نړۍ

دمعمر قذافی شجره: د معمرقذافی دوی میرمنی او اولادونه

qadafi_and_familyنن ټکی اسیا: ۶۸ کلن معمر قذافی دافریقی او عربی نړی دټولو ولسمشرانوپه نسبت زیاته ولسمشری کړیده
معمر قذافی د۲۷کلنو په عمر دیو پرامنه انقلاب په نتیجه کی ولسمشری ته ورسید
نوموړی په مغریب کی پدی سره ډير شهرت لري چی ډيرپراخ لاسی اوښځینه مسلح ساتونکی ځان سره ګرځوی
په ۱۹۷۰ اویایمو کلنوکی نوموړی په حکومتی  سیسټم کی تغیرات راوستل، په زرهاوو ټولنی یی جوړی کړی اودیو جمهوری نظام بنسټ یی کيښود
خوویل کیږی چی داهرڅه یوازی یونوم وه.
دمعمر قذافی میرمنی
دوی میرمنی یی درلودی، چی یوه یی فاتحه اوبله یی سافیا نومیدله
دقذافی لومړی میرمنه دښونځی ښونکی وه، چی صرف شپږمیاشتی یی ګډ ژوند سره وکړ اوله شپږومیاشتو وروسته ددواړو لاری سره بیلی شوی
اونوموړی ته یی طلاق ورکړ.
له اولی میرمنی څخه یی یو زوی درلود  چی له طلاق څخه شپږمیاشتی وروسته یی سترګی دنیا ته ورغړولی.
اوله دوهمی میرمنی څخه یی ۷ اولادونه درلودل، دمعمرقذافی یو زوی دڅلورو کلنو په عمرکی په کال ۱۹۸۶کی پرطرابلس ښارباندی دامریکالخوا په هوایی برید کی شهید شو
دمعمرقذافی اولادونه
۱: محمد القذافی:  دلیبیا هیواد دالمپیک ټولنی دمشری سره سره دلیبیا هیواد دپوسټ اواتصلاتو عمومی ریاستونو مسئولیت هم په غاړه لری
۲: سیف الاسلام: سیف الاسلام دلیبیا هیواد داقتصاد په رغولو کی مهم رول لری نوموړی په انګلیسی ژبه روانی خبری کوی اوپه اقتصاد کی یی phd کړیده.
نوموړی په لیبیا کی دقذافی نړیوالي خیریه اوپرمختیایی ټولنی مشری په غاړه لری، او کال ۲۰۰۶ کی  دمعمرقذافی پرحکومت باندی دګوت نیونی په وجه دلږوخت لپاره هیواد پریښود
۳: سادی قذافی: ۳۶کاله عمر لری دیو فوځی جنرال له لور سره یی واده شویدی پخوانی دفوټبال لوبغاړه دی دلیبیا دفوټبال داتحادیی مسئولیت په غاړه لری اودملی ټیم کیپټان هم دی
۴: معتصم قذافی: دلیبیا په حکومت کی دجنرال رتبه لری نوموړی کوم وخت کی دخپل پلاردحکومت پرخلاف بغاوت هم کړی وه، وروسته له هیواد څخه وتیښتی دی خوبیا وبخښل شو اوس دملی امنیت دمرستیال په توګه دنده ترسره کوی
۵: هنیبال قذافی: نوموړی دتیلو په صادراتو کی ډيرمهارت لری، دلیبیا دسمندری باروړونکي ټولني مشري هم په غاړه لري.نوموړي په فرانسه کی پدی سره متهم شوی وه چی خپله حملداره دوسته یی ډبولی وه
اوپه کال ۲۰۰۸ کی دجنوا لخوا پدی جرم نیول شوی وه چی خپل مزدور یی وهلی وو، چی وروسته نوموړي په لیبیا کی دسویس پرتولیداتو باندی بندیز ولګاوه اودسویس هیواد یی یو نړیوال مافیا وباله
۶: سیف العرب قذافی: دقذافی ځلمی زوی چی په المان کی په زدکړه بوخت دی، په کال ۲۰۰۸ کی دنوموړی فراری نومی موټر المان دپولیسو لخوا دډیرشور او اواز له امله دمونیخ په ښارکی درول شوی وه
۷: خمیس القذافی: دپولیسو یو قومندان دی په روسیه کی یی زدکړی کړیدی دپولیسو دیو خاص اوډیرمجهز کنډک مشری هم په غاړه لری، ویل کیږی چی دبن غازی ښارکی دپولیسو اومظاهره کونکی ترمنځ
په روان اخ اوډب کی دنوموړی خاص کنډک مهم رول درلود.
عائشه القذافی: چسته اوچالاکه ۳۴ کلنه ځوانه وکیله ده دخپل پلار دتره له زوی  سره یی واده کړیدی اودصدام حسین دمدافع وکیلانو د ډلی غړی ده
دمعمر قذافی یو زوی دمیلادالقذافی په نامه سره هم وه، خو  نوموړی دقذافی اصلی زوی نه وو، ځکه یی په زوی ورته ویل چی په کال ۱۹۸۶ کی امریکی له لوری دقذافی دودانیو په بمباری کی یی دقذافی په ساتلو کی مهم رول لوبولی وه
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x