ټولنیزه برخه

د مسجد اقصی نه څومره ناخبره پاتې يو؟

لیکوال: چغتايي

الله جل جلاله د دې مسجد په اړه فرمايې: (( سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّه هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ))

ژباړه:

رسول الله صلی الله عليه وسلم هم د دې په اړه فرمايلي چې دا مسجد يو له هغو درېو مساجدو څخه دی چې سفر ورته کېدای شي.

د ځمکې پرمخ دويم جوړ شو ی مسجددی.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په امامت پکې ټولو انبياؤ عليهم السلام لمونځ کړی.

د مسلمانانو اولنۍ قبله ده.

د محشر او منشر ځمکه ده.

د عمر رضي الله عنه فيصله:

وايې: عمر رضي الله عنه به چې هر ځای فتح کړ، نو د ځای ځمکې به يې په همغو مجاهدينو وېشلې، خو د قُدس له فتحې وروسته يې دا ځمکه ونه وېشله؛ خلکو ترې پوښتنه وکړه، چې دا ولې؟

عمر رضي الله عنه ورته په پوښتنېز ډول ځواب كې وويل: ايا کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مکة فتح کړه، ويې وېشله؟

هغوی وويل: نه.

عمر رضي الله عنه ورته وويل: قدس ټول د مکې پڅېر دی، دواړه ځمکې ټولو مسلمانانو ته وقف دي ــ هر مسلمان پکې سهم لري ــ او د هيچا شخصي مليکيت نه جوړيږي.

نو مکة او قدس دواړه د ټولو مسلمانانو شريکې ځمکې دي؛ نه مکة د مکيانو، او نه قدس د فلسطنيانو ملکيت دی، بلکې دواړو کې ټول مسلمانان سره ګډ دي.

سره د دې چې اولنۍ قبله نسخ شوه، خو فضليت او مکانت يې لمينځه ندی تللی، يو لمونځ پکې د نورو مسجدونو د پنځه سوه لمونځو سره برابر دی.
لمړي ځل لپاره د قدس ښار کوم کې چې مسجد اقصی موقعت لري، د عمر رضي الله عنه دور کې فتح شو، او بيا صلاح الدين ايوبي رحمه الله د صليبيانو له ولکې ازاد کړ.

مسجد اقصی:

مسجد اقصی د څلورو ديوالو دننۍ ساحې څخه چې هلته جامع القبلي، قبة الصخرة، او نورې وړې او لويې ودانۍ د مينارونو او ګنبدونو په شمول چې تقريبا دوسوو ته رسيږي څخه عبارت دی.

د دې څلور دېوالی دننه جنوبي برخه کې هغه مصلی ده ـ چې اوس په جامع القبلي سره شهرت لري ـ کومه چې عمر رضي الله عنه هماغه مهال له لرګيو جوړه کړې، چې يو وخت پکې تقريبا زر کسه لمونځ کونکي ځاېدل، بيا وروسته معاويه رضي الله عنه لږه پراخه کړه چې د درې زره لمونځ کونکو جوګه شوه.

د مسجد اقصی سوځونه:

۱۹۶۹ مېلادي کال اګست مياشت په دووېشتمه د پنځنئ( پنجشنبې) په ورځ سهار مهال يوه استرليايي متعصب يهودي مايکل ډينس روهن د عمر رضي الله عنه لخوا جوړې شوې مصلی ته اور ورته کړ، د مسجد ختيځه برخه و سوزېدله او نيم مسجد راپرېتولو، او هغه ممبر چې د صلاح الدين ايوبي رحمه الله په امر جوړ شوی هم وسوزېد.

د مسجد اقصی او قبة الصخرة پېژندنه کې ډېر خلک تېر اېستل شوي:

يهودانو چې له کله نه فلسطين اشغال کړی، نو د خپلو لنډو او اوږدو پلانونوعملي کو لو لپاره يې ډېرې لارې چې يوه ورڅخه رسني دي پکار اچولي، دهغو ی يو پلان مسجد اقصی کې د ـ تش خيالي ـ هيلکل سليماني جوړول دي، او دې لپاره دوی د جامع القبلي ځای نظر کې نيولی، نو غواړي چې جامع القبلي ونړوي او پرځای يې هيکل سليماني بناء کړي، دا کار به دوی څه ډول کوي؟ او دې پلان لپاره يې څومره کار کړی دا به درته لاندې ووايم.

