نظــر

د مرهون د لیکنی تجزیه او څیړنه

لیکوال: افغان ځلمی

د نن ټکی اسیا پاڼه کی می د مرهون لیکنه چه د ( ملامحمد عمر او د حکومت مخالفینو ته د سرخلاصی لیک ) د عنوان لاندی لیکلی وه ، ولوستله ، لیکنه یی په ښکاره ساده مګر په شیطانی او دجالی خبرو داسی ګل کاری شوی لکه په حلوا کی چه زهر ګډ شوی وی ځان یی داسی ښودلی لکه د ګران هیواد له تیر تاریخ او موجوده حالاتو ، وحشتونو ، وژ نو ، بی عزتیو ، اشغال او د اشغلګرو له غلامی فاسدی او بی کفایتی اداری چه ګرد سره خبر لا هم نه وی تاریکیو کی پاتی شوی او لوی شوی ؤ مغز یی د استعمار په ایزمی اوبو پریمنځل شوی او بی لیاری شوی ، ویده او د نورو غلامانو په شان د خپلی خاوری ، خلکو او خپلواکی په ځای یواځی د خپلو حریصو خیټو ډکولو د پاره د بادارنو د خوشالیو په غم کی وی خپلو خلکو پروا نه لری او یا د غلامی اداری د غړو څخه وی .

د ده لیکنه دومره نه وه چه ډیر خلک یی سمدلاسه خوښه کړی په یوه شپه او ورځ کی دی څوسوه کسان خوښه کړی ، مګر په سوونو کسانو کی دوه او دری کسان هم نشته چه د لیکنی په ناولتیاو د تبصرو ځوابونه ووایی وایی ( د ټنګی شادو نه وه د روپی بیسته یی له ځانه سره یووړه ) په اصل کی دا لیکنه د غلامی اداری له خوا د بادارانو په دستور ترتیب شوی چه د مجاهدینو نوم بدنام او د اشغلګرو څو شپی ورځی زیاتی کړی ( چه په دی واسطه به دوی ته د ډالرو بوجی هم خلاصی وی ) دا څو سووو خوښونکو د زیاتوالی علت به همدا خبره وی بی له دی چه لیکنه یی لوستلی او په ماهیت یی پوه شوی لیکنه یی خوښه کړی . یعنی دا خوښونه هم د ډآلرو په زور چه په خلکو یی اغیزه زیاته شی .

د دی لیکنی د سوونو کسانو د خوښوولو سره ماته فیس بوک کی د یوی غلامی افغانی بیهوده لیکنی رایادی شوی چه د همدی سپین والی د خاطره په هغه تلویزون کی استخدام شوی ده هر څه به چه هغی و لیکل بلبلانو غلامانو به بی له لوستلو ( د هغی قلم به لا پورته شوی نه وو) د خوښونکو شمیره به له زرو واوښته ، د دی لیکنی مصنوعی څو سوه خوښونکی چه می ولیدل دهغه بلی بلبلان راپه یاد شول ، دا په ډاګه شوه چه د دی لیکنی خوښونکی هم هماغه غلامان دی چه د هغه ښاپیری لیکنی یی خوښولی او که د انترنت له دفتره ورته د خوښونکو شمیر زیاتیږی چه د لیکنی اهمیت خلکو ته زیات ښکاره کړی ؟

په هر صورت دا راته لازمی ښکاره شوه چه د مرهون لیکنه ( چه په ساده کی ګلداره وه ) تجزیه او مطلب ټکی یی وڅیړو چه ویل او کول یی سره څومره توپیر لری په دی هکله د افغانانو ورونو سره خپلی څیړنی شریکی کړم :

۱ــ د لیکنی نوم : ملا محمد عمر مجاهد او د دولت مخالفين .

چه ملامحمد عمر پکی ، په یوه اړخ او مخالفین یی بیا په بل اړخ کی درول ، فاسدی ، بی کفایتی او غلامی اداری ته د یو قانونی دولت نوم ورکول ؟ یعنی د حیرانتیا وړ او له حقایقو لیری لیکنه وه مګر دا چه د غلامی اداری له خوا لیکل شوی وی . د غلامی اداری ( کرزی ) خو یی په رڼا ورځ د اشغلګرو په الوتکو کی د ببرک او شاه شجاع په شان د خپلو دوه لکه عسکرو سره را ښکته کړو ، که کرزی ته شاه شجاع او اداری ته یی غلامه اداره نه ویل کیږی نو د شاه شجاع او غلامی اداری بل تعریف به له غلامی غیره نور څه وی ؟ که څوک وی چه دغه راته تعریف کړی . مرهون په څه ډول دغه غلامی فاسدی او بی کفایتی اداری ته د دولت یا حکومت نوم اخلی ؟ داسی غلامه اداره چه د اشغلګرو د باره خپل خلک وژنی په مال او عزت یی ورله تالان ګډ کړی ، مګر د پاکستان د یرغلونو په مقابل کی د فاحشی ښځی په شان ښکته ګوری دا چه اجازه ورته نشته که امریکا د غره ځناور هم دلته خوشی کړی هم تاسی به ورته قانونی دولت وایاست ؟

بل تاسی د مجاهدینو په ځای د مخالفینو نوم یاد کړی ، زه باور لرم د مخالفینو او مجاهدینو توپیر به درته معلوم وی زه به لږه رڼا پری واچوم مخالفت اشتی پذیر اختلاف ته ویلی شی لکه روسان چه د امریکایانو سره پرون په مادی لاسته راوړنو اشتی پذیر مخالفت درلود یا چینایان ورسره نن په مادی اشتی پذیر رقابت کی اخته دی او یا لکه اروپا چه د امریکا سره په مادی اړخونو کی اشتی پذیر تضادونه لری یا توله کفری نړی یو د بل سره دی ته ورته اشتی پذیر تضادونه او سطحی دشمنی لری مګر په لویه کی ټوله کفری نړی د یوه دموکراسی دین درناوی لری ټول د اسلامی نظام په مخالف قطب کی قرار لری یعنی د اسلام او مسلمانانو سره اشتی ناپذیر او ژوره دشمنی لری . ستاسی په نظر چه تاسی طالبان ( مجاهدین ) یاد کړی ، ستاسی له نظره طالبان د نورو کفارو په شان او که کفار او د هغو غلامه اداره مو مسلمانان او مجاهدین منلی دی که دی پوشتنی ته ځواب راکړی ؟ طالبان یامجاهدین د اشغلګرو او دهغو د غلامی اداری سره بینادی اختلاف یعنی اشتی ناپذیره دشمنی لری یو اړخ د الهی او بل اړخ د شیطانی نظام غوښتونکی دی یا به یو او یا به بل وی دواړه ګډ ژوند نه شی کولی . د غلامی اداری نومونه او پکولونه که یی د افغانانو مګر زړونه او دماغونه یی د یهودو او عیسویانو دی هغه کوی غلامه اداره هغه کوی چه د دجال له خوا او مجاهدین هغه کوی چه د الله ج له خوا ورته ویل شوی دی نو مجاهدینو ته د غلامی اداری او اشغلګرو په مقابل کی مخالفین ویل مجاهدینو ته توهین دی .

