افغانستان

غزني: نږدې سلو زندانیانو له پرون راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت په مرکزي زندان کې تر سلو ډېرو زندانیانو له پرون راهیسې د نه خوړ اعتصاب کړی دی او ویلي يې دي چې تر څو د دوی غږ وانه ورېدل شي دوی به ګنډلې شونډې اعتصاب ته دوام ورکړي.

د غزني ولایت په مرکزي زندان کې دغه زندانیانو له پرون «یکشنبې» راهیسې خپلې شونډې ګنډلې دي او ويلي يې دي چې دولت دې د دوی غږ واوري.
د زندانیانو په قول د کوچني اختر په مناسبت د ولسمشر دفرمان له مخې له دې زندانه باید څو تنه خوشي شوي وای خو د دې پرځای چې د فرمان له اصولو سره سم مستحق خلک خوشي شي، ځینې هغه زندانیان چې د شرابو او زناوو په جرم کې راوړل شوي دي او پرېمانه پیسې لري خوشي کېږي.

د دوی په خبره په زندان کې لسګونه طالب زندانیان له نږدې پنځو کلونو راهیسې بې له کومې محاکمې وخت تېروي.

زندانیان وايي چې نه رسنۍ د دوی غږ خپروي او نه هم دولت د دوی غږ اوري، د دوی په خبره دوی به تر هغو اعتصاب ته دوام ورکړي چې تر څو يې غږ نه وي اورېدل شوی.

د غزني له زندانه نن ټکی اسیا ته په رسیدلیو تصویرونو کې لسګونو زندانیانو خپلې شونډې ګنډلې دي او وايي چې دوی به د خپل غږ تر اورېدو اعتصاب ته دوام ورکوي.

یاده دې وي چې د هېواد په بېلابېلو زندانونو کې وضعیت د اندېښنې وړ ښوودل شوی دی د زندانونو مسوولین د مسموم کېدو پر پلمه غواړي ګڼ زندانیان د مرګ کندې ته ورټيل وهي.

طالبانو هم پخپلو خبرپاڼو کې په بشري ادارو او سره صلیب غږ کړی چې د خپلو داعیو سره سم دي د مظلومو بندیانو سره ظلم او وحشت وغندي او تر خپله وسه دې يې مخه ونیسي.

یاده دې وي چې د تېرې جمعې په شپه د کندهار د مرکزي زندان لسګونه تنه زندانیان په مرموز ډول مسموم شوي وو، چې کره سرچینو دا کار د جنرال رازق وګاڼه او ويې ویل چې نوموړي بندیانوته څو ځلې اخطارونه ورکړي دي چې ولاکه يو هم ژوند راڅخه لاړ شئ!

ghazni 4 ghazni 2 ghazni 1

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x