افغانستان

نورستان د سقوط په درشل کې دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳مه، ‍۱۳۹۳ل): په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازي وايي، چې نورستان ولايت د سقوط په درشل کې دی او که مرکزي حکومت ژر تر ژره نوموړي ولايت ته خپل عاجلې مرستې ونه لېږي، نو ولايت به ډېر ژر د طالبانو لاس ته ولويږي.

په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازي احمدالله موحد نن پلازمېنه کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې خبرداری ورکړ، چې نورستان د هېواد په کچه يو نا امنه ولايت دی او نوموړي ولايت کې د پوليسو، اردو او نورو امنيتي ارګانونو فعاليت د نشت برابر دی.

ښاغلي موحد زياته کړه، چې له مرکز پرته د نورستان اتيا سلنه خاوره د طالبانو لاس کې ده او که مرکزي حکومت عاجله توجه ونکړي، نو دغه ولايت به ډېر ژر له سقوط سره مخ شي.

د ښاغلي موحد له قوله د مرکزي حکومت نه توجه او د ولايتي چارواکو د بې کفايتۍ له امله نورستان ولايت کې د طالبانو واک چليږي.

موحد زياتوي، چې نورستان کې د دولت پلويان شپې نشي کولای او څوک چې د ورځې د طالبانو مخالفت او د دولت پلوي وکړي، نو طالبان يې د شپې پر کور بريد کوي او ځای پر ځای يې وژني.

د نورستان د برګمتال ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، چې نوموړې ولسوالۍ له پنځو کالو راهيسې د طالبانو په واک کې ده او ټولې پرېکړې او فيصلې په سيمه کې طالبان په خلاص مټ کوي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې نورستان ولايت ځمکنۍ لارې له کړاوونو ډکې دي او دوی نوموړي ولايت ته لوژستيکي مواد د الوتکو له لارې ليږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x