افغانستان

غزنی: د سولې شورا غړی ووژل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳مه، ۱۳۹۳ل): په غزني کې د سولې شورا غړی او ولایتي شورا ته نوماند ډاکټر غني بهادري د ناپېژاندو کسانو له لوري ووژل شو.

پر ډاکټر غني بهادري نن سهار نږدې لس بجې په غزني ښار کې عامه روغتون ته څېرمه د یو موټر سایکل سپور له لوري ډزې وشوي او ځای پرځای يې وواژه.

د غزني ولایتي چارواکي پېښه مني او وايي چې د پېښې د پلټنې په خاطر پولیس بوخت دي.

د غزني د والي ویاند شفیق ننګ وايي چې بریدګر له موټرسایکله په ګټې په تېښته بریالی شوی دی.

د غزني د ملکي روغتون مسوولین هم وايي چې د ډاکټر غني بهادري جسد درې مرمۍ پر سر او سینه لګیدلی دی.

ډاکټر غني بهادري اوس د غزني ولایت د سولې شورا غړی و او ولایتي شورا ته نوماند و، د ولایتي شورا په تېره دوره کې د دې شورا غړی  او هم مهاله د غزني ملي راډیو همکار هم و.

نوموړی د اندړو ولسوالي اوسېدونکی و او د شعرونو یوه چاپي ټولګه هم لري.

یاده دې وي چې په غزني کې د داسې وژنو لړۍ په روژه کې راپیل شوه، چې د نا تایدو راپورونو له قوله یواځې په روژه دوولس کې د دولت بېلابېل مسوولین په غزني ښار کې د داسې وژنو ښکار شوي دي.

کومې ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x