د قانونیت په جامه پوښل شوي ځنګلیان – سرمقاله

نن ټکی اسیا: سرمقاله: له تیرو څو ورځو راهیسې د هیواد په محبسونو او توقیف ځایونوکې له بندیانو او توقیف شویو کسانو سره د چارواکو لخوا د غیر انساني چلند رپوټونه ورکول کیږي.

د تیرې جمعې په ورځ دکندهار په سر پوزه محبس کې د ۸۰ نفره سیاسي بندیانو د مسموم کیدو خبر ورکړل شو.

نن د رسنیو لخوا د غزني په ولایت کې د هغو یندیانو بوږنوونکی تصویرونه خپاره شول چې د چارواکو د ناسم چلند له کبله یې د احتجاج په ډول خولې ګنډلې وې.

تر ټولو هیښوونکی خبردا چې یوشمیر رسنیو د کندهار د امنیه قومندان پاسوال رازق خان په اړه داخبر ور کړ چې یو شمېرافغانانو هغه امنیتي چارواکي ستایلي دي چې د طالبانو د وژلو او قضایي سیستم ته د هغوي د نه سپارلو امر کړی دی.

د دغو چارواکو له جملې څخه یو هم قومندان رازق خان دی په دې وروستیوکې یې خپلو پلویانو ته فرمان صادر کړی چې نیول شوی بندیان دې نور د هیواد قضايي او عدلي مراجعوته نه سپاري او تر نیول کیدو وروسته دې سمدستي د ګرفتاري په ځای کې وژني .

نوموړي د خپل وحشیانه صحرايي فرمان د جاري کولو لامل د هیواد په عدلي او قضايي سیستم کې د فساد شتون بللی.

پاسوال رازق خان وايي چې د عدلي او قضايي ارګانونو د فساد له کبله مجبور دی چې نیول شوي بندیان له نیول کیدو سره سم د خپلې صحرايي محکمې لخوا محاکمه او ووژني ؛ ځکه که یې عدلي او قضايي چارواکو ته وسپاري هغوی یې د بډو او رشوت په مقابل کې بیرته خوشي کوي.

که حقیقت ته وکتل شي د ښاغلی رازق خان دغه فرمان او صحرايي حکم په هیواد کې د ټولو عدلي او قضايي چارواکو، د بشري حقونو خپلواک کمیسون او د بشري حقونو اړوند نور و دولتي او غیر دولتي ارګانونوته داسې اخطاردی چې د هغوی پر قانونیت او دقانون تر نامه لاندې ټول فعالیتونو او اجراآتو باندې د بطلان کرښه راکاږي او داسې ترې جوتیږي چې پر افغانستان یواځې ځنګلي حاکمیت واکمني کوي.

ځکه پاسوال رازق خان یواځې د یوه غیر مسؤل ملیشي توپکوال په حیث نه ،بلکي دیوه دولتي چارواکي په حیث داسې فرمان صادروي چې په هیوادکې ټول قانوني او حقوقي مراجع ننګوي او د هغوی د حاکمیت توهین کوي.

په دولتي اداروکې پر اداري فساد او ناسم چلند هیڅ څوک سترګې نشي پټولای ، خو له حقوقي او جزايي لحاظه دا هیڅ د توجیه وړنه ده چې یوجنایت دې د بل جنایت د جواز مبرر وګرځي.

قانوني مراجع دا مسؤلیت لري چې د لاقانونیت او قانوني تخلفاتو مخنیوی وکړي ، نه دا چې د جنایتونو او سرغړاوي د مخنیوي پرځای د نورو جنایاتو په ترسره کولو لاس پوري کړي.

کوم کسان چې نن د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې له خپل دولتي منصب نه په استفادې سره د نورو انسانانو بشري حقونه او انساني کرامت تر پښو لاندې کوي هغوی دې په دې پوه شي چې یوه ورځ به حتما د خپلو غیر انساني کړنو له مجازات سره مخ کیږي او بیابه د خپل ضمیر او وجدان په وړاندې د خجالت او ندامت احساس کوي.
خون ناحق دست ازدامان قاتل برنداشت ـ دیده باشي لکه های دامن قصاب را

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

دا ټولو وحشتونو له هغه وخت راهیسی زور واخیست چی اکبر المنافقین عبد الرب رسول سیاف علیه اللعنت د مجاهدینو خلاف د قران کریم د ایاتونو په تحریف سره سختی څرګندونې وکړې

rasooli
میلمه
rasooli

هیله ده تبصرې په پښتو/دري ژبو وکړئ، په نورو ژبو تبصرې نه خپروو. اداره

نيکمل همدر
میلمه
نيکمل همدر

دا د قومندان رازق له لوري د حکومت عدلي او قضايي چارو پر مخ څپیړه ده ، واضح دليل ده چې حکومت د داسې کسانو مخنيوی نشي کولای نو بیا عدلیه او قضا څه ګټه لري؟ د عدلیې او قضا خو دا مانا ده چې هر مجرم باید محکمې ته را وړاندې کړل شي .