دوهم : لیکی ، ( ښاغلو يوازي په دې پوه يم چي مسلمان يم پنځه وخته لمونځ کوم په کال کي يوه مياشت روژه نيسم او ټول هغه امورات چي د اسلام په چوکاټ کي دي او فرض عين دي په هغو مي ځان پوه کړى دى په هغو کي مي يوه خبره همېش په ذهن کي راګرځي چي حب الوطني من الايمان )

د حب الوطن من الایمان ، نه ایت او نه حدیث دی کومه عربی منقوله او که د دجال د پلویانو له خوا په عربی کی ننوتی ده زه یی مخالف هم نه یم دا جمله که سمه تعریف او تعبیر شی هم کوږوالی نه لری مګر دجالی ایزمیان یی بیا په تفسیر او تعبیر کی هم د ځان په ګته او د اسلامی نظام په ضد تری د نشنلستی او وطن پرستی د پاره کار اخلی ( وطن پرستی یعنی وطن پرستش کفر دی ) د وطن او ټاټوبی سره مینه لرل فطری غریزه ده اسلام یی مخالفت څه چه تاییدوی مګر مینه او پرستش یو د بل په مخالف قطب کی قرار لری مرهون له یوی خوا په ټول اسلام کی یی د ا یوه د حب الوطن من الایمان دجال کلیمه زده کړه ( د دی دجالی منقولی په زده کولو او کارولو یی ټول اسلام زده کړی او عملی کوی یی ) او د هغه منقولی له مخی د خپلی خاوری ، خلکو او خپلواکی د دشمنانو سره خوشاله ناست دی او د مجاهدینو د بدنامولو د پاره لیکنی کوی ، دا چه ځوانان وژل کیږی ، داچه د ده خویندی بی عزته کیږی دده غیرت ده ته اجازه نه ورکوی دی په اروپایی دریشی او نیکتایی کی ډالری شماری ، په دی لیکنو لا نور کریدت تر لاسه کوی بیا هم دوی د وطن سره مینه اومجاهدین د وطن سره دشمنی لری ؟

دریم : دا هم لیکی ( موږ ته اجازه راکړى چي خپلي مدرسي او ښوونځى فعاله کړو موږ نه دولتي مقامات يو نه بهرنيان يو او نه هم پردي )

یعنی دوی نه د دجال او نه د خدای په اړخ کی دی دوی صرف د ماشومانو زده کړه غواړی او بس ؟ همدا یی د ژوند لوی ارمان دی که ماشومانو زده کړی تر لاسه کړه اشغلګر وځی زمونږ خپلواکی تر لاسه شوی زمونږ د ګران هیواد په ځانګړی دول د پښتنو سیمو کی د طالبانو په واسطه د زده کړو د مخنیوی ستونزه پاتی ده نو که طالبان داسی وی چه د زده کړو مخه نیسی نو دا خبره ولی د دغه غلامی اداری سره نه مطرح کوی چه په زور یی مخه ونیسی او یا ولی ورته نه وایاست د زده کړو د پاره مشخص شوی ډالری مه غلا کوی . تاسی کولای شی یوه بله لیکنه مو دغه غلامی اداری ته هم لیکلی وی مونږ ته وښایست .

دا چه د زده کړو مخه د چا له خوا او ولی نیول شوی لیکونکی ( چه د هماغه اداری په رازونو کی ګډون هم لری ) پوره اګاهی لری چه د همدی غلامی اداری له خوا د طالبانو د بدنامولو د پاره شوونځی سوځول کیږی یا ښوونځیو ته پوره بودیجه نه ورکول کیږی او د دی کار څخه د مجاهدینو په مقابل کی دوسلی په شکل کار اخلی یعنی مجاهدین دومره وحشیان چه د زده کړو مخه نیسی . ایا همدا زده کړه زمونږ یوځنی او اخری ستونزه ده ؟ زمونږ د خلکو وژنی ، په نشه توکو روږدیدل ، په افغانی خویندو جنسی یرغلونه ، د خلکوکورونه کنډواله کیدل ، زمونږ د قرانونو سیزل او تشنابونو کی غور ځیدل ، زمونږ نوی نسل ته د عیاشیو او فحاشیو زده کړی او داسی نور خو لیکونکی ته لوی ستونزی نه دی ؟ تاسی به د عطامحمد په لاس د لاسلیک شوی مکتوب لیدلی وی چه ټولو رسنیو کی خپور شوچه خپل کوم قوماندان ته یی د کوښوونځی د سیزلو په هکله لیکلی وو ، تاسی په دی هکله د امریکا د استخباراتو مخکنی لوړ پوړی ( ګورډن ډاف او فاروق وردګ اعترافونو ته غوږ ونیسی چه ښوونځی د چا له خوا تړل شوی او سوڅول شوی دی طالبان چه له یوی خپله د مدرسو شاګردان او بیا مجاهدین دی هغوی خو د همدی د پاره جهاد کوی چه خلک له جهالت څخه اسلام ته مګر دا چه هغه ښوونځیو کی د یهودیت او عیسویت یا دموکراسی زده کړی تر سره کیږی او یا پکی د غلامانو پوستی ځای په ځای شوی وی .

مرهون جانه ، که ستا خبره ومنو چه دا زده کړی ستونزه هم ده د افغانستان تر نورو ستونزو اولیت نه لری د مثال په دول دچا کور اور اخستی یا غلو اشغال کړی ، دهغه کور مدافعین وژنی او د هغه کور ځینی پلورل شوی یی په بیه رانیولی دهغه کور مدافعین وژنی او او زنانه بی عزته کوی ، پخه بب خوری او خامه یی لوټ او غلا کوی ، دغه وخت کی به دهغه کور خاوند دی ته اړه وی چه بچو ته قلم کاغذ په لاس کی ورکړی قران ورته زده کړی او که د دی اړه به وی چه ټول په ګډه د ګد دشمن او د هغو د غلامانو چاره وکړی د غلاکولو ، وژنی او بی عزتیو مخه ونیسی ؟ تاسو ته به اولیت کومه خبره وی؟

څلورم : لیکی ( ايا دا ځواني او کنداريتوب بولې چي خپل لاس په خپله پرې کوي يا خپله ملا خپله ماتوي دا کندهار دى زر به يې ورمړه کي مګر بيرته به يو وخت ستا په درد خوري ستا تر شاه به ولاړ وي )

د هغه شهیدانو چه ته یی طالبانو ته یادونه کوی د هغو قاتلین خو دوستم ، نور ، عبدالله ، ربانی ،سیاف کرزی ، غنی او نوردی چه دوستم یی ستاسی د خوږ رهبر او راتلونکی ریس جمهور سره به لمړی معاون وی ، هغوی ته خو تاسی د قانونی دولت خطاب کوی د هغه وخت شهیدان او یا هغه چه اوس د خپلی خاوری ، خلکو ، او خپلواکی څخه د دفاع په لیار کی د هماغو ستاسی د غلامی اداری له خوا په شهادت رسیږی ( کوم ته چه تاسی د خپلو بادارنو په دستوردهشت ګر او وران کاری وایی ) او د هغه قاتلانو سره په یوه دسترخوان ناست یاست یو تن او یو بدن یاست له یوه ځایه معاشونه او مقامونه اخلی ، نو تاسی هم قاتلین او هم مقتولین یاست ؟ لکه د نجیب . امین او ترکی پلویان چه امین ، نجیب او ترکی ته شهیدان وایی شهیدان او د شهیدانو ورثه خو همدا طالبان دی چه هغه وخت د ظلم او دخلی مافیه او دهشت ګرو په مقابل کی په شهادت رسیدل او اوس هم دداخلی او هم د خارجی اشغلګرو په واسطه په شهادت رسیږی که د الله ج مرستی ورسره نه وی څو کسه طالبان څوک دی چه د نړیوال کفر او د هغو د غلامانو سره دا ۱۴ کلونه وجنګیږی ؟ .

