
نظم ـ استاد فضل ولي ناګار
ما اذان انځور په شور و شرنګ د زنځيرونو کړ
زوړ ختيځ مې بيا زلمی په مستو تکبيرونو کړ
پرخه مې کوثر کړ د وينو د ګل ټنډې ته
وړي وږمه وږمه پېغام نسيم ولاړ دی منډې ته
سپين کمربند وتاړه سبا راغی تيارو پسې
ځي جوپې جوپې ستوري د لمر په ښاپېرو پسې
شپه په سپيدو وچاوده ځانمرکې شان شېبه راغله
ته ګريوان څيرې د ناقوس د پير توبه راغله
بيا زموږ رندانو الستي جامونه پورته کړه
بيا يې په شپيلۍ اسرافيلي غږونه پورته کړه
ډک په شومه دم چې وزرونو د جبريل وکړ
ډکه شوه فضا له جلال سور اور رودنيل وکړ
څومره کلک ګوزار په ابرهه بيا ابابيل وکړ
ټول بوتان نسکور دي د توحيد اواز خليل وکړ
بيا ترې اننګو د زمانې ته رنګيني راغله
بيا د الاالله په زمزمو باندې ځواني راغله