ادبي لیکني

په اسلامي ادب کې د جمال تصور

لیکوال: استاد فضل ولي ناګار

د اسلام مقدس دين جماليات او ښکلي هنرونه نه يوازې دا چې منلي، بلکې پاللي يې هم دي. که لويديځ ته يوازې زمونږ د عارفو شاعرانو شعرونه يو پيغام وبولو، نو دا ځواب به مو ويلى وي؛ ځکه تر دې ړومبى لويديځ شعر له سره ترپايه د ديوتاګانو کيسې وې. اسلام د ژوند د يو بشپړ قانون په توګه ښکلا له پامه نه ده غورځولې، چې پر نورو ښکلو فنونو سربېره يې اسلامي ادب او په هغه کې د ښکلا تصور تر ټولو ښه بېلګه ده. په دې څېړنه کې به جوته شي چې د اسلام سپېڅلي دين يوازې شعر و ادب نه، بلکې ټول ښکلي هنرونه پاللي او روزلي دي. سريزه: له پېړيو راهيسې زموږ د ټولنې د مذهبي بنسټونو پر اساس يو معيار او کچه شته چې بايد هرڅه پرې کچ وميچ شي. دا هغه اصول دي چې اسلام راښوولي دي؛ ادب وي او که بل هر فن، بايد اخلاقي پولې ونه نړول شي. ددې په نښه شويو اخلاقي پرنسيپونو په چوکاټ کې ادب هم مطالعه کېدلى شي. له ادب سره جمال او جماليات غبرګ توکي دي، چې له دې پرته هنر نه شي رامنځته کېدلى. دغه مقاله به جوته کړي، چې زمونږ دين ټول ښکلي هنرونه او بيا ادب د ارتقا کوم پړاو ته رسولى، او په دې هم بايد پوه شو چې د روانې پېړۍ د علم او پوهې په دې چټکه زغاسته کې زموږ ادب زموږ ذوق څومره بيدارولى او د پرمختيا له کاروان سره څه ډول د لارې ملګرى کولى شي. موخې: د څېړنې موخه داده چې ټول لوستوال او محصلين له دې ارزښته خبر کړو، چې زمونږ مذهب او کلتوري اړيکو په فطري ډول ښکلا پاللې او روزلې ده.

اسلامي ادب اخلاقو ته د کلکې پاملرنې سره سره په ليکنو او نورو ټولو ارزښتونو کې د هنر ځاى تش نه دى پرېښى، او په داسې ښکلا يې ډک کړى دى چې ذهن ته روښانتيا، ذوق ته طراوت او انساني شعور ته د سپېڅلتيا بهيرونه په زمزمو راولي. په اسلامي ادب کې د جمال تصور: د ادب او ښکلو هنرونو په اړه چې د اسلام نوم واخيستل شي او د اسلامي ادب خوځښت په څپو راشي، نو د ادب ځينې لاروي غوږونه ونيسي چې د اسلام يې له ادب سره څه؟ ادب د ادب او ادب د ژوند لپاره غوښتونکي او علمبرداران يې ويرېږي، او د خپلې ذهني ارتقا په کچ ډول ډول اوازې خوروي. دوى ښايي د اسلامي ادب له تصور نه ځکه په ويره کې وي چې ګوندې اسلام له ادب نه هغه ټول عناصر ليرې کوي چې روح يې دى، او پر ذهن مذهبي بنديزونه لګوي چې په پايله کې د ادب مرګ منځته راوړي. دغه ښاغلي له يوه سره په غلط فهمۍ کې ښکېل دي، او د خلاصون ښه لاره يې داده چې د اسلامي ادب بنسټونه وپېژني.

(١) انسان تش د فکر او پوهې ماشين نه دى، بلکې د احساس او تاثر غوندې د لطيفو رنګونو امتزاج او ګډون هم په کې شته، او که دا په کې نه وى، نو ژوند به يې پيکه او بې کيفه وى. انسان ته دغه ځواکونه رشد او تازه ګي وربخښي او په ژوند کې يې نوى حرکت پيدا کوي؛ دغه بهير محدود نه، بلکې نورو ته يې د ادب مصورۍ او لطيفو فنونو په بڼه وړاندې کوي چې ددغو فنونو تر منځ ادب د اظهار لپاره ژبه وسيله کوي او د ټاکلو اصولو او ضوابطو په نظر کې نيولو سره خپل قلبي کيفيت او د زړه اواز د ټکيو او الفاظو په ډول نورو ته رسوي.