پنځم : لیکی ( د هغه کندهار دى چي د وخت هر جابر او ظالم چي فناه ورته راوړې ده دوى يي سر تېټى منلى دى او هغه يې د مرګ تر ورځي ساتلى دى )

ستاسی دا خبره هم غلطه ده د قندهار خلک دومره بی عقل دی چه جابرو او ظالمانو ته پناه ورکوی ، د قندهار خلک د جابرو اوظالمانو په مقابل کی جهاد کوی همدغه میرویس نیکه او د میوند ملالی مګر د قندهار نه دی هغوی انګریزانو ته پناه ورکړی او که هغه یی له خپل هیواد او قندهاره شړلی دی ، چه نن د هماغه غچ اخستنی د پاره بیا راغلی دی که له قصده د خلکو ذهینیتونه مغشوشوی ، د قندهار خلک څه چه هیڅ چیری څوک جابرو او ظالمانو سره مرسته نه کوی مګر هغه چه هغوی هم جابر او ظالمان وی ، ظالمان ظالمانو اومسلمانان مجاهدینو ته پناه ورکوی . زه باور لرم که تاسی طالبانو اومجاهدینو ته د جابرو او ظالمانو خطاب کوی دا به ستاسی عقیدوی بدلون او د غلامی نښی وی .

شپږم : لیکی ( تاته لمن غواړم چي موږ پرېږده چي خپل نوي نسل ته د اسلام او ژوند کولو زده کړه ورکړو موږ به هيڅکله کوښښ نه کوو چي خپل نوى نسل پر بده لار روان کړو )

تاسی که د مرهون تصویر ته وګوری رنګ به یی د افغانانو مګر د استعمار په هدیه شوی دریشی او نیکتایی کی تشریف لری مظلوم اولس د مرهون له کالیو د مرهون هویت او شخصیت تر لاسه کوی چه دی څوک او د چا د پاره کار کوی که مرهون مظلوم اولس ته د یهودی کالیو او نیکتایو درس ورکوی ؟ د اسلام څخه یی یواځی حب الوطن من الایمان زده کړی او هغه منقوله تول اسلام شو او د همدغه منقولی په زور د هیتلر په شان د وطن پرستش کوی او که د دی پرستش په واسطه د اشغلګرو د پاره زمونږ د ګران هیواد ټولنیز جوړښت تبا ه کوی لکه مخکی چه روسانو او اوس یی امریکایان او انګریزان د همدی غلامی اداری په واسطه ترسره کوی . په هر صورت ، مرهون په داسی حال کی چه په کوم چاپيریاال کی به د چا او چا سره ملتیا لری کاغذ او قلم رااخلی مجاهدینو ته لمن غوړوی ( د نارینه وو غوښتنه داسی نه وی ) چه مونږ پریږده نوی نسل ته د اسلام او ژوندکولو ( دموکراسی او عیاشیو ، نشو ، وحشت او بد اخلاقیو ) زده کړه ورکړو؟ بیا کشکی د رشتینی زده کړی وړتیا او لیوالتیا هم ولری اووم : دی لیکی (موږ د هغو شهيدانو بچيان يو چي ستا سره يې لسګونه کاله مبارزه کړې ده موږ د هغه سياست قرباني يو چي ګټه يې بل وړي او مبارزه يې موږ کوو )

کمونستان اوس هم ( نجیب ، امین او ترکی ) ته د هغو د کمونستانو له خوا د شهیدانو نوم ورکوی ، زیاتوی خلکو ته وایی چه هغوی که پاکستان پریښی وی د روسانو په واسطه به یی درته دا هیواد لکه دروسی په شان بلا تشبیه جنت جوړ کړی وی لکه نن چه د مرهون صاحب ملګری د انګریزانو په هکله عین خبره کوی او که د روسانو سره یی هم ملګرتیا درلودله ؟مجاهدینو ته د هغو کمونستانو او یا د اوسنو سکولریستانو یادونه کوی چه د طالبانو سره یی مبارزه کړی ده ؟ ) .

د طالبانو اولنی مبارزه د ربانیانو ، سیافانو ، دوستمیانو ، او نورو داخلی غلامانو او جنګسالارانو سره شوی د هغه سره خو مرهون صاحب تاسی په یوه اخور په ډآلرو ښخوند وهی کوم چه اوس هماغه ملی مافیه د بین المللی مافیه سره په تفاهم او مرستو اوس هم په غلامه اداره کی تاسی سره یو ځای کار کوی نو ستاسی مبارزه د طالبانو سره له کومه شوه او که دشمنیو ته چه د طالبانو سره یی لری هغه هم د طالبانو سره په ملتیا او مرستو کی شمیری که دا ستاسی دوستی وی دشمنی به مو تر اوسه نه وی ښودل شوی الله ج دی طالبان ستاسی له دشمنیو وژغوری تر اوسه مو چه په زرونو په کانترینو کی د اکسیجن د نه شتون له امله په شهادت ورسول او هغه لا ستاسی د طالبانوسره خواخوږی وه

اتم : دی زیاتوی چه ( په تېر ديرلس کاله کي د هيواد په هر ګوټ کي سلګونه زره ځوانان په زده کړو سمبال سوي دي مګر تاسو موږ هم هغسي بې سواده و ساتلو )

لمړی دا خبره چه تاسی طالبانو ته کوی چ د شمالی ټلوالی خلکو زده کړه ترلاسه او د جنوبی ټلوالی خلک هماغسی په جهالت کی پاتی دی دا خبره د جنوبی ټلوالی ته چه کرزی او فاروق وردګ یی به راست کی قرار لری وکړی ، غنی ، احدی ، کرزی ، سیاف ، فاروق او نورو پشتنو اخوانیانو ، نشنلستانو او کمونستانو ته یی وکړه چه هم د امریکا او هم د شمالی ټلوالی په غلامی کی قرار لری دغه احمق پښتانه یی د خالی جمهوری ریاست په نوم تیرویستلی چه پښتانه ورباندی وویشی د نور ټول حکومت واک د شمالی تلوالی په لاس کی دی که نه دا خبره له فاروق وردګ او کرزی څخه پوښتنه وکړه او دا زده کړی که شمالی تلوالی له جنوبی زیاتی تر لاسه کړی دی هغه هم د شیطانی دیموکراسی زده کړی دی په درد یی هم نه خوری یوه ناولتیا ده که پښتنو هغه دموکراسی بیغرته او استعماری ایزمی روحیه تر لاسه کړی وی پشتنو به هم د شمالی ټلوالی په شان جهاد ته شا اړولی وی مونږ له شیطانی زده کړو الله ج او دهغه رسول ته پناه وړو . زه دا خبره هم کوم چه ستاسی غلام پشتانه خو هغه دالر هم غلاکړل چه د پشتنو په سیمو کی د پشتنو د زده کړی د پاره ټولی غلا کړی او طالبان یی بهانه نیولی ده

