ادبي لیکني

د لنډې کیسې کرکټر ـ لسمه او وروستۍ برخه

لیکوال: دادمحمد ناک

د (كونډې نجلۍ) ژبه:
مخکې مودکرکټردژبې په اړه مالومات ولوستل،په دې کيسه کې کرکټر کومه ځانګړې لهجه نه لري.خوپرمرکزي کرکټرسربېره دفرعي کرکټروپه ژبه کې هم دومره زور شته چې سړى له خبروپوهېږي چې خبرې کوونکى سړى دى که ښځه،باسواده دى که بې سواده،غوسه دى که ارام طبعت او…کيسه وارله واره په مکالمه(ډيالوګ)شرو شوې ده. که د(مرجانې)نوم هم نه واى راغلى سړى يې له خبروپوهېږي چې خبرې کوونکى ښځه ده:تورې بلا!زمادګل په شان زوى دې وڅاټه،اوس مولاشرموې بل…
دلته (توربلا)همدارنګه دوژنې له پاره(وڅاټه)هغه دښځوله خوا استعمالېدونکي ترکيبونه  دي  چې سړي يې بېخې نه استعمالوي.
همدارنګه د (مرجانې) دويمه خبره:ژړادې مېراته شه….ځمکه درباندې سره کړه.
هم دسړي په تصورکې ښځه ودروي.همدارنګه د(مرغۍ)دخسرله خولې :
_مردارې پليتې شيطانې زماله لاسه سوځول غواړې؟.
_اورغواړې؟حرمونې اورغواړې؟
دغه خبر ې سړى په دې پوهوي چې سړى خبرې کوي،اوهرومروغوسه ښکاري. ښځه کله هم ښځې ته پليته نه وايې .بلکې مرداره او…وايې.همدارنګه سيندته دغورځېدوپه حال کې د(مرغۍ)دعاپه پوره مانايوه دښځې له خواکېدونکې دعاده. تاسې يې په ځيرولولئ ښځينه استعمالېدونکې اصطلاح ګانې اوترکيبونه په کې له ورايه ښکاري.

