fbpx

معمر القذافي: دبغاوت سرچينه اسامه او القاعده ده

moammar-gaddafiمعمر قذافي تور ولګاوه چې په ليبيا کي د بغاوت منبع د دهشت ګرد تنظيم مشر اسامه بن لادن دی، نوموړي داخبره دحکومتي تلويزيون له لاري خپل تقسيم شوي اولس ته د خطاب په ترڅ کي وکړه.
په ليبيا کي د پوليسو له خوا د لاريونيانو په خلاف د ټينکونو، جنګي الوتکو اوڅرخکو له کارولو سره سره مظاهرين له معمر قذافي څخه د اقتدار د پرېښودو په غوښتنه ټينګ ولاړ دي، دغه بيان دمظاهرو له پيل را وروسته د معمر قذافي دوهم بيان و چې خپل قوم ته يې دتليويزيون له لاري وکړ.

دحکومتي چينل په پرده راښکاره شوي معمر قذافي په خپل خطاب کي يوځل بيا يادونه وکړه چې د ليبيا اولس دي دحکومت په خلاف مظاهرينو په وړاندي ودرېږي، ده وويل چې په هيواد کي سرکښي او بغاوت چې بې پروا ځوانان يې کوي له دوئ سره په تيږ سربېره نشه يي موادهم موجود دي.
ده وويل همدا خلک دي چې بن لادن له تاثير او د هغه له سرپرستي لاندي کارکوي.
ددې لاريونو آغاز د ليبيا له ختيځ ښار بن غازي څخه شوی وو.
له ختيځ ښار بن غازي څخه د قذافي دحکومت په خلاف د فروري په 15 مه پيل شوي مظاهرې اوس ټوله ليبيا نيولي، د انساني حقوقو د يو شمېر تنظيمونو له راپور سره سم د لاريونيانو په ضد د پوليسو د بې رحمانه مخنيوي په نتېجه کي دوژل شويو تعداد 1000 تنه نژدې کېږي.
له ليبيا څخه خپلو هيوادونو ته ستنو شويو خارجيانو په پلازمېنه طرابلس کي د پوليسو د کارکردګي په نتېجه کي دبې رحمانه تشدد او مرګ ژوبلي دواقعاتو اطلاع ورکړي، په ليبيا کي دمظاهرو له شدت وروسته ټولو هيوادونو دخپلو مسافرو په سملاسي انخلا پيل وکړ چې تر اوسه دوام لري، دطرابلس په هوايي اډه کي زرګونه بهرنيان خپلو هيوادونو ته دستنېدو انتظار باسي او دوئ هلته دغذا او اوبو له سخت قلت سره مخ دي.
ليبيا کي د انټرنټ او تليفوني رابطو د تعطيل له کبله واقعي صورت حال معلومول تراوسه پوري له امکانه وتلي، همدا وجه ده چې په ليبيا کي تردې دمه د وژل شويو لاريونيانو تعداد هم نه معلومېږي.
له ليبيا څخه لندن ته رسېدلي يو 66 کلن برطانوي ( هيليناشيهان ) له فرانسوي خبري سرچنې ( AFP ) سره په خبروکي وويل چې ليبيا په يو دوزخ تبديل شوي، ماپه خپل ژوند کي ددنيا په هيڅ هوايي ډګر کي داسي پېښي نوې ليدلي، هلته خورا بې رحمانه تشدد روان دی او زرګونه خلک دي چې له ليبيا نه دسملاسي وتلو غوښتنه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د