افغانستان

نن ماسپښین به د رایو د باطلېدو لړۍ پیل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳مه، ۱۳۹۳ل): ټاکل شوې ده چې نن ماسپښین به د تفتیش شویو رایو د باطلېدو لړۍ پیل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي چې دوی تر اوسه پورې اویاسلنه رايې بیا څېړلې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور وايي چې که چېرته د نوماندانو له لوري کومه ستونزه جوړه نشي نو دوی به د رایو د باطلېدو پایلې وخت پر وخت له خلکو سره شریکوي. د نوموړي په خبره که ستونزه نه وي ممکن په یوه اوونۍ کې دا بهیر بشپړ شي.

د ټاکنو د دویم پړاو د رایو د بیا څېړنې پیل  د سلګونو بهرنیو او کورنیو څارونکو تر څارنې لاندې د چنګاښ پر شپږویشتمه پیل شوه. چې لاهم روانه ده.

ویل کېږي چې د رایو د ۲۲۸۲۸صندوقونو نه شپږ زره يې ځانګړي هغه دي چې باید ځانګړې څېړنه يې وشي.

ولسمشر حامد کرزي هم په ټینګار ويلي دي چې د روانې لمریزې میاشتې پر یوولسمه باید نوی ولسمشر لوړه وکړي.

امریکا هم په وار-واره ټینګار کړی چې باید د ناټو په راتلونکې سرمشریزه ناسته کې باید نوی افغان ولسمشر ګډون وکړي.

یاده دې وي تراوسه پورې د ۱۵۸۴۹صندوقونو رایې بیا څېړنه شوې ده چې د ټولو رایو اویاسلنه کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x