دا چه جنګ د پشتنو په سیمو کی دی همدغه پشتانه ایزمیان د خپلو بادارانو په دستور د طالبانو د بدنامولو د پاره د پشتنو سیمو ښوونځی سوځوی او یا ورکی د اربکانو پوستی جوړوی او لا پکی د اسلامیت او افغانیت ضد د عیسویت او یهودیت تدریس کیږی او دا هم چه زمونږ هیواد اشغال او په مونږ فاسده ، بی غیرته ، بی کفایته او غلامه اداره تپل شوی ټول ارمان یی د ډالرو راټول دی مهمه نه ده که په دی کار کی یی ناموس او ځانونه هم خرڅوی . دی وخت کی د دی په ځای چه د اشغال او غلامی اداری د فساد په ضد مو فکر کړی وی د زده کړو په هکله درته دستور درکړی شوی چه په خوږه لهجه د طالبانو نوم بدنام کړی ؟

نهم : دی وایی چه ( چي د احمدشاه بابا او ميرويس خان نيکه لمسيان دي د بچي سقاو او يا هم مغولو په کورو کي مزدوران وي )

کشکی تاسی د هغو لمسی جوړ شی زمونږ اصلی ستونزه همدا ده د هغو وخت کی مونږ خپلواکی وو د اشغلګرو تانکونه مو په لیارو کوڅو کی نه ګرځیدل او نه یی زمونږ د مقرری او برطرفی صلاحیت درلود ( کوم چه کرزی به ورته مصلحت ویلو د احمد شاه او میرویس د هماغه میړنو او مجاهدینو په هیواد کی ستاسی د غیرتی او نیکتایی پوشو بچیانو له لاسه یوه په ځای د ۵۰ اشغلګرو ټانکونه او الوتکی چکری وهی ، ستا ورونه او خویندی وژنی تاسی ورله ژباړنه کوی ستاسی په مخ ستاسی خویندی بی عزته کیږی بیا هم تاسی د میرویس او احمدشاه لمسی یاست هغوی په دی خبره قبرونو کی مه ژړوی که په دی کار کی ستاسی ونډه ورسره نه وی په هغه خپلو خویندو چه بی عزته کیږی هم کله کومه اوښکه توی کړه ؟ که دا وژنی او بی عزتی تاسی ته د زده کړو پر تله کومه لویه خبره نه ده ؟، ستا سی له ښکلی دریشی او صلیبی نیکتایی معلومیږی چه تاسی د احمدشاه او میرویس نیکه لمسی نه یاست د دی غلامی اداری د کوم لوی وزیر یا جنرال زامن یا لمسی او ددی لیکنی دستور درته د همدی غلامی اداری ماما یا کاکا وزیر له خوا درکړ شوی او یا هغوی ستاسی په نامه دا لیکنه نشر کړی او خپره کړی لا کیدی شی تاسی خبر هم نه یاست او یا به یی د لوستلو وړتیا نه لری لسم : مرهون لیکی (موږ همېشه ستا ملا تړلې ده )

د روسانو او امریکایانو ملاتړنی او د غلامی اداری سره ملاتړ کیدلو ته د مجاهدینو ملاتړل وایی ، او د بدنامولو د پاره یی هڅی لری په دی یی تورنوی چه هغوی د ښوونځیو مخه نیولی که یی نیولی وی نوتاسی څرنګه زده کړی ترسره کړی او که زده کړی نیکتایی اچولو ته ویلی شی ؟

یوولسم : دی وایی ( ستا مبارزه خپله مبارزه ده زموږ مبارزه خپله )

د هغوی او ستاسی مبارزه سره توپیر لری دا ستاسی یوآځنی خبره ده چه زه ورسره توافق لرم چه ستاسی او د مجاهدین مبارزه سره بدله ده ستاسی هلی ځلی د دجالی نظام ( دموکراسی ) د پاره او د هغو هلی ځلی د الهی نظام د پاره دی کشکی دا مو اول لیکلی وی ، هو ستاسی او د هغو لیاری سره بیلی بیلی دی ، امریکایانو، روسانو او انګریزانو د هغو په هیواد یرغل کړی هیواد یی ورله اشغال کړی ورونه اوخویندی ورله وژنی او بی عزتی کوی یی لکه ستاسی په شان ځینی ورونه یی ورله په نشه یی توکو او ایزمی ناولتیاو ناولی کړی ، بی ځانه کړی ، دهغو لیار همدا چه له خپلی خاوری ، خلکو او خپلواکی دفاع وکړی او ستاسی لیار همدا چه په غلامه اداره کی ډالری تر لاسه ، نیکتآیی وتړی ډالری زیاتی په دیموکراسی ستایل ځان برابر کړی .

یوه هیله درڅخه لرم ملګرو ته دی هم زما پیغام ورسوه چه له دی وروسته ځانونو ته د احمدشاه او میرویس لمسی مه وایاست چه دا کار احمدشاه او میرویس نیکه اونورو مجاهدو مشرانو ته ته توهین دی دا مه کوی بس د غلامی لیاره مو تعقیب ډالری وګتی بچی مو اروپا او امریکا ته بوځی لوړی زده کړی پری وکړی دلته یی طالبان زده کړو ته نه پریږدی هلته به لوړی زده کړی تر لاسه کړی او تر څو به د دموکراسی په مخکی وړلو کی تر تاسی هم مخکی والی ولری او تل د پاره به زمونږ ګران هیواد د انګرایزانو مستعمره وساتی او نیکتایی به یی تر پښو ورسیږی .

دولسم : مرهون لیکی (خپل که دي مړ کي لمر ته دي نه غورځوي نو د دې هيواد پر راتلونکي نسل رحم وکړى او موږ پرېږدى چي دوى و روزو او د سبا لپاره يې د دې هيواد په هر ډګر کي د مبارزي لپاره وړاندي کړو )

د مرهون په اسلام کی یواځی د ( حب الوطن من الایمان ) عربانو هسی کوم متل زده کړی ولی په پشتو کی یی زیات متلونه زده دی ، لکه همدا چه خپل دی مړ کړی په لمر به دی نه غورځوی ، زه بیا وایم چه تر مرګ لمر اسان دی او بیا له مرګه وروسته د مړی لمړی او سیوری ته غورزونه د مړو نه د ژوندو ارزونه ده ، په هغه مورد کی چه تا متل ویل شوی مرهون یی په دی کی کاروی چه د پاکستان د غلامی اداری له مرګه د افغان د غلامی اداری په لاس وژل درته ښه دی کیدی شی سیوری کی دی جنازه وکړی ولی هغه چه پښتنو به په مړینه د خپلو سیالو دشمنانو پت او عزت ساتلو هغه د دی غلامی اداری په شان بی غیرته پشتانه نه وو چه په شهیدانو یی وحشی کفارو متیازی وکړی د همدی غلامی اداری اربکان ، پولیس او عسکر د هماغه اشغلګرو د پاره یی د پیکپونو پسی اچولی وی چه دا کار به کافر له کافر سره ونه کړی نو مونږ په غلامه اداره کی د مرهون د متل څو ځلی خلاف ولیدل او دا چه په زندانونو کی د مجاهدینو سره څه غیر انسانی سلوک نه کیږی خلک د امریکایانو شکنجو ته سلامی کوی .