Aqsa-Chghtayee

اول داچې دوی د مسلمانانو اذهانو کې د مسجد اقصی تصوير او تصور بدل کړی، بل داچې دمسجد اقصی نوم محدودوي او يوه ځانګړي ځای پورې يې تړي؛ اوس وګورئ:

جامع القبلي په اړه خو مې مخکې وويل چې عمر رضي الله عنه جوړ کړی، او قبة الصخرة مسجد چې عبدالملک بن مروان په ۷۲ هجري کې د مسجد اقصی حويلې کې چې د نور مسجد په نسبت لوړه برخه ده جوړ کړی، دا مسجد ژېړه ګمبد لري، او ډېر مشهور شوی پدې دی چې هر څوک ورته د مسجد اقصی په نظر ګوري، او همدارازرسنيو کې هم کله چې د مسجد اقصی يادونه کيږي نو د همدې ژېړ کمبدي مسجد تصوير رامخته کيږي، نو خلک هم دا ګمان کوي چې يهودان د همدې مسجد ورانول غواړي، او هر کله چې دې کوم تصوير کې دا ژېړ ګمبد په ځمکه وليدلو پوه شه چې د مسجد اقصی ونړېدلو، خو داسې نده… دا مسجد اقصی نه بلکې د مسجد اقصی يو برخه ده، او يهودان د دې مسجد د ورانېدو پلان نلري بلکې يهودان هاغه د عمر رضي الله عنه لخوا جوړ شوی جامع القبلي ورانول غواړي، او دا مشهوروي.

قبة الصخرة مسجد د صحابه رضي الله عنهم وخت کې شتون نه درلوده، او نه يې کوم ځانګړي فضايل راغلي، خو لکه څرنګه
چې د مسجد اقصی ساحه کې داخل دی او يوه برخه يې ده نو تعظيم يې پکار دی، ابن تيمية رحمه الله پدې نظر دی چې د مسجد اقصی ساحه کې هغه مسجد ـ چې اوس په جامع القبلي باندې مشهور دی ـ چې عمر رضي الله عنه جوړ کړی لمونځ ډېر غوره دی.

اوس که تاسې له ډېرو خلکو د مسجد اقصی په اړه پوښتنه وکړی نو ضرور به درته قبة الصخرة مسجد وښايې چې دا مسجد اقصی دی، د جامع القبلي څخه ناخبره دي کوم چې د يهودانو اصلي هدف دی؛ خو دې ناخبرتيا کې يواځې د لرې ځايو مسلمانانو ندي ښکېل؛ بلکې خپله يوه فلسطينۍ انجلۍ وايې:

((زه يوه فلسطينۍ انجلۍ يم، مسجد اقصی مې له ډېرو څېړنو او پلټونو وروسته و پېژانده))

ځيني خو لا وايې چې ياسر عرفات به هم د خلکو سترګو ته د مسجد اقصی د ټول تصوير پرځای د قبة الصخرې تصوير وړاندې کاوه.

خو دا چې ځينو کانفرانسونو، غونډو او نورو ورته پروګرامونو کې د يوې نښې په ډول د قبة الصخرې مسجد تصوير ځړول کيږي؛ نو ډېره غوره دا ده چې د جامع القبلي تصوير و ځړول شي، ځکه قبة الصخرة مسجد عبدالملک بن مروان او جامع القبلي عمر رضي الله عنه جوړ کړی، او همداراز که جامع القبلي فضايل متفق عليه دی نو موقعت يې هم ډېر مهم او د پام وړ دی.

ښايې هر مسلمان تر خپل وسه او د مسؤليت په کچه د خپلو ورونو افکار او اذهان په صحيحو او دې ډول اړينو معلوماتو بډايه کړي، که دې کار سره که له يوې خوا مسلمانانو کې همغږي او وېښتيا پيدا کيږي له بلې خوا د دښمن اوږده پلانونه نور هم ځنډېږي او يا شنډيږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x