(مرغۍ)اولوستونکى:
دغه کيسه چې مې خپله لوسته ،دکيسې په پاى کې سيندته يواځي مرغۍ نه ،ما هم ورسره ودانګل.نږدې پنځه دقيقې داسې په سوچ کې ناست وم،ماوې ځه کېداى شي پرمابه يې ځکه دومره تاثيرکړى وي،چې ډېرورته ځيروم،خوچې کله مې ملګروته ويله،څوراته متوجه وواوڅونوروخپله څه شى ليکل،دغه متوجې کسان خوسم دکيسې په منځ کې ننوتي و،خودکيسې په خلاصېدوهغه نوروهم اسويلي وايستل.اودکيسې ستاينه يې کوله.
دلته موضوع هيڅ نوې نه ده،بلکې دغسې پېښې زموږترسترګوتېرې شوې،نودې کيسې ولې دومره کشش درلوداو ولې يې دومره تاثيروکړ؟
لوى علت يې دکيسې دکرکټرښه انځورونه ده،چې په کيسه کې لوستونکى له مرغۍ سره يوځاى ځان احساسوي،دخسره کره ،دپلارکره اوترسينده پورې. په کيسه کې لوستونکى د دې په تمه ده چې څه به کېږي؟خودغه څه ته دومره لېوال وي چې دمرغۍ غم دځان غم بولي.اوله دې غمه دخلاصون په تمه کيسه نوره لولي.
بل دکيسې دکرکټرژبه ده چې مرغۍ ترپايه هم عذراوزارۍ کوي،او ان مرګ ته په نږدې وخت کې هم سيندته د زاريوپه بڼه دخلاصون په پارخبرې کوي. دلوستونکي  او کرکټرترمنځ دتړاو يولوى سبب دمکالموبرخه هم ده،دمکالموپه برخه کې لوستونکى تردې حده په کيسه کې ننوځي.چې که لوستونکى نارينه وي،زړه يې غواړي دمرغۍ خسرته په خوله سم سوک ورکړي اوځواب يې وکړي.اوښځينه لوستونکې ممکن دمرغۍ دخواښې سره د داوو اوجنګ صحنه په ذهن کې جوړه کړي.نوپه دې خاطروايوچې په دې کيسه کې دپښتوادب دلومړنۍ لنډې کيسې په حيث کرکټرپرټوله ماناښه انځورشوى وو،او لوستونکى يې دمرغۍ خواته وروست،يايې هم دهغې په قالب کې اچاوه.
پايله
ديادوتشريحاتوپه پايله کې په لنډه توګه دکرکټرپه اړه مالومات دلته را اخلو
دکرکټرټاکنه:
دکرکټر په ټاکنه کې موبايدډېرپام دې ته وي چې دغه پېښه چې په کيسه کې ده.دکرکټرله عمر سره متناسبه ده.يعنې داسې بايد ونه کړوچې يولس کلن هلک دټول کلي دښمنۍ ،يادخان اوملک دښمنۍ ته لستوڼي رابډوهي.که څه هم کېداى شي چې په يوه ټولنه کې ديوه ظالم باداراودکلي ديوه خواربزګر دلس کلن زوى ترمنځ دښمنې پيداشي.خودغه سلنه بېخې کمه ده.که څه هم دښمني لرل سل په سلوکې شونې ده.خوپرمخ وړل يې نه دلس کلن هلک دفکر اونه هم دمټوپه وس کې ده.
دکرکټرانځورونه:
په کيسه کې کرکټرانځورونه ځکه مهمه ده چې لوستونکى ځان کرکټر ته نږدې ياکله هم خپله په هماغه قالب کې احساسوي.ترڅوکرکټردلوستونکي سترګوته نېغ ونه دروو،هغه ورسره تړاو نه احساسوي.دغه تړاو که دمينې اوخواخوږۍ تړاو وي.اوکه دکرکې اونفرت .بله داچې که دکرکټرانځورونه سمه يابيخې ونه شي.لوستونکى په خپل سره يوڅوک ياځان فرضي په دې قالب کې اچو ي،چې هغه بياډېرى وخت دکيسې په اوږدوکې دلوستونکي دټاکنې خلاف واقع کېږي.
×××××
دې ته موبايد پام وي چې په دې برخه کې بايد لاندې پوښتنوته ځواب ووايو:
 دکرکټر کسب څه شى دى؟
 په ټولنه کې څنګه حيثيت لري؟
 دټولنې له منليوشخصيتونوسره څه وړ اړيکي لري؟
 اقتصادي حالت يې څه ډول دى؟
 ټولنيزې اړيکې يې څنګه دي؟
 او….
دکرکټرژبه:
په همدې خاطر خوپه لنډه کيسه کې دکرکټر ټولنيزموقف،چاپيريال اودندې ته په کتوهماسې لهجه ،خبرې اوکه اړتياوي تکيه کلامونه ورکړو.لکه دنوکرله پاره ډېرې چاپلوسانه اصطلاح ګانې په دې ماناچې دکرکټرژبه بايد تردې اندازې روښانه وي چې لوستونکى دکرکټر له ژبې وپوهېږي،چې ښاري دى که کليوال،بې سواده دى که باسواده،نردى که ښځه ،ماشوم دى که ځوان.او….