د حیرانتیا خبره یی دا چه وایی ، ( مونږ ازاد پریږدی او په راتلونکی نسل رحم وکړی ) لکه څوک چه خپل پلار او مور ته وایی مونږ ازاد پریږده چه ډمان ، غله او د نورو په غلامی کی ، د هر ډول وحشت ، عیاشیو ، فحاشیو او فسادونو او نشه توکو سره روږد پاتی شو ، بیا یی دا ناوړه خبره چه په مونږ رحم وکړی ، الله ج مو اصلاح او یا له خپلو بادارانو سره تباه کړه چه زمونږ ماشومان مو یتیمان بی پلاره او بی موره کړه الله ج مو ماشومان زمونږ د ماشومانو به شان یتیمان او بی اسره کړه تاسی په مونږ کله رحم وکړو او تاسی د رحم کولو د پاره څه پریښودل چه رحم درباندی وشی ستاسی روزنه به د نورو د پاره د غلامی او نورو بد و کړنو روزنه شی او د نورو د ناروغیو امل ګرځی هغوی وایی چه تاسی که له بدو کړنو او غلامیو توبه ونه باسی له بدنه مو لیری کوی زما توصیه داده چه د بادارانو سره مو د هغوهیوادونو ته ولاړ شی مادی اړخ به مو لا پیاوړی شی او ستاسی د عیاشیو د پاره هلته هر ډول اسانتیاوی او زمینی برابری دی زمونږ مظلوم اومحاهد اولس ستاسی دغه د روزلو وړاندیز ته مثبت ځواب نه لری اول ستاسی روزنی ته جدی اړه ده . تاسی د معنوی مرګ د ناروغی په اخری شیبو کی یاست نورو ته به د څه روزنه ورکړی ؟

یو ځل مو روسان راوستل مجاهدینو ته به مو د پاکستان او نورو جاسوسان ویل ، د هغه وخت د زخمونو وینی مو لا ودریدلی نه وی چه د نړی ۵۰ سپو ته مو واچولو او تاسی یی په مخه کی اتڼونه کول غوشی مو هغوی او هډوکی مو تاسو وشپیلول او بیا هم تاسی ته افغانان او پشتانه ووایو ځکه چه په پشتو خبری کوی؟ او یا د پشتو څخه راته قران او له پشتنوالی راته اسلام جوړوی؟ د دموکراسی شیطانی دین په منلو مو مجبوروی ؟ د دی ټولو سره سره بیا هم په تاسی باور وکړو ؟ مګر هغه چه تاسی له اشغلګرو وتلو مخکی د زړه له اخلاصه توبه وباسی او د توبی ویستلو وروسته د تیرو ټولو جنایاتو او وحشتونو جبران وکړی کیدی شی مجاهدین درته بخښنه وکړی د افغانیت او اسلامیت هویت به بیا له سره درکړی شی ، زما دا خبره ټولی غلامی اداری ته متوجه ده مګر هغه چه د منلو او بخښلو وړتیا یی له لاسه نه وی ورکړی . مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
44 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
maiwand

nor zan ma sharmaye, taso tol da pakistan gholaman yaste , lag da Allah sakha wawireghy aw da pakistan gholame predy, akher marg dy bya ba Allah ta sa zawab warkawy, staso website mi khuakhigy magar heskala pry etebar na kawam zaka seraf da talibano sefat kawy aw da haq sakha stargy patawy, Da khuday pa khater lag eslah shy , zendabad Afghanistan aw zwandy di wi Islam aw marg ma afghan doshmano bandy, marg da pakistan pa gholamano talibano bandy نور ځان مه شرموئ، تاسو ټول د پاکستان غلام یاستئ، لږ د الله څخه وویریږئ او د پاکستان غلامي… نور لوستل »

محمود مرهون

ځوانه سلام مي و منه ! ستا له هر اړخيزي شنني څخه مننه شننه دي کړي خو نيم کله ما هيچري نه دي ويلي چي حب الوطن من الايمان يا حديث شريف دى يا ايات او بل تاسو ويلي دي چي او بل تاسو دا ټکى ليدلى دى چي ما دولت،ملامحمد عمر او د دولت نور مخاليفين يادکړي مګر دا دي نه دي ليدلي دي چي اميرالمومنين مي ليکلى دى چي تر دولت او افغانستان لويه کلمه ده او بل دي ستا دي پام وي چي دولت ،مخالفين او طالبان صرف د نامه په خاطر ما کارولي دي په روا… نور لوستل »

عبد العلي

السلام علیکم، مرهون صاحب که د رښتیا درته وایم ستاسو لیکنې بې حده زیاته یو طرفه او د حقیقت څخه لیره وه، اول دا سوال در څخه کوم چي د اسلامي امارت دا دومره اعلاميې چي د عصري زده کړو په تائید کي نشر سوي دي ته څنګه نه يې په خبر؟!! کرزی دومره خوشحاله وو چي دوهم ځل يې ددې خبري تکرار غوښتی! که ته خبر یې نو بیا دي دا شیطاني لیکنه ولي کول؟ که نه وې خبر ټوله انټرنیټ نړۍ په خبره ده او ته نه یې په خبر؟! دوهم تا پرون د یوه ملګري لینکونه ولي… نور لوستل »

سنګین

میونده، په باندی خو دی لیکنی سم اور بل کړئ، د افغان ځلمی منطقی لیکنی لپاره دی کوم منطقی ځواب نه درلود چی په سپکو سپورو دی بنا وکړه. د امریکایی ونی سیوري ته ناسته آشنا دا سیورۍ به انشاالله چی ډیر دوام ونه کړي. پخوا به مو هورا هورا ناری وهلی اوس چی بادار مو بدل شوئ په زنده باد او مرده باد شعارونو مو ملت د لویو لویو بدبختیو سره مخ کړئ.

غوربندي

ټولو ته سلامونه او احترام د مرهون صیب سره جبهه ګیري زما د تایید وړ نه ده دومره نباید حساس واوسو که زه د ځوان زلمي صیب پر ځای وای نو د مرهون صیب په لیکنه به مې اوږده مثبته وضاحتي لیکنه کړی وه او هغه ځایونه یا ټکي چی په لیکنه کی د شک یا تردید وړ دي په خپل اند و مثبت لوري ته توضیح کړي وو او علاوتا به می د لاسپوڅو څیری له می هم پکی بربنډی کړی وای. که چیرته د مرهون صیب لیکنه د دوی د ادعا له مخی په سپیڅلي نیت بنا وای… نور لوستل »

افغاان ځلمی

غوربندی صاحب سلامونه می ومنه : و ګرانه وروره ، د مرهون په هکله مونږ ستاسی وړاندیز ته ( چه فکر کوی هغه به د غلامی اداری سره ملتیا نه لری او هغه لیکنه یی د نیک نظر له مخی لیکلی وه ) درناوی لرم ، ولی توافق ورسره ډیره نه لرم ، او باور لرم که تاسی یی یو ځل بیا په غور وګوری تاسی به هم راسره ملتیا ولری . هو ، دا چه په اوسنیو شرایطو کی ستونزمنه ده چه د یوی لیکنی په سر که هغه منفی او یا مثبته وی مونږ دا فیصله وکړی شو… نور لوستل »

