نړۍ

دبریتانیا د پارلمان دبهرنیو چارو کمیټه: په افغانستان کې پوځي هلې ځلې بې ګټې دي

British_parliament

نن ټکي اسیا/ رسنۍ

دبریتانیې دپارلمان دبهرنیو چارو کمیټې په یوه خپاره شوې راپور کې وویل امریکا او متحدین یې باید دا فغانستان لانجه دخبرو له لارې حل کړي .

دکمیټې په راپور کې راغلي په افغانستان کې نور پوځې هلې ځلې بې نتیجې دي ،امریکایان که غواړي چې دخبرو اترو پروسه پر مخ بوزي په رښتینه توګه دي له طالبانو سره مخامخ تماسونه ټینک کړي

،راپور زیاتوي نور ددې وخت رارسیدلي چې بریتانیا ، امریکااو نور هیوادونه باید له افغانستانه په عزت سره دخپلو ځواکونو دراایستلو پر لارو چارو غور وکړي .

راپور زیاتوي ولسمشر کرزی دامریکا له ګډونه پرته په یوازي سر نشي کولاي چې دسولې کار پر مخ بوزي .

دبریتانیا دپارلمان دبهرنیو چارو دکمیټې راپور په داسي حال کې وړاندي کیږی چې دطالبانو له لوري لا له وړاندي دسولې او مذاکراتو خبرې رد کړې او شرط یې وړاندي کړي ترڅو چې افغانستان اشغال وي خبرو ته نه دي تیار ،طالبانو په خپلو پخوانیو نشر شويو اعلامیو او بیانونو کې ويلي ،امریکا او متحدین یې که غواړي چې له دې ناکامې او بې ګټې جګړې نه خپل ځانونه وباسي ترټوله لمخه دي دخپلو ځواکونو دایستلو لړۍ پیل کړي .

طالبانوویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته دمذاکراتو په اړه ویلي په اوس وخت کې هرډول مذاکرات دیرغلګرو امریکایانو اشغال ته قانوني حیثیت ورکول دي چې داکار دافغانستان له مجاهد ولس سره ستره جفا ده .

احمد بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x