fbpx

اباما پر نړیوالو باندی ږغ کړیدی ترڅو دلیبیا ناورین ته پریکنده ځواب ووایی

abamaنن ټکی اسیا: تیره ورځ اباما دبرطانیې، فبرانسې او اټالې پر اولسمشرانو ږغ وکړ تر څو د لیبیا د روان ناورین په اړوند پریکنده دریځ غوره کړی.

اوباما د لیبیا پر روانو حالاتو باندي سخته خواشیني څرګنده کړه او د لیبیا اوسنی حالت یې یو بشري ناورین وباله او زیاته یې کړه چي مونږ ته ټولي لاري خلاصي دي، د یو سوال په ځواب کې نوموړي زیاته کړه که حالات دا رنګه دوام ومومي نو فوځي اقدام هم له پامه نده غورځول شوی، او په دې اړوند به فوځ په خپله تجویز پیش کي.

امریکایي چارواکو پر نړیواله امنیتي شورا باندي ږغ وکړ چې د لیبیا دولت پر خلاف له سخت دریځ څخه کارواخلي، دلیبیایي چارواکو پر سفرونو باندي بندیز ولګیږي، دهغو نقدي اساسي باید منجمدي شي، دلیبیا پرهوایي حریم باندي باید الوتني بندي شي، او کوښښ دي وکړل شي تر څو د لیبیا د دولت د نړیوالي بشري ټولني غړیتوب معطل کړي. 
نړیواله امنیت شورا نن د جمعې په ورځ بیړنۍ غونډه راغواړي ترڅو دلیبیا په اړوند پرنورو بندیزونو باندي غور وکړي.
له بله اړخه په نړیواله امنیت شورا کي دبرطانیې دایمي غړي مارک لیال ګرانټ د امنیت شورا د۱۵ دایمي غړو وغونډي ته وویل چې معمر قذافی نور ناکامه شویدی او د امنیت شورا غوښتنو ته ځواب نشي ویلی تر څو د لیبیا د اولس په خلاف له زور زیاتي څخه لاس واخلي، خو تر اوسه پوري لا دا واضحه نده چې چین او روسیه به د لیبیا پر خلاف څه دریځ غوره کوي، ځکه ګمان نه کیږي چې دغه دواړه هیوادونه دي د لیبیا پر خلاف د بندیزونو ملاتړ وکړی.
پداسي حال کې چې د لیبیا ولسمشر معمر قذافی تیره ورځ د لیبیا د حالاتو د خرابیدو پړه پرالقاعده ور واچوله اوزیاته یې کړه چې اسامه بن لادن غواړي د لیبیا اولس په تیره لیبیایي ځوانان د خپلو ګټو لپاره استعمال کړي، نوموړي زیاته کړه چې القاعده لیبیایي  ځوانانو ته په خوړوکي د ابهام او وسواس ګولۍ ورکړیدي او ځوانان یې په وسواس کي اچولي دي او د دوا وو له خوړلو څخه وروسته ټول ځوانان خوشحاله معلومیږي، لارو کوڅو ته راوتلي، چیغي نارې وهي او په څه نه پوهیږي.
نوموړي پر خلګو ږِغ وکړ چې د اسامه په لمسون مه غولیږی، د خبرو پر وخت ښاغلي قذافي په وار وار سره د لیبیا دمغربي سیمه کې د الزاویه ښار ته په اشاره کولو سره د هغه ځای وضعیت دخندا وړ وباله، چیري چي له څو ورځو راپدې خوا د امنیتی چارواکو او مظاهره کونکو ترمنځ سختي نښتي شویدي او په سلهاوو مظاهره کونکي وژل شویدي، عیني شاهدان وایي مونږ ولیدل چې حکومتي شوبلو مخامخ
پر مظاهره چیانو ډزي وکړي، پولیس دمظاهره چیانو پرخلاف له سپکو وسلو سره سره له لاسی بمونو اوراکیټونو څخه کار اخلی.
یو ډاکټر وایی ما په یوه امبولانس کې له لسو څخه زیات مړي ولیدل او په لسګونو نور زخمیان روغتونونو ته راوړل شویدي.
له بله پلوه له طرابلس څخه ۲۰۰ کیلومټره لیري پراته ښار کې چیري چې له تیرو دوو ورځو څخه دلاریون کونکو په ولکه کی دی،
دتازه نښتو خبرونه ورکول شویدی او خلګ وایي چي پر سړکونو باندی مړي لیدل کیږي او خلګ د ویري په حالت کي دي.
طرابلس ښار کی دولت پلوه ملیشې ځاي پر ځاي شویدي، د ښار سړکانو او کوڅو کې ګزمې کوي، کله کله هوایي ډزي هم تر غوږو کیږی.
ټولي مهمي دولتي ودانی د پولیسو لخوا تر څارني لاندي دي، او د ښار ټول روغتونونه د پولیسو لخوا کلا بند شویدی او د مظاهره کونکو دټپیانو په لټه کي دي تر څو له روغتونونو څخه ونه وزي.
بخت الرحمن بخت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د