افغان ځلمی

غوربندی صاحب ، احترامات او سلامونه می ومنی : زما لیکنی او یا زما تبصری اصلاحی اړخ لری ، خو د هغو د پاره چه نیت یی تخریب وی تخریبی اړخ به هم ولری خو یواځی دهغو د پاره چه تخریب کوی د څه مادی لاسته راوړونو د پاره د خالق او مخلوق دشمن وی . د داسی خلکو سره مجادله خو زه ثواب ګڼم . د مرهون ، د څو مخی لیکنی تجزیه او څیړنه کی تاسی هم وکړوی مونږ به د ملامتی په ځای سلامتو کی وشمیری . زه نه وایم چه مرهون یواځنی کس دی چه د… نور لوستل »

ابو عبد البصیر

زلمی افغان صاحب اول سلامونه ومنه . الله د تا په خپل امان کی وساتی ستا پر ذهن ستا پر خوله او ستا پر افغانی غیرت د برکت شی او خدای ج د په وطن کی سوچه اسلامی نظام قایم کری . چه دی ددی اسلام ستایله مسلمانانو پکی هیچ خبره د منلو او اوریدلو ور نه وی .

محمود مرهون

ځلمى صاب محترم ته ولاړ سه زما پروفايل و ګوره چي در معلوم سي چي ما په ادارې او د هغو په غلاو او په غلامۍ پسي څونه ليکني کړي دي ته يو طرفه قضاوت کوي ما په دې څورلس کاله کي همېشه د غلامانو او پردي پالو رازونه افشا کړي دي او افشا کوم يي مهرباني وکړه زما د فيسبوک پروفايل و ګوره يو څو نمونې يې دلته درته ږدم چي تاته معلومه سي( August 8 · Edited #چي نه مرې لا بې واورې!!!!!!! دا خبر ډير حيران كړم ولسمشر كرزي د انتخاباتو د پايلي او د ولس د… نور لوستل »

kadir mohmand

آفرین افغان زلمی تحلیل بسیار عالی در مقابل این نظام فاسد و غلام بجه های صلیبی قاتلین ناقضین حقوق بشر جنایتکاران قاچاقبران مواد مخدره دزدان که سینه های دختران کابلی را بریده اند به سر هموطنان ما میخ با چکش زده اند کابل بانک را دزدی نموده اند جاسوس استخبارات کشور های خارجی هستند که باید کرزی ٬ اشرف غنی ٬ دبل عبدالله و غیره خائنین مجکمه و اعدام شوند و یا در مقابل شان جهاد صورت بگیرد و جهاد که یکی از احکام شرعی است که الله سبحانه و تعالی انجام آن را بالای امت اسلامی فرض ساخته است.… نور لوستل »

افغان ځلمی

مرهون صاحب ، سلامونه می ومنی : ډيره مننه چه تاسی د غلامی اداری او یا د هغو په تاکنو پاندی نیوکی کړی ، د دغه اداری په فساد او غلامی خو هم دغه اداره او هم یی پاداران ، نړیوال او هیواد وال قانع دی ، چه په فساد ، هر ډول بی نظمیو او او کچرویو کی د نړی ځانګړی اداره ده . که یی څوک یادونه کوی دومره مهمه نه ده چه مونږ یی لمانځنه وکړی ځکه د عمومیت هر څوک یادونه کوی مهمه دا ده چه څوک یی په هکله ښه لیکی او یا نه لیکی… نور لوستل »

غوربندي

ټولو ته سلامونه او احترامات

زما له نظره په لیکنه کی مقدمه یا سریزه د ډیر اهمیت حایز ده

هغه چی لیکي “تر مقدمې تېرېژم” او اصل خبره کوم دوه حالتونو څخه خالي نه دي

اول: د مقدمې په اهمیت/ضرورت به نه پوهیژي
دوهم: مشهور لیکوال به یی او اندلوری به یی ټولو ته واضح یی

مقدمه کی ټول هغه ټکي واضح/تعریف کیژي چی په نه وضاحت ییی لوستونکي د شک او تردید سره مخ کیژي

شهید شهید

عوربندی صاحب سلامونه درته وړاندی کوم :
ستا د اخری تبصری مطلب باندی خو مونږ پوه نه شو ، او که خیال او خوب کی دی څه لیکلی دی ههههه

maiwand

[one_sixth]یواځې په پښتو/دري ژبو تبصرې خپروو، له نورو معذرت غواړو. اداره[/one_sixth]

غوربندي

شهید شهید صیب
تاسو ته سلامونه او احترام

وروستی تبصره می خوب نه بلکه خیال ده

تر ډیره بریده د مرهون صیب د توجه وړ ده

عبدالله عاصم

مرهون ورور خو نن د نامحرمه ښځي عکس هم نشر کړی وو، ۹ کاله مدرسه، عالمان نیکه ګان او دغسي لیکني، دغسي شکل او دغسي د نامحرمه ښځو عکسونه نشرول، عجیبه ده!!

سنګین

که غواړئ چی شخصیت یی وپیژنئ نو فیسبوک یی سم مطالعه کړئ. ډیر وخت مه پری ضایع کوئ. چی یاسین هم ورته ختم کړئ د خپل خره نه به راکښته نشي. دا د دیموکراسۍ تولید دئ.

الف خان

قدرمنو ورونو سلام عليکم، زه غواړم د يادو زياتو موضوعاتو څخه علاوه پر يوه بله موضوع خبره وکړم. هغه دا چي ايا طالبان د ښوونځي او پوهنتون په حق کي او که د هغه مخالف دي؟ حق ويل ښه کار دی او بايد چي حق وويل سي. ما پخپله په طالبانو کي دواړه قسم خلک ليدلي دي، داسي کسان چي مطلق د ښوونځي او پوهنتون او عصري علومو څخه کرکه کوي او هغه د اسلام او مسلمان دُښمن ګڼي. داسي طالبان هم سته چي هغه وايي چي نه د اسلام د پرمختګ او د مسلمانانو د پرمختګ لپاره په علم… نور لوستل »

Afghan

تاسو ته خو (حب الپنجاب من الإيمان) دئ

كه تاسو ته جان كري ژيره پريژدي او پنجاپي شلو أر كميس درته واغوندي مسلمان يي بولى
خو كه يوه مسلمان دريشي واغوستل كافر شي. آفرين ستاسو پر منطق شه.

ahmad

الف خان ورور ته: ګرانه وروره دا مشکل د مجاهدینو ترمنځ قطعاً نسته اصلاً خو د مرکز خبره اعتبار لري د اسلامي امارت لخوا دا لایحه او قانون صادر سوی دی چي مکتب او پوهنتون به نه سوځل کیږي نور معلومات د عبدالعلي ورور په تبصره کي وګوره.

abdullah

afghan ورور ته وایم چي هر تور چي ته لګوې درې ګوتي ستا خوا ته دریږي یعني تا بیا د کفر خصوصاً د امریکا د غلامۍ طوق دي غاړي ته اچولی دی او د پنچاب خبره کوې؟! پنچاب وګوره دومره غیرت وګوره چي د کفر پر خلاف به ځان او مال قربانوي نو بیا اصلي مجاهدین چیري دي؟ ته د هغو نوم را واخله؟! اوسني اکثره حکومتونه چي پر اسلامي ملکو مسلط دي د همدغه امریکا غلامان دي که پاکستان دی که د افغانستان حکومت دی او که نور دي، نو ته چي کوم تور او تهمت وايي دا تور… نور لوستل »

