افغانستان

امرخېل: «روانه جګړه د بهرنیانو ده، دوی یې باید ختمه کړي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۲مه، ۱۳۹۳ل) کابل: د نظامي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل نن طلوع نیوز سره په خبرو کې بهرني تورن کړل، چې دوی افغانستان وران کړی. امرخېل وویل، چې که بهرنیان له افغان ځواکونو سره جګړه کې مرسته نه کوي، نو بیا ولې راغلي دي!

امرخېل د طالبانو د وروستیو پرمختګونو او نظامي سوبو لامل د افغان حکومت بې کفایتي بولي. دی وايي: «افغانستان اوس د ځنګله په څېر دی، عدالت چاته نه رسېږي».

جنرال امرخېل په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه په دې هم تورن کړل، چې «دلته یې افغانان ووژل، ظلمونه او وحشتونه یې وکړل؛ خو اوس له موږ سره په جګړه کې مرسته نه کوي، د خیر په غونډۍ ناست دي او جګړه موږ کوو».

امرخېل روانه جګړه د افغانستان نه بولي. دی وايي: «روانه جګړه د بهرنیانو ده، دوی یې باید تر پایه وکړي او ختمه یې کړي.»

د «ترهرګۍ ضد جګړې» تر شعار لاندې د روانې جګړې پر ضد په وروستیو کلونو کې د افغانستان و پاکستان د ډېری خلکو مخالفتونه څرګند شوي او جګړه یې بهرنۍ بللې ده. د «ترهګرۍ ضد جګړه» په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش اعلان کړه.

د «ترهګرۍ ضد جګړه» د نړیوالو اړیکو د کارپوهانو په بارو له یو زیاتو ابهامونو څخه ډک عبارت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x