نړۍ

ختیځه لیبیا کي دحکومت مخالفینو خبرداری ورکړی دي چه خبروته به حاضرنه شي

libian_protestor

نن ټکی اسیا: دبن غازی په ښار کی دلیبیا قومی کانګری،  نړیوالی ټولني څخه غوښتنه کړیده ترڅوقذافی باندی زور راوړی،
چی دمخالفینو په وړاندی له بمباریو څخه ډډه وکړی.
دجرایمو په وړاندی دمبارزی نړیوالی ټولنی خبرورکړیدي چی معمرقذافی اودزامنو په اړوند یی څیړني رواني دي ترڅو روښانه کړي
چی دلیبیا په روان ناورین کی خو به کومی بشرضد کړنی ترسره شوي نه وي.
له بلی خوا  اباما یو ځل بیا خپله هغه خبره تکرارکړیده، چی په جنګ کی راګیرشوی قذافی باید نورله قدرت څخه لاس په سر شي


دلیبیا دقومی کانګری مشراو دقذافی په حکومت کی پخوانې داخله وزیر، رسنیو ته ویلی چی مونږله حکومت سره هیڅ ډول خبروته تیارنه یو، که بیا هم کومی خبری کیږي هغه به دقذافی دحکومت دپریښیدو اوله هیواد څخه دوتو په اړوند، وی .
دبی بی سی خبریال کاوین کانولی دبن غازی له ښارڅخه خبرورکړیدی، او زیاته کړه چی له یوه اړخ سره هم دومره توان نشته چی دلیبیا پراخی صحراوی په خپله ولکه کی راولي نومړي زیاته کړه چی هیله نه کیږی چی مخالفین اوحکومت دی خبري وکړي اوکومی پایلی ته دی ورسیږی، ځکه قذافی واک نه پریږدي اومظاهره کونکی دنوموړی د۴۱ کلني اوږدی ټولکواکې ته دپای ټکی ایښودل غواړي.
له بله پلوه په طرابلس کی یوځل بیا دحکومت مخالفینو دجمعی په ورځ دلاریونونو اوظاهرو خبرورکړیدي، خو ویل کیږي چه په طرابلس کی دولت له پخوا لا ځینی کیڼ لاسی مشران نیولی، وژلی اویاهم نادرکه کړیدي پداسی حال کی چی اباما بیا بیا له قذافی څخه غوښتنه کوی چی واک پریږدی، په سپینه ماڼی کی ویوی خبری ناستی ته نوموړی زیاته کړه چی قذافی په لیبیا کی نور قانونیت له لاسه ورکړیدي، ژرترژره بایده له واکه لاس په سرشي دلیبیا وګډوډ حالت په اشاره کولو سره اباما زیاته کړه چی ما دامریکي وهوایی قواوو ته امرکړیدي چی له لیبیا څخه دمهاجرو  په راوتلو کی پوره ونډه واخلی.
له بلی خوا دمهاجرینو نړیوالي ټولنی خبر ورکړیدي چی تراوسه پوری څه دپاسه ۲۰۰۰۰۰غیرملکی کارکونکی له لیبیا څخه دمصر، ټونیس اونایجریا په لور خوځیدلیدي.
پداسی حال کی چی دحکومت مخالفین دنورو بریدونو لپاره تیاری نیسي، قذافی هم دمخالفینو دټکولولپاره دمالي له سیمو څخ نورخلک مسلح کړیدي، دتیري چارشنبی په ورځ دلیبیا په لویدیځ کی له سختی جګړی څخ وروسته دقذافی وفاداري ملیشی له ماته سره مخ شوی او دراس لینوف دتیلو وزیرمو ته څیرمه دوباره ځای پرځای شویدي دبی بی سی خبریال وایی ما ولیدل چی ګڼ شمیر مخالفین چی په سپکو اودرندو وسلو باندی سمبال ول دخپلو ۱۴ وژل شوي ملګرو په ښخولو بوخت وه له بلی خوا دمخالفینو له لوري نیول شوي ښارونه زاویه او میسراتا یو ځل بیا دقذای دوفادارو ملیشو ترسخت برید لاندی راغلیدي دنړیوالي بشری حقوقو دټولني رئیس لوئیس مورینو اکامپو ریسنیوته ویلی چی معمرقذافی اوملګري یی زمونږترکلکي څارنی لاندي دي.
نومړي زیاته کړه تراوسه پوری مونږ په لیبیا کی ۹ داسی پیښی نوټ کړیدي چی هغوی دبشرله حقوقو څخه سرغرونه شویده، جی دهغوی له جملی څخه یوه هم دبن غازي ښار دتیري میاشتی ۲۵۷ کسانو ډلیزه وژنه ده اکامپا زیاته کړه راتلونکو اونیو کي به مونږ ووینو چي دلیبیا په ډیرو بدمرغه پیښو کی چا په بشري ناورین کی زیات لاس درلود.
بخت الرحمن بخت

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x