شهید شهید

د ځینو ورونو د خبرو پوری هغه د پاکستان پشتو ډرامه راپه یاده شی د یوه کم عقل په هکله یی یوه ته ویل ( یا الله افرین شه په تاباددی چه دغسی کساتو ته هم ته ډودی ورکوی ) زه هم دغه ځینو کستانو ته حیرا ن پاتی شم بس دا یی زده دی چه یو څه ولیکی مهمه نه ده چه دی هغه لیکنه ولولی ، یا د حالاتو څیړنه وکړی بس دا چه کاکا یا ماما یی نوی وزیر دی او یا یی ده ته کوم دنده سپارلی بس وایی ( ماته خان صاحب دله ویلی )… نور لوستل »

Afghan

Abdullah ته وا يي چي زه د امريكا غلام يم. دا بهتان دئ وروره د بهتان ويلو جزا دي الله تعالى تاته دركرى. كه به زه د كفارو غلام يم ما دي خداي و وهي او كه به ته پر يوه مسلمان ورور ناحقه تهمت تري خداي ج دي تا بي ايمانه تر دي دنيا تير كري. سمه ده؟ حق جهاد خو فرض ده. كه حًوك مسلمان وي إنكار نسي تري كولاي، خو كونه له باروتو دكول، د ميرمنو كالي اغوستل او بيگناه مسلمانان وژل. يوازي د پنجابيانو د غلامان جهاد دي. په تول إسلامي تاريخ كي يي مثال نسته.… نور لوستل »

شکيب

زړه مي و خولى ته راغلى ځکه هر څه ښکاره کوم مرهون صيب بېچاره ناروغ دئ د مرهون کورنى جوړښت که تاسو وګورئ هميشه غلامه او د پردي پالو خدمتګاره اوسېدلې ده دا به و هغه چاته ښه مالومه وي چى په قندهار کى اوسدلى وى د شورويانو په وخت کى هم حکومت خوړئ هم مجاهدين په مجاهدينو يا توپکيانو کى يى د بارکزو په نوم د ګل اغا شيرزى سره په چور او تالان کى ښکيل وه په طاليبانو کى يى هم طالبان خوړل هم امريکايي استخبارات کله چى د طالبانو نظام د منځه تلى نو همدى کورنۍ يى… نور لوستل »

غوربندي

افغان صيب

تاسو ته سلامونه او احترام

دا چې تاسو سپیڅلي قهرمان فدایان په بد نوم یادوی همدا غلامي مو بس ده کنه

که بیا هم وایی چې غلام نه یم خو فدایان په بده خوله یادوې نو همدا منافقت مو بس ده کنه

که بیا هم وایی چی منافق هم نه یم نو همدا جهالت مو بس ده کنه

او که وایی چی جاهل هم نه یم نو زما سلام او احترام یو ځل بیا هم قبول زحمت وفرمایی

اغاجان افغان

شخصيت وژنه مه کوئ
مرهون بيچاره انسان دى استاذ دى لايق او په تمامه معنى خدمتگاره شخصيت دى

Afghan

غوربندي صاحب
وعليكم السلام. الله ج دي صحت او يو څه غيرت دركرى.
پوشتنه لرم گله! دا ته خپله ولي فدايي نه كوي؟ ولي خپل په زوي او كشر ورور فدائي نه كوي؟ تا خپل د زره توته دي خر مرگو نه ده در وژلى خبري اسانه.
ته د بل زوي و ځان وژني ته هڅوي او خپله كمپيوتر ته ناست يي. منافق نو تور وي كه سپين.
زموژ گران پيغمبر ص دغسي كول؟

غوربندي

افغان صيب تاسو ته يو ځل بیا سلام او احترام زه ځکه فدایي نه کوم چې تر اوسه یې الله جل جلاله توفیق نه ده راکړی یا په بل عبارت ایمان مې ضعیف ده خو دومره هم بی ایمانه نه یم چې په نه کولو یې خدانخواسته بد یاد کړم. زمونږ د اکثرو افغانانو موقف استدلال او تحلیل ته که ځیر شو نو مسکینان یوازی او یوازی خپل هغه موقف توجیه کوي چی پکی قرار لري همدی ته زه نفاق او بی ایماني وایم. که مونږ او تاسی غواړو فدایانو ته ژوند وبښو نو لاره یی داده چې لومړی خپله… نور لوستل »

Afghan

غوربندي وروره وعليكم السلام زما پوشتنه دي نيمه نه ده حًواب كري. إيمانا و وايه چي په دي به خوش شي چي خپل زوي او ورور دي اي اس اي در وغولوي او خودكش وكري او نور بي گنا مسلمانان چي هغوي هم كلمه وايي او لمونحً كوي (د ملي اردو حًوانان) او ملكي كسان شهيدان كري او ميندي او خويندي د غم پر تغر كينوي؟ زما إيمان الحمدلله تر اوسپني هم ټينگ دي. خداي دي ستا ايمان در قوي كري. خپل وايي چي ايمان دي ضعيف دي. د ضعيف ايمان معنا دا ده چي پر الله ج رسول ص… نور لوستل »

افغان ځلمی

مسلمانانو افغانانو ورونو السلام علیکم زه له مسلمانانو ورونو مننه کوم چه زما د مرهون په لیکونو یی غبرګون ښودلی ، دا منم چه نظر ورکونکی به څه زما سره په تایید ، ځه مخالف او څه به یوه برخه خوښوی او بله به نه خوښوی . دا د لوستونکو حق دی چه خبل نظر د خپلو معلوماتونو له مخی رد یا تایید کړی . همدی ته مفاهمه وایی ، دوی زمونږ نظریات لوستلی او مونږ اوس د دوی نظریات لولو ، څیړنه او ارزونه پری کوو ، قضاوت کوو کومی چه یی معقوله او د منلو وړ وی هغه… نور لوستل »

Afghan

ځلمى (افغان؟) صاحب
ماته خو ته خپله د كفارو غلام ايسي، په خوله قال الله قال رسول وايي. خو جيب دي د ډالرو او روپيو در ډك سوى دئ. الله ج موپه خپل زرو رسوا او تباه كره. د اسلام دشمن يي د كفر اجينت د اسلام د ځپلو او بدنامولو لپاره په دير هنر او مكر كار كوي خالق دي وشرموه منافقه.

سنګین

نن ټکۍ آسیا تاسی لکه چی بی کنټروله تبصري خپروئ. دا د Afghan په نوم تبصره کوونکئ چی سیاسی اخلاق یی صفر دی، سمی کنځلی او بی شرمه تبصری کړي. هیله ده چی تبصری یی لیری کړئ. اول دی ادب زده کړي بیا دی تبصزه کوي.

