نړۍ

ایران د اسراييلو د جاسوسي الوتکې د نسکورولو ادعا وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۳مه، ۱۳۹۳ل) : د ایران د سپاه پاسداران یا د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې د دوی ځواکونو یوه اسراییلۍ بې پېلوټه الوتکه ویشتلې او ځای پر ځای را نسکوره کړې.

د سرچینې په وینا، دغې اسراییلۍ جاسوسي الوتکې ، چې د ایران په نطنز کې د اتومي زېرمې په ممنوعه فضا کې د نفوذ او جاسوسۍ په هڅه کې وه او له راداره هم پټه وه، د دوی د هوايي دفاعي ځواکونو له لورې له پېژندنې سره جوخت په فضا کې له منځه یووړل شوه.

رویټرز خبري اژانس د اسرایيلي  پوځي چارواکو له خولې کاږي، چې دوی په ایران کې د خپلې بې پېلوټه الوتکې د را غورځېدا په باب د نړیوالو رسنیو د راپورونو په اړه له تبصرې څخه ډډه کوي.

سپاه پاسداران د صهیونست رژيم دا اقدام پر خپل فضايي حریم تېری، شیطاني او د جنایتونو او شر جوړونې یوه نوې هڅه بللې او غندلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x