نړۍ

امريکا: د «يرحمک الله» پر ويلو يوه زده کوونکې له ښوونځي وشړل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږی ۳مه، ۱۳۹۳ل): لويديځه نړۍ، چې تل د زغم او پراخ نظرۍ درسونه ورکوي، مګر پخپله د يوې اسلامي کلمې په اوريدو د ښوونځۍ يوې ښځينه استادې يوه مسلمانه زده کوونکې له ښوونځي وشړله.

د امريکايي رسنيو له قوله وړمه ورځ د امريکا «ټيڼيسي» ايالت په يوه ليسه کې يوې استادې خپله ۱۷ کلنه مسلمانه زده کوونکې له دې امله له ښوونځي وشړله، چې د يوې بلې زده کوونکې د پرنجي پر مهال يې هغې ته «یرحمک الله» وويل.

د فاکس نيوز له قوله، د يرحمک الله پر ويلو استادې له خپلې زده کوونکې وپوښتل، چې دا څه دې وويل؟

هغې ورته وويل، چې زموږ اسلام کې دا طريقه ده، چې څوک وپرنجيږي، نو «يرحمک الله» به ورته وايې. استادې ورته وويل، چې دا کلمې چا در ښوولي وي، ځه درسونه هم له هغوی وايه دلته مه راځه.

له پېښې وروسته استادط رسنيوته وويل، چې نوموړې جلکۍ يې د يرحمک الله پر ويلو نه ده شړلې، بلکې ښوونځي کې د خبرو له امله يې شړلې ده؛ مګر له ښوونځۍ مسلمانې شړل شوې زده کوونکې رسنيو ته وويل، چې استادې ورته وويل، چې ښوونځۍ کې د الله نوم اوريدل نه غواړي او څوک چې داسې کوي، هغه دې خپل استاد ته ورشي، چې چا نه يې دا زده کړي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ibadullah salarzai

ملگرو بختو مشهور متل دی چی وایی یی زره تنگ نه وی زای نه تنگیری ! ____________________________________________________________ هر سه به هر صورت که دغه یو متل د هر افغان اصیل بچی به زان ومنی او داسی فکر ولری چی زه یو افغان شموله افغان یم نه تاجک شموله نه بختون شموله نه ازبک شموله او همداسی نور قومونه او تول قومونه زره د اخلاصه د الله د ویری د افغانستان شته بدیختیو او ناورین بر ضد ملی مبارزه او خبل ملی اسلامی افغانی رسالت بر زای کرو سه فکر کاوی چی له دی شته بدبختیو د نفاق او شته ناورین… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x