افغانستان

زاخېلوال: که سیاسۍ ناندرۍ ژر حل نه شي، یوشمېر حکومتي مامورین به لرې کړو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد د ماليې وزیر حضرت عمر زاخېلوال وايي چې که چېرته سیاسي ناندرۍ ژر حل نه شي دوی مجبور دي چې د اقتصادي ستونزو له امله ځينې حکومتي مامورین له دندو ګوښه کړي.

د زاخېلوال په خبره که دغه ناندرۍ ژر پای ونه مومي دوی به د ځینو حکومتي مامورینو په لرې کولو سربېره د ځینو معاشونه هم راښکته کړي.

زاخېلو له بې بې سې سره په خبرو کې ویلي دي چې د ټاکنو ناندریزو حالاتو په اقتصاد خورا بده اغېزه کړې ده او ځينې لوی سوداګر د خپلو سرمایو د لګولو لپاره زړه نه ښه کوي.

د ټاکنیز ناندریو په اوږده پروسه کې ګڼ سرمایه لرونکي خلک له هېواده د تېښتې په حال کې دي یا هم نه غواړي دلته خپله سرمایه مصرف کړي.

بل پلو د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي چې د هېواد په اقتصاد کمزورۍ کې ګاونډۍ استخباراتي شبکې لاس لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې  ګاونډي استخباراتي شبکې نه غواړي چې زموږ اقتصاد وده وکړي، نوموړي تېره ورځ په خبري ناسته کې وویل چې ګاونډي استخبارات لاسي داسې تبلیغات کوي چې ګواکې زموږاقتصادي حالت مخ پر خرابېدو دی.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم د اقتصاد وزارت مسوولینو د هېواد د اقتصادي وضعې اړوند خپلې اندېښنې ښکاره کړې دي.

دا په داسې حال کې دی چې د دویم پړاو ټاکنو د رایو د بیا څېړنې په پروسه کې لا شپږزره ځانګړي صندوقونه بې څېړنې پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x