شهید شهید

مسلمانانو ورونو سلامونه می ومنی : سنګین صاحب ډیره مننه چه تاسی له حقابقو دفاع کوی الله ج دی اجرونه درکړی مګر ماته د دوی کنځل ، ښیری او توهین اهمیت نه لری ، او برخلاف دوی خپل وزن په خپله کموی ، لوستونکی تول ترازو او قضاوت کوی ، ورته معلومیږی چه څوک قلابی او څوک انقلابی دی ، څوک مخلص او مجاهد او څوک ناپوهان او د پردو غلامان دی ، حتی دغه کسان چه دا ګډی وډی لیکی دوی هم پوهیږی څه وکړی د دوی ژوند په همدی دون همتی کی تیرشوی مسلکی پوهه نه لری چه… نور لوستل »

Afghan

لوستونكي خپله ښه قضاوت كولاسي بالكل زما ولس كه هر څوك ځوروي قادر رب ج دي د خنزير مرگ وركري دا كه امريكايان وي او كه پنجاپيان مونژ ته يو شان دي. تاسو په ځان خبر نه ياست رسى مو د پنجاب په لاس كي ده. زه شكر نه د امريكا غلام يم او نه ستاسو په شان د دال خورا نو. صرف ديوه ذات غلام او بنده يم. چي نوم يي الله دئ او بس. تاسي خو چي كله يو نر افغان سرباز ونيسى بيا منتظره ياست چي د بادار (پنجاب ) زنگ درته راشي. وروسته د هغه وژل… نور لوستل »

افغان ځلمی

دا ښڅینه اوتی بوتی چه وایی ، زه ورسره د خبرو د اوږدولو دلچسپی نه لرم ، که تاسی غلامان نه یاست او له جهالته کار نه اخلی په اصلی موضع باندی چه هغه زما لیکنه ده بحث او نیوکی وکړی ، چه اول ستاسی له نیوکی ستاسی استعدادی کچه مشخصه شی او بیا چه مونږ ستاسی نیوکو ته ځواب ولیکو د یو خپلواک افغان په حیثیت ځواب ولیکی بیا به زما او ستا د خبرو قوت دوستی او دشمنی درته معلومه شی ، هو یوه خبره که د اشغلګرو معاش خور ییی زیار مه باسه د هغوی مغزونه استعمار… نور لوستل »

Afghan

ځلمى افغان (پنجابى)
وروره خلگ ړانده نه دي شكر. نور ستا غوندي پنجاب او امريكا پر غلامانو غوگ نه ژدي.

Afghan

ځلمى افغان (پنجابى)
وروره خلگ ړانده نه دي شكر. نور ستا غوندي پنجاب او امريكا پر غلامانو غوگ نه ژدي.

زه هيحً ارتيا نه لرم چي ستا سره وخت ضائع كرم. يا ستا پر نامعقوله لس متره ببولالو خبري وكرم.

شهید شهید

افغان جانه ، د هری ونی کیفیت د هغه ونی د میوی له رنګه او خونده معلومیدلی شی افغان ځلمی تاسی سره څومره ښه علمی بحث کوی هغه درته وایی چه په اصل موضع او د افغانستان په ستونزو بحث وکړه ، نو ته چه هغه ته بنجابی ووایی نو هغه به تاته د روسی او انګریز خطاب کوی نو دا خو شځینه جنګ شو سیاست پوهان کله هم داسی ګډی وډی نه لیکی مګر هغه چه زده کړه نه لری او یا د بادارانو له خوا ورته د یو څو خبرو ( لکه پنجاب ، ای اس ای او… نور لوستل »

غوربندي

افغان صيب تاسو ته سلام او احترام ما خپل تیر تعلیق کی ستاسو د غلامی+منافقت+جهالت احتمالات یاد کړي وو له تاسو چی نوری خبرې راتویې شوې، په تیره بیا د (ملي اردو ځوانانو) په باره کی چی ستاسو په اند کلمه وایي لمونځ کوي نو ټول عالم ته مو خپل جهالت په ثبوت ورساوه زه به یو دوه خبری درته وښایم: اول کفر: کفر ماتیدونکي (نواقض) نلري کافر چی ځونه بد یا ښه کارونه وکړي له کفره نه پرې وزي دوهم اسلام: اسلام ماتیدونکي (نواقض) لري مسلمان چې له کفارو سره د مسلمانانو د یو ټولي پر ضد وسله واخلي… نور لوستل »

شهید شهید

غوربندی صاحب احترامات می ومنی : دغه اوسنی دجالانو د انترنت د تکنالوجی او کمپوترو په واسطه داسی شرایط اماده کړل چه له مجرمینو یی قاضیان او له جاهلانو یی استادان جوړ کړل ، مونږ او تاسی په دی باور لرو چه میدیا د دجالانو او د دجالااو په واک کی ده ، مونږ په دی څو کسانو کی چه اوسنی مجلس کی ګډون لری یوآخی د افغان په نوم د دجالانو له خوا استخدام شوی دی ، نو که دا یو کس ( افغان ) هم زمونږ سره تشریف ونه لری بیا خو به دا ادعا ناسمه وی ،… نور لوستل »

abdul kabir

طالبانو هيچري هم ښونځيوته ستونزه نده جوړه کړی! د بی بي سي مرکه واوره:
https://www.facebook.com/photo.php?v=775884859089639

abdul kabir

د عبدالعلي ورور دغه لینکونه وګوری: لینکونه په لاندي ډول دي چي د امارت لخوا د مکتبونو تائید او د غلام حکومت خیانت پکښي څرګند سوی دی:
http://www.tolafghan.com/posts/25108
http://www.toorabora.net/2012/05/31/2013-12-28-02-22-01/
http://www.nunn.asia/6037
نور: http://shahamat.info/index.php/articles/9456-2011-03-25-13-10-34
http://shahamat.info/index.php/articles/42387

غوربندي

د اشغالګرانو په لمن کې لویدلو پخوانیو مجاهدینو څخه پوښتنه کوم چې: د روسانو د اشغال په مهال او د هغوی له وتلو وروسته د کمونست خاین او قاتل نجیب ګاو د مزدوری اداری تر سقوط پوری د کابل معارف وزارت په چوکاټ کې حد اقل یو ښوونځي د ټول افغانستان په هغو سیمو کې چې مجاهدینو پرې کنټرول لاره موجود وه او یا یی د فعالیت اجازه درلوده؟ ټول مو ونه سوځول؟ ړنګ مو نکړل؟ نن که چیرته ښوونځي سوځي نو ستاسو اربکي لاسونه او تیری تجربی پکی شاملی دي او پدی سره د طالبانو د بدنامی ناکامه هځه… نور لوستل »

افغان ځلمی

مسلمانو افغانانو ورونو دمینی او محبت ګرمی ولولی او هیلی می ومنی : څومره به ښه وایی چه مونږ قضاوت او څیړنی په منطقی عقلی او نقلی استدلال کولی ، زه به تاسی ته د دی تیرو څلورو یا پینځو لسیزو تاریخ په مخ کی واچوم ، او دا لسیزی به درته د مخکی لسیزو سره په مقایسه کړم چه لس لسیزی یا یوه پیړی تری حو ړیږی چه زمونږ هیواد او زمونږ مظلوم اولس د انګریزانو او روسانو د مستقیم استعمار لاندی د ډیرو سختو ، شکنجو ، بی عزتیو او وژنو سره شپی ورځی تیروی ، ځینی خلک… نور لوستل »

Back to top button
44
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x