افغانستانملټي میډیا

له طالبانو سره د همکارۍ په تور کلیوال افغانان په صحرايي محکمه کې کړول کېږي – ویډيو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږی ۳مه، ۱۳۹۳ل): یوه ویډیو چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو پاڼو خپره شوې، ښيي چې یو شمېر ملي اردو عسکرو د یو نامعلومه کلي ځوانان او سپين ږیری را ټول کړي او هغوی باندي د ټانکر یخي اوبه اچوي او بیا وهل ډبول ورکوي او پر هغوی تور لګوي، چي تاسو ولې د طالبانو ملاتړ کړی.

په داسي وخت کې چي یو ځوان د اوبو د ټانکر اوبو ته پروت وي او هغه باندي اوبه اچول کیږي، له نیول شویو خلکو څخه چې سپین ږیری هم په کي معلومیږي، یو ځوان له عسکرو سره څه خبره کوي او داسي ښکاري چې خپل د ځان د صفايي په اړه څه خبره کوي، پر دې باندي عسکر نور هم غوصه کیږي او مشر یې امر کوي چې هغه را وباسي چې خبري کوي او په دې توګه هغه هم اوبو ته کښېنول کیږي او بیا تر چلاخو لاندي کیږي.

د ملي اردو صحرائي محکمو کې د خلکو وهل ډبول او د کلیوالو او خپل د کورنیو په مخ کې بی عزته کول یو عامه خبره ګرځېدلی، ډېر کله هغه ځوانان چې د طالب تور پرې لګېدلی وي او نور هیڅ شواهد هم نه وي باندي، د ملي اردو له ځوانانو له لوري په ټانکونو او زغروالو عسکري دولتي موټر په سي په ژوندي او مړي حالت کې کشول کیږي.

که څه هم په ویډیو کې د دې پيښي معلومات نه کیږي او نه دا معلومیږي چې دا ویډیو کله ثبت شوې، خو په دې وروستیو کې د داسي پيښو زیاتوالي د افغانانو اندیښنې زیاتي کړي.

باید وویل شي چې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق په شمول د ځینو نورو ولایاتو ولسوالیو امنیه قومندانانو په عامو مجالسو او خبریالانو سره په مرکو کې ویلي چي دوی خپلو عسکرو ته امر کړی چې بندي طالب، او زخمي دي دوی ته نه راوړي، بلکې ځای پر ځای دې وژني، چې له کبله یې د بشري حقوقو نړیوالو سازمانونو او د عامو افغانانو اندیښنې ورسره را پارولې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گردیزی

معاذالله
ای اردوی ملی نیست اردوی وحشی است لعنت به این وحشیها،اگر طالبها اینها را ذبح کنند باز غوغا میکنند که ظلم است

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x