزي سیمو ولکه یی بیرته خپلولاسونو کی اخیستي ده خومخالفو ډلوهم یون کړیدي چی دقذافی حکومت به په هرصورت راغورځوي.
حکومتي ځواکونه کوښښ کوي چي دزاویی ښارکنټرول بیرته لاس ته راوړي، شنونکي وایی چي دطرابلس دساتلولپاره دزاوییی نیول ددولت لپاره اړینه ده، له سیمي څخه دبی بی سی خبریال وایی چی زاویه ددولتي ځواکونو له لوري ترسخت بریدلاندي راغلیده.
دښارختیځ اولویدیځ لورته دولتي ځواکونه ځای پرځآی شویدي، فوځی شوبلي اوموټري مالومیږي دښاردمرکزپه لور دحرکت په حال کی دي، ښارکي ویره خوره ده ددرنو اوسپکو وسلو ډزی اوریدل کیږي.
دښارله دننه څخه تور دوګي پورته کیږي اوپرفضا باندي ددودونو وریځ خوره ده.
له زاویی ښارڅخه دددولت ضد ملیشو مشر محمد له بی بی سی سره په خبرو کی وویل، چي دښارختیځ اولویدیځ ته دولتی قواوي ځای پرځای شویدي، حکومتي ملیشي ددنګو ودانیو وسرونو ته ختلیدي اوپرښارباندی یی ډزي شروع کړیدي
دزاویی یو اوسیدونکی وایی چي له ۴۰ څخه زیات ددولتي ملیشو موټران چي فوځی شوبلي اوزغروال موټران هم ورسره وه ښارته راننوتل، په جګړه یی لاس پوري کړ، تراوسه پوري جګړه روانه ده هرلوري ته بربادي خوره ده دویري حالت دي، لارواوکوڅو کي مړي اوزخمیان لیدل کیږی،
یوه ډاکټر وویل چي ما په خپلو سترګو د۳۰ کسانو مړي ولیدل، چي یو روغتون کی پراته وه
دلیبیا دبهرنیو چارو مرستیال وزیر خالد کایم وایی چي ۹۹ په سلوکي دزاویی ښار ددولت په ولکه کي دي حالات دښکیدو په لور روان دي، ترسبا پوري به دزاویی ښارعادی حالت ته راوګرځی.
له بلي خوا قذافي دفرانس له یوي خبري رسني سره په خبرو کي دنړیوالی تولنی پرکړونوباندی ناامیدی څرګنده کړه اوزیاته یی کړه  زه نه پوهیږم چي ولي نړیواله ټولنه دلیبیا وضعیت نشی درکه ولی، نوموړی وویل لیبیا کی دترهګري پرخلاف جنګ شروع دي
خونړیوال پرځای ددی چي زمونږ سره همدردی وکړي، مخالفت مو کوي،
نوموړي دنړیوالو له خوا څخه په بهرني بانکونو کی دده دشتمني دکنګلو په اړوند وویل، نړیوال غواړی دلیبیا پیسي غلاکی، زه دلیبیا څخه دباندي هیڅ شتمني نه لرم.
کومي پیسي چي کنګل شوی ما پوري هیځ اړه نه لري، زه یواځی یوه خیمه لرم چي پکي اوسیږم.
له بله لوري په بن غازی کي دحکومت مخالفوډلو یوه ۳۰ کسیځه شورا ټاکلي ده اودغه شورایی دلیبیا هیواد رسمي نماینده شورا بللی ده
شورا ددفاعي اوبهرنیو چارو په شمول دري څانګی لري، عمرحریري چي دقذافی په خلاف یی په ۱۶۶۹ بغاوت کړی وه اوبیا دډیر وخت لپاره بندی وه ددفاعی چارو مسئول ټاکل شویدي.
اوهمدارنګه دلیبیا له لوري دهندوستان لپا ره پخواني سفیرعلی عیسوي دبهرنیو چارو دمسئول په توګه ګمارل شویدي.
دشورا لخوا ویل شوي چي مونږ هغو سیموکي کوم چی دقذافی داداری ترولکه لاندي دی مسئولین ټاکلي خو دځیني امنیتي تدابیرو له مخی تریوڅه وخته پوری نومان نشو څرګندولی.
دبشردحقوقو نړیواله ټولنه وایی چي دلیبیا په ناورین کي تراوسه پوري څه دپاسه ۱۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړیدي.
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x