shahamat.info د طالبانو رسمي وېب پاڼه

طالبانو خپلې رسنۍ جوتې کړې

نن ټکی اسیا (وږی ۳مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د خپلو رسنیو جوتولو په اړه په یوه خبرپاڼه کې د رسنیو د اهمیت په اړه څرګندونې کړي دي.
په دغه خبرپاڼه کې لیکي: «یوازې هغه څه چې داسلامي امارت په رسمي نشراتو کې خپریږي یا یي نورې رسنۍ داسلامي امارت د ویندویانو له خولې دنقل قول په حیث نشروي، داسلامي امارت د دریځ او پالیسۍ په نظر باید ورته وکتل شي.»

خبرپاڼه کې د طالبانو رسمي وېب پاڼه http://shahamat. info ګڼل شوې ده. طالبان د شریعت ایف ام راډیو هم د خپلې پالیسۍ څرګندوونکې ګڼي. په انټرنیټي سایټونو کې د الصمود عربي مجلې عربي سایټ هم ځان پورې تړي.

همدا راز په دې خبرپاڼه کې طالبان خپلې چاپي رسنۍ هم په ګوته کوي. د څرک، شهامت او مورچل پښتو مجلې، حقیقت دري مجله، الصمود عربي مجله او شریعت اردو مجله د ځان ګڼي. سربېره پر دې په دې اعلامیه کې طالبان خپلې سټوډیوګانې هم په ډاګه کوي. الامارة سټوډیو، منبع الجهاد سټوډیو، الهجرت سټوډیو او توره بوړه سټوډیو د خپلو پالیسیو او سیاستونو ښکارندوی بولي.

په دغه خبرپاڼه کې د طالبان رسمي ویندویان قاري محمد یوسف احمدي او ذبیح الله مجاهد بلل شوي دي.

په پای کې ټینګار شوی چې: «له لوړو یادو شویو ویندویانو او خپرونو پرته اسلامي امارت د هیڅ ږغیزي، چاپي،انټرنټي او تصویري نشراتو مسؤلیت په غاړه نه اخلي او نه د اسلامي امارت ددریځ ښکارندویي کوي، په لوړ وضاحت سربیره که بیا هم څوک غیرامارتي مطبوعات په امارت پورې تړي، او مسؤلیت یي اسلامي امارت ته راجع بولي، هغه ددوی دمعلوماتو کمزوري ده په اسلامي امارت پورې کومه اړه نلري».

په دې وروستیو کې ځینې مجهولې رسنۍ هم د ځینې اړخونو له خوا په طالبانو پورې تړل شوي وو.

په دې اړه د طالبانو رسمي اعلامیه په لاندي ډول ده، چې نن ټکی اسیا ته یې هم یوه کاپي رسیدلې:

——–

د اسلامي امارت د نشراتو په اړه د فرهنګي کمیسیون توضیحي اعلامیه

اوسنی وخت د رسنیو د پراختیا دوران دی، او مطبوعاتو ته  په خورا اهمیت کتل کیږي، په نړۍ کې ټول سیاسي جریانات،حکومتونه، ګوندونه او ډلې د نورو فعالیتونو ترڅنګ مطبوعاتي فعالیتونه هم لري، دافغانستان اسلامي امارت هم د رسنیزو فعالیتونو لپاره د فرهنګي کمیسیون په نامه یوه ځانګړې اداره تاسیس کړې ده، چې داسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې خپل مطبوعاتي فعالیتونه پرمخ وړي.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې که هرڅوک غواړي داسلامي امارت په پالیسۍ ، مرام ، دریځ او ورځنیو معلوماتو باندې ځان خبر کړي، بایدیوازې او یوازې داسلامی امارت د پیژندل شویو نشراتي اورګانونو په معلوماتو او خپرونو باور وکړي.

اوس چې چاپي، انټرنیټي او تصویري رسنۍ خورا زیاتې شوې او اجتماعي شبکې هم ډيرې عامې شوې، تردې چې هرڅوک کولای شي ازادانه رسنیز فعالیت وکړي، لوستونکي باید هر خبر او نظر داسلامي امارت دریځ ونه بولي بلکې یوازې هغه څه چې داسلامي امارت په رسمي نشراتو کې خپریږي یا یي نورې رسنۍ داسلامي امارت دویندویانو له خولې دنقل قول په حیث نشروي ، داسلامي امارت  د دریځ او پالیسۍ په نظر باید ورته وکتل شي.

لاندیني نشرات د اسلامي امارت د ددریځ او پالیسۍ نمایندګي کوي.

الاماره ویب پاڼه چې  اوس په http://shahamat.info/ ادرس باندې موندل کیږي.

دالاماره ویب پاڼې په چوکات کې د پښتو،  دري، عربي، انګلیسي او اردو ژبو  برخې او شریعت ږغ رادیوچي دالاماره سایټ او اف ایم(FM) ستیشنونو له لاري نشرات کوي،  دغه راز  اسلام سایټ ،سمعي او بصري برخې او د الصمود عربي مجلې سایټ هغه  انټرنټي پاڼې دي چې دنټ په پراخه دنیا کې داسلامي امارت یوازینۍ نماینده پاڼې بلل کیږي.

د چاپي مطبوعاتو په برخه کې څرک، شهامت  او مورچل  پښتو مجلې، حقیقت دري مجله ،الصمود عربي مجله او شریعت اردو مجله  هغه چاپي خپرونې دي چې داسلامي امارت د رسمي پالیسۍ څرګندونه کوي.

په سمعي او بصري برخه کې الاماره سټوډیو، منبع الجهاد سټوډیو، الهجرت سټوډیو او توره بوړه جهادي سټوډیو هغه نشراتي اورګانونه دي چې خپرونې یي دفرهنګي کمیسیون لخوا څارل کیږي او داسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې نشرات کوي .

داسلامي امارت رسمي ویاندویان دوه تنه  دي قاري محمد یوسف احمدي او ذبیح الله مجاهد .

له لوړو یادو شویو ویندویانو او خپرونو پرته اسلامي امارت د هیڅ ږغیزي،  چاپي،انټرنټي او تصویري نشراتو مسؤلیت په غاړه نه اخلي او نه د اسلامي امارت ددریځ ښکارندویي کوي، په لوړ وضاحت سربیره که بیا هم څوک غیرامارتي مطبوعات په امارت پورې تړي، او مسؤلیت یي اسلامي امارت ته راجع بولي، هغه ددوی  دمعلوماتو کمزوري ده په اسلامي امارت پورې  کومه اړه نلري .

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسون

۱۴۳۵۱۰/۲۹هـ ق

۱۳۹۳/۶/۳هـ ش ــ 2014/8/25م

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د