
د امريکاکيليفورنيا ايالت کې زلزلې لسګونو کورونه نړولي
د امريکا کيليفورنيا ايالت کې د ۶،۰ درجې زلزلې لسګونو ودانۍ نړولي دي.
امريکايي رسنۍ وايي، چې د کيليفورنيا په ۲۵ کلن تاريخ کې دا تر ټولو قوي زلزله وه.
د امريکا د ځمکپوهنې اداره وايي، چې د زلزلې مرکز شمال لويديځ کينيان سيمه کې و او دزلزلې ژورتيا ۶،۷ درجې وه.
تر اوسه د نوموړې زلزلې له امله د مرګ ژوبلې خبر نه دی راغلی، مګر ويل شوي، چې د زرګونو کورونو بريښنا پرچاو شوې او د ژوند اړينو توکو ته لاس رسی ناشونی دی.
بل پلو د کيليفورنيا مرکز سينتياګو څخه ۱۰۸ کيلو مټره شمال لويدیځ پلو هم ۶،۷ درجې زلزله راغلې ده او هلته هم تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
په دواړو يادو شويو ځايونو کې لسګونو ودانۍ ړنګې شوي، د زرګونو کورونو بريښنا پرچاو او د ژوند اړين توکو ته يې لاس رسی نه کيږي.