نړۍ

اسراييل: قطر باید د حماس له ملاتړه لاس واخلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۳ل): د ملګرو ملتونو لپاره د اسراییلو استازي «رون پروسر» د نړۍ له مشرانو غوښتنه کړې چې په قطر فشار راوړي څو د حماس له مرستې څخه لاس په سر شي.

رون پروسر په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې یوه مقاله لیکلې او زیاته کړې يې ده چې د قطر په څیر یو کوچنی، خو په تیلو بډای هیواد، په سیمه کې د حماس د اخیرني مرستندوی په توګه پاتې دی، په داسې حال کې چې د سوریې، مصر او سعودي عربستان په شمول ډیرو هیوادونو دغه اسلامي ګوند ته شا اړولې او اړیکي يې ورسره قطع کړي.

رون پروسر وايي چې قطر په سلګونو میلیونه ډالره په غزه کې د حماس ډلې ته لیږدولي. د نوموړي په وینا د دې معنی دا ده چې ښايي په غزه کې تر ځمکې لاندې د حماس په هر تونل دا جمله لیکل شوي وي چې «دا تونل د قطر د امیر په مالي مرسته رغول شوی دی».

نوموړي د قطر هیواد د ترهګرو د راغونډیدو ځای بللی او زیاتوي:

«په داسې حال کې نور خلیجي هیوادونه د اخوان المسلمین د ملاتړ په احتجاج له دوحې څخه خپل سفیران ورغواړي، دغه هیواد لا هم د ترهګرو د راغونډیدو د ځای په توګه رول لوبوي».

له بلې خوا د «اسراییلو ملي خبرونه» په نامه یوه اسرايیلۍ ویب پاڼه د «رون پروسر» څرګندونې تاییدوي او لیکي:

«په تیرو څو کلونو کې د قطر واکمنې کورنۍ د منځني ختیځ په اړه دښمنانه خارجي سیاست خپل کړی او په سیمه کې د سعودي عربستان او ایران د نفوذ د مخنیوي په هدف له تندلارو اسلامي ډلو سره مرسته کوي».

دغه اسراييلۍ ویب پاڼه زیاتوي:

«قطر د حماس، اخوان المسلمین، او د سوریې د مخالفې جبهې له مشرانو سره د مرستې سربیره د افغانستان د طالبانو ملاتړ هم کوي، همدارنګه د القاعده تنظیم له لوړپوړو حامیانو سره هم مرسته کوي».

اسرايیلي سفیر (رون پروسر) لیکي چې قطر لویدیځې نړۍ ته ځان د یو «لیبرال پرمختللې هیواد» په توګه معرفي کوي، حال دا چې «دغه کوچنی شاهي دولت له سخت دریځو اسلامي تنظیمونو سره مرستندوی هیواد دی».

پروسر همدا راز وړاندیز کړی چې باید له قطر سره اړیکي پرې او په انزوا کې وغورځول شي او په هغې پریکړې بیا له سره غور وشي چې له مخې یې ټاکل شوې دا هیواد په ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام د لوبو کوربه توب وکړي.

د اسراييلي سفیر دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسي هم په خپل وار د ترکیې او قطر په هیوادونو نیوکه کړې او په وینا یې دواړو هیوادونو په عربي نړۍ کې د نا امنۍ په موخه سلګونه میلیونه ډالره لګولي.

سیسي په ترکیې او قطر تور پورې کړی چې همدا اوس د ګڼ شمیر سازمانونو، ورځپاڼو او ویب پاڼو په جوړولو کار کوي.

نوموړی ادعا کوي چې د دې کار موخه دا ده تر څو له الجزیرې تلویزوني چاینل سره اوږه په اوږه «د مصر د بې ثباتۍ او د مصري ولس د بربادۍ» لپاره خپرونې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x