نړۍ

قذافی وایی دلیبیا ټول وګړی زماسره مینه لری

moammar-gaddafiنن ټکی اسیا: تیرماښام معمر قذافی له بی بی سی نړیوالی رسني سره په خبروکی وویل چی دلیبیا ولس زماسره مینه لری، اودلیبیا په پلازمینه طرابلس کی یی دهررنګه لاریونونو مخالفت وکړ، نوموړی دطرابلس دمظاهرو په اړوند دنړیوالی ټلوالی لخوا ګنګوسی اوخبرونه یوډرامه وبلله. دیو سوال په ځواب کی نوموړی په مسکا شو او ویی ویل چی دلیبیا وګړی زمالپاره قربانی ورکوی اوځان وژنو ته تیاردی نوزه څنګه واک پریږدم

. له بله پلوه په نړیواله ټولنه کی دامریکی استاځی روسان رائیس زیاته کړه چی قذافی دویری په حالت کی دی اوناکراره ښکاری اونور دمشرتابه اهلیت نه لری، نړیوالی ټلوالی په خاصه توګه اروپایی ټولنی دقذافی له لوری پرملکی وکړو دزورزیاتی په مقابل کی سخته خواشینی ښودلی ده اودلیبیایی چارواکو بانکی حسابونه یی منجمد کړیدی، اودقذافی اودهغه پرنژدی ملګرو اودکورني پرغړو یی دسفرکولو بندیزلګولی. له بلی خو داسی معلومیږی چی دلیبیا په ختیځ کی دلاریون کونکو له لوري دسیمو اوښارونو نیول قذافی رښتیاهم له پریشانی سره مخ کړیدی. معمر قذافی زیاته کړه چی زما مقابل کی کوم رسمی کیڼ لاسی ګوند وجودنه لری چی لاریونونه یی شروع کړی وی، یواځی بی لاره شوی اونشه شوی ځوانان لارو اوکوڅوته راوتلی دی، دهیواد خرابیدل غواړی. قذافی دبرطانیی دلومړی وزیر ډیوډ کیمرون دهغو خبرو سخت مخالفت وکړ کوم چی هغه ویلی وه، قذافی له هیوادڅخه دباندی ډیری پیسی لری، اوزیاته یی کړه کچیری ډیوډ کیمرون ثابته نه کړه نو په سترګو کی به یی ګوتی ورواچوم. له بله پلوه په نړیواله ټولنه کی دامریکی استاځی ښاغلی رائیس یوځل بیا وویل چی قذافی له ورایه لیون حاله او ویریدونکی ښکاری اونوموړی زیاته کړه چی دقذافی له بی ځایه خنداڅخه هم داښکاره چی نوموړی څومره بدحواسه اوله حقیقت څخه لریدی. دنړیوالی بشری ټولنی په مرکزی دفتر جنواکی دټولنی دخارجه چارو وزیرانو په یوه غونډه کی له قذافی څخه وغوښتل، چی نور واک پریږدی، دامریکی دبهرنیو چارو وزیری هیلری کلنټن پرقذافی اوهغه پرملګرو سختی ګوت نیوني وکړی، زیاته یی کړه چی قذافی دخپل ولس په ټکولو کی له مزدورانو او اوباشانو څخه کاراخلی، اودلیبیا په حکومت کی دهغو چارواکو په اعدامولو یی شروع کړیده کوم چی دده مخافت کوی. نوموړی زیاته کړه اوس دقذافی لپاره داوخت رارسیدلی دی چی نوربی له ځنډه واک پریږدی اونوری وینی تویی نه کړی

                                         بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x