افغانستان

غور: امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳مه، ‍۱۳۹۳ل): د غور ولایت په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو له لوري پرله پسې ډله ییز بریدونه په شدت سره دوام لري.

د غور ولایتي مسوولینو د دې ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړبللی دی او ځینو يې خپلې څرګندونې له رسنیو سره شریکې کړې دي.

د شنونکو په باور په غور کې د طالبانو وروستیو پرمختګونو د دې ولایت مسوولین ګنګس کړي دي. شنونکو د دې ولایت د امنیه قومندان وروستیو څرګندونو ته په اشاره ویلي دي چې د فهیم قایم خبرې دا په ډاګه کوي چې دوی د طالبانو په وړاندې خورا بې روحيې شوي دي.

د غور ولایت امنیه قومندان فهیم قایم نن په دې ولایت کې له رسنیو سره په خبرو کې یو ځل طالبانو ته اخطار ورکړ او په پوره جدیت يې وویل چې دوی باید جګړه بس کړي کنه ټول به له منځه یوسي.

د امنیه قومندان له پورتني اخطار وروسته په طالبانو غږ وکړ چې د سولې له بهیر سره یوځای شي او د دوی په مقابل کې دې جګړه بس کړي.

د غور ولایت د امنیه قومندان په داسې حال کې دغه ډول څرګندونې کوي، چې طالبان د دې ولایت په پراخو ساحو کې بشپړ تسلط لري. په غورماچ ولسوالي کې له څو ورځنۍ جګړې وروسته د دې ولسوالي مسوولین د ولسوالي سقوط ته نږدې کېدو خبر ورکوي.

طالبانو هم ویلي دي چې دوی د غورماچ ولسوالي او ورسره څېرمه پوستې محاصره کړي او جګړه لا اوس هم په شدت سره دوام لري.

یاده دې وي څه وخت وړاندې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق هم د طالبانو په وړاندې خپل دریځ په ډاګه کړ او امر يې وکړ چې هرچېرته مو طالب ولید بې له محاکمې يې ووژنئ، چې ډېری بشري ادارو د نوموړي دغه امر له انساني اخلاقي اصولو لرې وباله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x