نړۍ

جبهة النصره یو امریکايي خبریال له دوه کلن بند وروسته خوشي کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۳مه، ۱۳۹۳ل) : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړ، چې په سوریه کې د القاعده سره تړلې ډلې جبهة النصرة هغه امریکايي ژورنالیست، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې ورسره اسیر شوی و، تېره شپه د امریکا په ځايي وخت ماښام ۶:۳۰ بجې ازاد کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې دوی به په سوریه کې د پاته نورو امریکايي بندیانو د خلاصون لپاره له هر ډول دیپلوماتیکي، اطلاعاتي او جنګي وسایلو څخه کار واخلي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له راپور سره سم، امریکايي خبریال پيټر تیو کريټوس له کابو دوه کاله بند تېرولو وروسته د قطر هېواد په منځګړیتوب خوشي کړای شو.

د ښاغلي کریتوس کورنۍ  د نوموړي له خلاصون وروسته بېګا له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د پيټر تیو کریټوس خلاصون د تبادلې نه ، بلکې د امریکا او جبهة النصرة د غیر مستقیمو کامیابو مذاکراتو لاسته راوړنه ده.

 ملګرو ملتونو هم د پیټر تیو کریتوس د خلاصون پخلی کړی.

د ملګرو ملتونو له لورې په خپره شوې بیانیه کې راغلې : «ملګري ملتونه کولای شي ووایي، چې د پیټر تیور کورتیس په خلاصون کې یې مرسته کړې. نوموړی د یکشنبې په شپه / د ۲۰۱۴ د اګست په ۲۴ مه نېټه  د سوريې د قنیطره د غرنیزې سېمې په الرافد کلي کې نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ته وسپارل شو او له لومړنیو طبي معایناتو وروسته خپل دولت ته وسپارل شو.»

د جبهة النصره ډله دغه امریکايي ژورنالیست ظاهرا بې له کومې ښکاره راکړه – ورکړې په داسې حال کې پرېږدي، چې په عراق او سوریه کې د دوی د سیالې او ځواکمنې ډلې «اسلامي دولت » له لورې د جیمز پولي په نوم د یو بل امریکايي ژورنالیست د اعدام او په دې تړاو په رسنیو کې د را پورته شوې غوغا نه لا یوه اونۍ نه اوړي.

د بارک اوباما  د ملي امنیت سلاکارې سوزن رایس د ښاغلي کریتوس روغتیايي حالت ډاډمن بولي او په وینا یې، نوموړی به ډېر ژر له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

په امریکا کې د ژورنالیستانو له حقونو د دفاع ټولنې د شمېرو له مخې اوس مهال په سوریه کې شاوخوا شل تنه ژورنالیستان بندیان او یا برمته شوي دي، چې ډېری یې د داعش یا د عراق او شام د اسلامي دولت د ځواکونو په منګولو کې دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close