
سوریه: اسلامي دولت «رقه» ولایت په بشپړه توګه ونیوه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲مه ۱۳۹۳ل): اسلامي دولت تر سختو نښتو وروسته د بشار الاسد د ځواکونو څخه یوه مهمه پوځي هوايي اډه ونیوله.
اسلامي دولت سرچینې وايي چې د رقه په ولایت کې یې د بشار الاسد د ځواکونو څخه یې وروستۍ مهمه پوځي هوايي اډه نیولې.
د بشار الاسد د حکومت رسمي تلویزون هم دا تصدیق کړې چې د دوی ځواکونه د هوايي اډې څخه وتلي دي.
د طبقه هوايي ډګر د رقې ښار سره په ۴۵ کیلو مترۍ کې پروت و او په دغه ولایت کې یواځېنۍ پوځي اډه وه چې د بشارالاسد د ځواکونو تر کنترول لاندې وه.
په سوریه کې د بشري حقوقو د نظارت سازمان ویلي چې اسلامي دولت دغه مهمه پوځي هوايي اډه نيولې او په جګړو کې د بشار الاسد لسګونه جنګیالي وژل شوي.
اسلامي دولت د طبقه هوايي ډګر د نیولو لپاره له تېرو ۷ ورځو راهیسې د درنو او سپکو وسلو پر مټ جګړې پیل کړې وې.
د ایسوشیټډ پریس خبري اژانس د راپور په اساس په دغه مهمه پوځي اډه کې زیات شمېر جیټ الوتکې، هلیکوپترې، ټانګونه او توپونه دي. د دوی په وینا د طبقه هوايي پوځي اډه په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت د مهمو پوځي اډو څخه وه.
اسلامي دولت د طبقې هوايي ډګر په داسې حال کې نیسي چې شاوخوا ۲ اونۍ مخکې يې په رقه ولایت کې ۹۳ ستره پوځي لوا ونیولو او همداراز ۱۷ فرقه چې د رقه ولایت ستره پوځي فرقه وه تر خپلې ولکې لاندې راوستله.
د یادونې وړ ده چې د طبقه هوايي ډګر د نیولو وروسته رقه لومړنی ولایت دی چې د بشار د ځواکونو د لاسونو څخه په بشپړه توګه وځي.