په طور خم کې د ناټو 3 ټانکران سوځول شوي
نن ټکی آسیا: نن په طورخم کې د يوى چاودنې له کبله د ناټو په تيلو بار درې (3) د تیلو ټانکران سوځيدلي.
نن د جمعې په ورځ سهار وختي د افغانستان او پاکستان پر پولي طورخم کې د پاکستان خواته د ناټو د تیلو د انتقالولو پر ټانکرانو باندي چاونده وشوله، چاودنه چې ددغه ټانکرانو په تم ځای کې شوي له امله یې لږ تر لږه 3 ټانکران سوځیدلي.
خبرونه وايي چې پرون هم د ناټو یو ټانکر د پېښور د کارخانو په سیمه کې سوځیدلی وو، او څو ورځي مخکي په رینګ روډ کې دننه د ټانکرانو په تم ځای کې وسلوالو 15 ټانکران په بمونو پټاو کړي وه.