افغانستان

کندهار: سیاسي بندیان جنرال رازق او مرستیال یې مسموم کړي وو

نن ټکی آسیا (دوشنبه، وږی ۳مه، ۱۳۹۳ل): د تیرې جمعې په شپه د کندهار سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړ چې د دې ولایت د لوی زندان تر اتیا زیات سیاسي بندیان مسموم شوي.

له کندهاره امنیتي چارواکو ته نېږدې سرچینو نن ټکي اسیا ته ویلي چې د دغه ولایت امنیه قومندان جنرال رازق، د هغه مرستیال او د پنجوايۍ ولسوالۍ امنیه قومندان په ګډه سلا مشوره زهر ورکړي دي.

د کندهار ځوان امنیه قومندان جنرال رازق په اړه پخوا هم په رسنیو کې خبرونه راغلي وو، چې د بشري حقونو څخه یې څو څو ځله سرغړونه کړې ده.
دغې سرچینې نن ټکي اسیا ته ویلي چې رازق څو ځله د زندان سیاسي بندیانو ته پيغام ورکړی چې «ژوندي ولاکه راڅخه ووځئ».

له هغه وروسته یې څو ځله بندیان ایستلي دي او بیا د هغوی درک نه دی لګېدلی.

جنرال رازق په دغه پلمه څو ځله بندیان بې له محاکمې وژلي او په رسنیو کې يې هم اعلان کړی چې دی بې له محکمې د طالب په نامه مشکوک کسان وژني.

سرچینه چې نه غواړي خپل نوم ذکر کړي وايي چې دوی په دې اړه د پيښو عیني شاهدان لري، خو هغوی نه شي کولای مخامخ شاهدي ورکړي او خپل ژوند په خطر کي واچوي.

جنرال رازق پخوا رسنیو ته ویلي و، چې تر خپل امر لاندې عسکرو ته یې حکم کړی، چې طالبان د جګړې په ډګر کې بې له محاکمې ووژني. د رازق دغه اقدام، د بشري او قضايي ارګانونو غوسه راپارولې وه.

دا لومړی ځل دی، چې د یوه امنیه قومندان له خوا د یوه مهم ولایت زندان کې د بندیانو خواړه زهرجن کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close