××××
کرکټر ته دلهجې دورکولو يولويه ګټه داده چې کيسه واقعيت ته نږدې کوي. بل موږدکرکټر په انځورونه وغږېدو،بياهم ليکم چې دکرکټر ظاهري انځورونې ته بايد ډېرپام وشي.نوکه زموږدکيسې کرکټر په کلي کې يوشپون وي.دهغه ظاهرې څېره مو هم انځورکړې وي.اولوستونکي پوره راسره منلې هم وي.،چې ريښتياهم ډېرى دکلي شپانه همداسې څېره ،جامې او…لري.دکيسې دواقعيت يوعنصر موپرې منلى هم دى چې که لوستونکي ته سل  سلنه واقعي نه ښکاره کېده.پنځوس سلنه خوبه يې راسره منلې وي. پردې وخت که موږدکرکټرترخولې داسې الفاظ راوباسوچې موږيې په کتابوکې لولو_يعنې معياري وي_دابه اصلا لوستونکي ته ټوکې ښکاره شي.
دکرکټراروايې اړخ:
دکيسې په کرکټر کښنه کې ليکوال مجبوردى چې خپل کرکټرمخکې له دې چې په کيسه کې داخل کړي،بايدله رواني اړخه هم پوره وپېژني.پوره ځکه  چې  دکرکټر پېژندنه څه په واقعي ژوندکې انسان پېژندنه  نه ده ،چې پوره والى يې امکان  ونه لري. دکيسې نړۍ دليکوال خيالي نړۍ ده چې ټول وګړي يې دده ترسترګولاندې پيداکېږي اوپه کې اوسېږي.ځکه خوليکوال دکيسې له کرکټرياکرکټروسره تربل هرچاښه بلد دى.خودکيسې خياليتوب په دې مانا نه چې کرکټردې يې هم خيالي وي.
××××
په کيسه کې دکرکټر رواني اړخ ډېرمهم دى ،اوبايد دکيسې ترپايه په نظرکې ونيول شي.ترپايه په دې ماناچې په مکالمه کې بايددې ته ډېرپام وي چې زموږټاکل شوى کرکټرپه کوم ډول خبره څه رقم احساس کوي.اوکوم عکس العمل بايد وښيې؟او که پېښه پرې راځي دې ته موبايد پام وي چې کرکټر_که دهغه په قالب کې موځان اچولى وي اوکه بل شناخته_ددغسې يوې پېښې په اړه بايد څه وکړي؟دغه څه بايد هم لوستونکي دمنظقي دلايلوپر راوړلو دمنلو وړوي اوهم بايد دکرکټر له رواني اړخه سره برابروي.
دکرکټربدلون:
د دې له پاره چې پر خپل کرکټرموبشپړواک وي،اوپه خپل اختياريادکيسې په اوږدوکې رانه بدل نه شي.يايې هم پېژندنه رانه ګډوډه يابېخې هېره نه شي.نجيب منلى ديوه فرانسوي ليکوال دناول ليکنې يوه عجيبه ښه لاره راپه ګوته کوي.منلى  ليکې چې:
يوه فرانسوي ناول ليکونکي په يوه راډيويې مر که کې وويل :” زه چې کله په يو ناول کار شرو کوم نو مخکې له مخکې د اصلي څېرو ژوند ليک جوړم يانې دا چې پلانی چېرته او کله پيدا شوی، مور او پلار يې څوک وو، څو تنه خويندې وروڼه يې درلودل، په کوم ځای کې يې ښونځی لوستی، زده کړه يې تر کوم پړاوه رسولې، او په لسګونو داسې نورې پوښتنې ځوابوم او بيا يې کيسې ته ورګډوم او په کيسه کې يې ټول کړه وړه د همدغو شراېطو سره برابروم“ دا ټکي په ټکي د ليکوال خبرې نه دي خو همدغسې څه يې ويل.
××××
په يوه کيسه کې کرکټرممکن دوه ډوله بدلون وکړي،يويې له کيسې اوپېښې سرسم ورو-ورو بدلون دى ،چې ممکن لوستونکي ته هم کومه پوښتنه پيدانه کړي.دې ډول بدلون ته (Character In The Making)  يادلوړتيا بدلون وايې.بل هغه ډول بدلون دى چې کرکټر دکومې خبرې ياپېښې سره په مخامخ کېدوپه احساساتوراځي اواصلي هدف ترې په غوسه کې ورکېږي چې وروسته بيانوبل څوک وي، دې ډول بدلون ته داضطراب يا(Character In The Crisis) وايې. چې دلوستونکي قناعت قوي دلايلوته ضرورت لري.
راځئ پورته کرښوته په پام سره په لاندې لنډه کيسه کې کرکټر،دهغه درې ګونې اړخونه،انځورونه ،ژبه او…وځيرواوداکارتاسې په خپله وکړئ

