نړۍ

دمکسیکو هیواد په جنوب کی یو ډلیز قبر موندل شویدي

mexicoنن ټکی اسیا: تیره ورځ د میکسیکو پولیسو د میکسیکو هیواد سویل ته دګیریرو په ښار کی یو ډلئیز قبرموندلی دي.

ویل کیږی چی له قبره څخه یی تراوسه پوری ۱۷ مړی را ایستلي دي .

 

خبرونه وایی چی دمیکسیکو په دغه سیمه کی چیری چی ډلیز قبر موندل شویدي زیاتره په نشی توکو پوري اړونده پیښی رامنځ ته کیږی

تراوسه پوري لا پولیس دن ورو مړو د را ایستلو په لټه کیدی .

تیرکال هم په مکسیکو کی دری ډلیيز قبرونه موندل شوی وه، اوټول قبرونه له هغو مړو څخه ډک وه چاچی له نشه یی توکو سره تړاو درلود 
له ۲۰۰۶ کال څخه بیا تراوسه پوری په میکسیکو کي څه دپاسه ۳۱۰۰۰ کسان دنشه یی توکو اړونده پیښوکی وژل شویدی.
کومی سیمی چی دمیکسیکو او امریکی هیواد وپولو اودلارو ته څیرمه پرتي دي، ددارنګه ډلئیزوقبرونو موندل یوه اشنا خبره ګرځیدله، ځکه چی دنشه یی توکو په کاروبار کی دراښکیلو ډلو ترمنځ همیشه دسیمو اولارو دنیولو په اړوند نښتي رامنځ ته کیږی.
په میکسیکو کی له نشه یی توکو سره تړلی پیښو هغه وخت زور واخیست، کله چی ۲۰۰۶ کال کی دمیکسیکو لومړی وزیر په سیمه کی دپولسو دځای پرځای کولو امر وکړ.
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x