افغانستان

طالبانو د ملي اردو عسکر وروڼه او د وطن اصیل بچیان بللي او د بیدارۍ غږ یې پرې کړی – ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳مه ۱۳۹۳ل): طالبانو په خپل یوه وروستي پيغام کې چې د منبع الجهاد په نامه سټوډیو له خوا نشر شوی، د ملي اردو او ملي پولیسو عسکر خپل وروڼه او د وطن اصیل بچیان بللي دي، دوی د هغوی تر مخاطب کولو وروسته ویلي: « نور هغه وخت را رسیدلی، چې تاسي خپل د مظلوم او بی وزله ولس د شهیدانو ارمانونه پوره کړئ.

نو راځئ د خپلو ټوپکو شپیلی د دین او وطن دښمنانو صلیبي یرغلګرو پر لور ور واړوئ او ارمانونه یې له خاورو سره خاوري کړئ».

باید وویل شي چې د منبع الجهاد نومې سټوډیو د طالبانو د څو سټوډياګانو له منځه یوه ډيره پرمختللې سټوډيو ده او وخت ناوخت دغه ویډيو د طالبانو پوځي روزنې، بریدونه او پیغامونه خپروي.

د طالبانو له خوا د ملي اردو او ملي پولیسو په عسکرو وروسته تر هغه دا غږ کیږي، چې په کابل کې د رفیق الله نومې د افغان ملي اردو یوه عسکر د بهرنیو عسکرو پر جګپوړو افسرانو ډزې وکړې، چې له کبله یې د امریکايي ځواکونو یو جنرال د نورو جنرالانو او عسکرو په شمول ځای پر ځای وواژه، او هم یې تر ۱۵نور بهرني او کورني افسران ټپيان کړل.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم نن ټکی اسیا هغه سټوډیو نشر ته سپارلې وه چې یو طالب داعي د ملي اردو عسکرو سره په مخابره خبري کوي او هغوی د طالب دعوت ګر په وینا سمې لارې ته را بولي.

دغه طالب عسکرو ته وايي « دغه امریکایان نور تلونکي دي، تاسو ددوی لپاره خپل دین او دنیا مه خرابوئ، تاسې زموږ وروڼه یاست، او راځئ په ګډه د یرغلګرو پر ضد مبارزه وکړو.»

طالبانو په دې وروستیو کې د دعوت او ارشاد په نوم کمیسون جوړ کړی، چې له دندو يې د دولتي مامورینو، پولیس، او افسرانو سره خبرې کول او هغوی په دې قانع کول دي چې د افغانانو او طالبانو پر ضد له وسلوالې مبارزې تېر او د اشغالګرو پر ضد وسله راپورته کړي او یا هم اقلا د طالبانو تر مخه ونه دریږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ف
میلمه
ف

ای پاکستان زامنو تول د طالبانو مربوط نه خپلواکی

Back to top button
Close
Close