افغانستاننړۍ

خیبر ایجنسۍ کې د ناټو پر اکمالاتي ټانکر په برید کې دوه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۳مه، ۱۳۹۳ل) : د پاکستان په قبایلي سېمه خیبر ایجنسۍ کې، په افغانستان کې د پرتو ناټو ځواکونو لپاره د تېلو پر اکمالاتي ټانکر په برید کې دوه تنه وژل شوي دي.

د خبر له مخې دا پېښه نن «دوشنبه» سهار وختې مهال د خیبر ایجنسۍ د جمرود ولسوالۍ اړوند وزیر ډنډ په سېمه کې هغه مهال را منځته شوه، کله چې پر موټر سایکل سپرو ناڅرګندو وسله والو پر ټانکر ډزې وکړې.

د ځايي چارواکو په وینا، په وژل شویو کسانو یو موټر چلوونکی او بل یې کلینر دی.

د یادونې وړ ده، دا په تېرو څو ورځو کې په یاده سېمه کې پرله پسې درېیم ورته برید دی. په دې تازه او وروستیو بریدونو کې تر دې مهاله د اکمالاتي موټرو د چلوونکو او کلینرانو په شمول پنځه تنه وژل شوي او درې نور ژوبل شوي.

له دې پېښې دوې ورځې وړاندې په سېمه کې له افغانستانه پاکستان ته پر لاره د ناټو پر یوه تش اکمالاتي ټانکر برید وشو، چې په پایله کې یې یو موټر چلوونکی او یو کلینر ووژل شول.

په خیبر ایجنسۍ کې د ناټو پر اکمالاتي موټرو د بریدونو لړۍ په داسې وخت کې یو ځل بیا پيل کېږي، چې په دې سېمه کې له څو ورځو راهیسې د پاکستاني ځواکونو له لورې د وسله والو پر خلاف عملیات پيل شوي او پر ګڼو سېمو هوايي بریدونه تر سره شوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x