افغانستان

کندهار: بهرنیو ځواکونو شپږ عام وګړي شهیدان او پنځه ژوندي وړي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالي اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالي کې د بهرنیو ځواکونو خپل سرو شپنیو عملیاتو کې شپږ تنه عام وګړي شهیدان شوي دي او پنځه نور يې له ځانو سره وړي دي.

د کندهار ولایت د خارکریز ولسوالي ولسوال فضل محمد غریب شاه هم پېښه مني او وايي چې بهرنیو ځواکونو د دوی له خبرتیا پرته عملیات ترسره کړي دي.

غریب شاه وايي چې بهرنیو ځواکونو دوی ته ویلي دي چې په دې عملیاتو کې يې ګواکې شپږ تنه مسلح مخالفین له منځه وړي دي. نوموړي له پنځو نورو نه چې بهرنیانو له ځان سره وړي دي نا خبري وښوده.

مګر د سیمې اوسېدونکي وايي چې بهرنیو عسکرو د شپې ناوخته په لالک او زرک سیمه کې د عامو خلکو په کورنو چاپې ووهلې چې شپږ تنه يې پکې شهیدان کړل. او پنځه تنه يې له ځانو سره وړي دي.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي هم رسنیو ته ویلي دي چې په زرک او لالک سیمو کې د دوی ملګرو ته زیان نه دی اوښتی او زیانمن شوي کسان عام وګړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د بهرنیو ځواکونو خپلسري عملیات کله کله د کابل او واشنګټن د اړیکو د خړپړتیا سبب هم شوي دي.

یاده دې چې بهرنیو عسکرو په تېرو دیارلسو کلونو کې په ګڼو خپل سرو عملیاتو کې زیات شمېر عام وګړي عامو او شخصي زندانونو ته وړي دي چې تر اوسه يې د مړي او ژوندي درک نه لګېږي.

څه موده وړاندې د بښنې نړیوال سازمان هم امریکايان په افغانستان کې د زرګونو عامو وګړو په شهادت ملامت وبلل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x