سره \لنډه کیسه

پټکى يې له سره لري کړ ،بې ويښتوککر‌ۍ يې وګروله ،پنډ لنډي بريتونه يې سره ولاړل ،په خندا يې وويل
:- امين ګله! قسم در سره کړم سې ټول درکوم.
ده سر ښکته ځړولى ؤ ،په څټ کې يې لاس تېر کړ او نوې راغلې مړه ږيره يې پرې وګروله ،اکبر ورته بې حوصلې شو ،خو ورو يې وويل
:- نو ولې په چورت کې سوې ،کم درته ښکاريږي؟
سرځوړند يې له ځان سره وويل_توکل ده ،ځه چې ار څه وسو_په زوره شو
:- يا ،سيې ده ،کاکا خو…
:- خويې نوچيشى د ه ؟
:- يام وخت لږد ه.
:- وراره ګله! ته ځوان يې ځوان ،وروربه مې په د وو شپو کې غرونه راته ړنګ کړي واى ،پلار دې ښيېم ،خداى دې يې وبښي ،ښه سيې د ه ،يوه ورځ يې دې تا لابله .
له ځان سره يې ورو وويل:چې پلارمې دومره درباندې ګران ؤ ،نوولې دې جلا کاوه؟
په زوره خويې ځکه نه شو ويلاى چې سودا يې خرابيدله ،پوهيد ه چې ډير شى د ي ،بل يې د مور هغه خبره چې سهار يې د راوتلو په وخت کې ورته ويل
:- زويه! دا درې شپې يې وچه خورو ،ماښا م ته لږکوشش وکړه.
په ذهن کې غبرګون کاوه ،ورته ويې ويل
:- ښه سيې ده ؛په دروشپوکې خوکه خير و ،اسانه ده ؛خو ،ګوره کاکا چې بياټول راکړې!
د اکبر تندى ګونځې شو
:- اوف! خومخته مې ام قسم درته وخوړ؛ته کاروکړه ،ټول په اغه جى درکوم.
دا ځل اکبر هم له دې خبرې سره په ځاى کې وښورېده ؛او په فکر کې يې دکونډې وريندارې دناوېتوب شپې ورځې او دهغې په ګېڼوسينګار حال نېغ ودريد.
بيايې له ځانه سره وويل
:- ځه! د اغې ولاکه بېخې په زړه وي.
××××××
د زړه  دربايې په غوږو اورېده،سايې بنده_بنده کېده؛ توره يې لا اوس په لاس کې تياره نېولې وه.
ورو- ورويې قدمونه اخېستل ،تياره وه ،تکه توره شپه وه.
په سراى کې يې يوې بلې خواته وکتل ،د ده ځاى ته يې وکتل ،ځاى يې ورته مالوم و ،چې په اوړي کې دى په چوتره کې څملې .
بې پامه درېده (نو ولې يې وزنم؟ مځکه به يې دده سي ، قتل به زه وکړم!)
خوبيايې په سوچ کې دمور خبره (زويه ! دا درې شپه يې وچه خورو…)
ورغړېده.
ژړغونى شو
:- ادې ! نن به دې بيا دې بياځې وچه خوړلې وي؛ خو سبا ته د قتل په بد ل کې په کوندري غوښه واخله!
ورو- ورو ور روان شو،دزړه دربايې ډېرېده ،سا يې بېخې بنده_ بنده کېده.
په ژوند يې قتل نه وکړى ،پښې يې رېږدېدلې ،خولې ور باندې راماتې وې.
کټ ته يې ور نږدې شو ،په يوه خرپ يې سرترې غوڅ کړ.
تر ويښتانويې ونيو ،په نېولې سا په ګړنديوګامونوتر دروازې راووت ،ټوله لاره يې نه شاته کتل اونه يې تر ويښتانو نېولي سرته .
خولې پرې راماتې وې ،پښې يې مړې_مړې کېدې.
په نيولې سا يې له ځان سره وويل
( ځه! څوک خبريږي ،سې چا وزلى؟
خوکه دغ تره مې اوس ټول راکړل.)
××××××
بوډۍ د څراغ په تيته رڼا کې په حيرانۍ ترې وپوښتل
:- زويه! تر دا نيمې شپې چېرې تللى وي؟
:- ادې !خوتاويل چې دا درې شپې يې وچه خورو، هه اوس يې درواخله .
له دې سره يې د تړلي رومال غوټه له جيبه راو کښله ؛ اود مور مخ ته يې واچوله.
:- دا چيشي دي زويه ؟
سوړ اسويلى يې وايست ، لاسونه يې سره ننه ايستي سرته کېښودل او بالښت ته يې ملا ولګوله
:- ته خو يې خلاص کړه ،ادې! ډېرپسې ستړى سوى يم.
د بوډۍ د کوتو لاسونو نرۍ واږدې ګوتې پرې وښورېدلې ، حيرانه شوه اوبيايې په ذهن کې د ناوېتوب سينګار ور وګرځيد ؛ويې موسل (اغه به نه وي!)
ده پرې غږکړل
:- ادې!څه وړ؟ اتي موبس دي کنه؟
دې لاسره اړول را اړول چې بې غمي ګوتې يې پکې پيداکړه ،له خوشالي يې چيغه کړه
:- آخ! تر زوى مې جارکړې ، دا دې چېرې پيدا کړه؟
دغه دې ما دې واده ورکې سوې ګېڼې اودغه دې د پلار اغه ګوتې چې غمى يې نه ؤ!!
پاى

اخيستنځي
1. څېړنوال ، هاشمي ،سيدمحى الدين ،دنثري ادب ډولونه(ادبي ژانرونه) ،دپښتوڅېړنونړيوال مرکز١٣٨٩ل.٢٠١٠م
2. احمدي،نصيراحمد،دواورې سړى،٤٦مخ،مومندخپرندويه ټولنه،١٣٨٨ل
3. احمدي،نصيراحمد،راځئ کيسه وليکو،٢٢_٢٤مخونه،مومندخپرندويه ټولنه،١٣٩٠ل
4. څېړندوى،روهي،محمدصديق،ادبي څېړنې،دانش خپرندويه ټولنه،١٣٨٦ل،٢٠٠٧م
5. ښاد،ښوويالى نصيراحمد،دمعاصرې دورې نظمې اونثري متون،١٣٩٠ل.ختيځ خپرونديه ټولنه.
6. بهيرټکى کام.
7. شميسا، دکتورسيروس،انواع ادبی،فردوس ،ايران

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x