افغانستان

ټاکنې: د تفتیش شویو رايو د پایلو څېړنه پیل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۴مه، ۱۳۹۳ل): د تاکنو خپلواک کمیسیون پرون ماسپښین د تفتیش شویو رایو د پایلو څېړنه د بهرنیو او کورنیو څارونکو او رسنیو په حضور کې پیل کړ.

د ټاکنو کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي وویل چې د هغو محلونو لیست چې د کمیسیونه له خوايې بیا ځلې شمېرنه تصویب کېږي د ټاکنو کمیسیون د ویبپاڼې له لارې خپرېږي، نوموړي وویل چې د تفتیش شویو رایو د پایلو د څېړنو اړوند به هم معلومات د دوی په ویبپاڼه کې خپرېږي.

د هوتکي په خبره د ټاکنو ډلې د ټولو لیستونو له خپرېدو څلورویشت ساعته وروسته خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته وړاندې کولای شي.

په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مسوولینو هم وویل چې دوی د رایو د تفتیش د پایلو له هرې پرېکړې وروسته تر څلورویشتو ساعتونو د نوماندانو شکایتونه ثبتولای شي او په اته څلویښت ساعته کې به يې پرېکړه هم اورول کېږي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادرمحسن هیله من دی چې شکایتونه به لږ وي، د هغه په خبره د ټولو رایو د بیا څېړلو پروسه د دواړونوماندانو د څارونکو او نړیوالو هغو په حضور کې پیل شوې ده.

نوموړي وویل چې د دوی کمیسیون د شکایتونو اړوند خپل چمتو والی لري.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې میلادي میاشت په لومړۍ اوونۍ کې به د ناټو په سرمشریزه ناسته کې نوی افغان ولسمشر ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x