
بوکو حرام تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې «اسلامي خلافت» اعلان کړ
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳مه ۱۳۹۳ل): بوکو حرام ډلې د نایجیریا په هغو سیمو کې چې دوی په دې وروستیو کې نیولي «اسلامي خلافت» اعلان کړی.
د بوکو حرام مشر ابوبکر شیکاو په یوې ویدیويي پیغام کې ویلي چې «دوی اوس په اسلامي خلافت کې دي او د نیجیریا سره هيڅ اړیکه نه لري او نه هم دا نوم مني».
د بوکوحرام مشرانو دا نه ده څرګنده کړې چې دوی د ابوبکر البغدادي تر مشرۍ لاندې د «اسلامي دولت» لاندې کار کوي او که جلا اسلامي دولت به لري.
ځايي خلک وايي چې بوکو حرام د ګوزوا سیمې د مشر پر ماڼې «امیر ګووزا» باندې تور بیرغ لګولی دی او هلته یې اسلامي شریعت نافذ کړی.
سلګونه دولتي ځواکونه بل هېواد ته تښتیدلي
د نایجیریا ګاونډی هېواد کیمرون پوځ وايي چې تقریبا ۵۰۰ عسکر د بوکوحرام سره تر نښتو وروسته دوی ته تښتیدلي دي.
د افریقايي هېواد کیمرون د پوځ ویاند ډګروال دیدیر باجیک وایي چې دوی ۴۸۰ تښتيدلي نایجیري ځواکونه يې بې وسلې کړي او اوسمهال په یوه ښوونځي کې اوسیږي.
وروستي راپورونه وايي چې د نایجیریا په شمال ختیځ سرحدي سیمه ګمبورو نګالا کې اوس هم د بوکو حرام او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.
بوکو حرام چې معنا يې غربي تعلیم حرام دی، په نایجیریا کې یو اسلامي روزنیز تنظیم وو، په کال ۲۰۰۲ د نایجیریا په شمال کې د (بورنو) په نامه ولایت کې تاسیس شو.
دغه تنظیم غوښتل څو د تعلیم او روزني له لارې د نایجیریا مسلمانان بیداره کړي او خپلو سلب شویو حقوقو د بیرته تر لاسه کولو لپاره یې وهڅوي، خو د دولت له خوا د دغه تنظیم د مدارسو پر خلاف عملیات پيل شول او په هر ډول فعالیت یې بندیز ولګېد.
په کال ۲۰۰۹ د دې تنظیم د مشر دیني عالم محمد یوسف په شمول زیات شمېر نور علما او مسلمانان ووژل شول او په مقابل کې د بوکو حرام ډلې د نایجیریا د حکومت پر خلاف وسله واله مبارزه تر پخوا لا ګړندۍ کړه.
اوسمهال په نایجیریا کې زیات شمېر سیمې د بوکو حرام تر واک لاندې دي او هلته یې اسلامي شریعت نافذ کړی دي.