(٢) د انساني ذهن د څېړنې پر وخت ښکاري چې انسان په فطري ډول ښکلا پالي او د جمال ذوق و احساس لري، چې د توپير او امتياز ځواک يې وربښلى او د ښه او بد ترمنځ کرښه راښکلى شي. ددې ذوق له برکته هغه د ځړوبو، ستورو، لمر، سپوږمۍ او شينکيو نه خوند اخلي او د قدرت ښکلې نظارې او شهکارونه يې په وجد راولي، او بيا همدغه ذوق ورته په ژوند کې د حق او صداقت امتياز نذرانه کوي چې د ګردو غوښتنو او هيجاناتو ترمنځ د اعتدال په حقونو له پوهېدلو سره د ژوند پر مزاياو وپوهېږي؛ دغه حس او احساس په عمومي توګه په زړه پورې تړلى، او ددغو تاثراتو له راجوشېدلو نه د ادب تخليق کېږي. خو ډېر ځلې داسې هم کېږي چې د نفس هيجان او د خواهشاتو زور دغه سپېڅلى ذوق مغلوبوي، او هغه ښکلا او لطافت ختموي چې د ادب روح دى. د ژوند په جدوجهد کې ماتې خوړلي ته له ښه نه ښه ښکلا هم تکليفوونکې او هر لورى ورته تياره ښکاري، په داسې حال کې ذهني توازن ګډوډ، سالم ذوق مات او دغه عکاسي او انځورونه لوړ ادب نشو ګڼلى. ددغو مړو تخليقاتو ساه جاهلي تصويرونه او ګمراه کوونکي سمبولونه وي چې هيڅکله د يوې ټولنې په تهذيب کې برخه نشي اخيستلى، او نه شاعر او اديب د يوه مسئول په توګه د ټولنې روحاني جهت او لورى ټاکلى شي.

(٣) د ادب دغه نيمګړتيا د اسلام مقدس دين پوره کوي، ځکه ژوند ته يې داسې درست او سم ارزښتونه ډالۍ کړي چې اديب له انساني فطرت سره تړي، او دغه يقين او عقيدوي تړښت د اديب ذوق او وجدان له ګډوډۍ او بې لارۍ ژغوري. د اسلام بختور ظهور ښکلي هنرونه د يوې اړتيا په توګه وپالل؛ شعري قريحه او ادبي سليقه يې مهذبه کړه، تر دې چې په يوه حديث شريف کې ماشومانو ته د شعر ښودلو سپارښت شوى دى. همدارنګه امام مسلم رحد شريد رضى الله عنهله خولې وايي، چې يوه ورځ د رسول الله صلى الله عليه وسلم ترڅنګ روان وم، د اميه بن الصلت د شعر يې راته وويل، ما يو بيت ووايه، ويې ويل، ولوله، او همداسې دا لړۍ تر سلو بيتونو ورسېده.

(٤) د عظيم الشان قرآن د جمالياتو نظريه، د جاهلي ادب چيلنج او د اسلام د ستر لارښود حضرت محمدصلى الله عليه وسلم لارښوونې د مسلمان اديب او شاعر د لارې مشالونه دي. د السجدې د مبارک سورت له ٧-٩ اياتونه د انسان ځانګړې يادونه راښيي، چې هغه د خالق د فن شهکار او له هرڅه ښکلى دى؛ په صوري او معنوي دواړو ډولو خداى جل جلاله په انسان کې خپل روح پوکلى، د هغه کړه وړه يې سم کړي، او يو ځانګړى تناسب، توازن او اعتدال يې وربخښلى دى. د انسان د سترګو، غوږونو او زړه رغښت د جمالياتو په نړۍ کې ستر ارزښت لري؛ سترګې ښکلي شيان او ځينې نظارې ګوري، غوږونه ښکلي اوازونه اوري او ددغې ښکلا مرکز زړه دى، نو ځکه دغه حواس د ډېر ارزښت وړ دي.

(٥) د التعابن سورت په درېيم آيت کې د انسان د جسماني رغښت د ښکلي تخليق يادونه دا راښيي، چې بنده د ځمکې له ټولو مخلوقاتو غوره او پر ځمکه د واکمنۍ وړ دى. قرآن کريم له نن نه څوارلس سوه کاله ړومبى د انساني ژوند په بنسټيزه مسئله چې جماليات دي او د شعر و ادب روح يې ګڼلى شو، رڼا اچولې او داسې يې مطرح کړې چې د انساني ذهن د پرله پسې ارتقا سره سره د زمان او مکان په ټولو شېبو کې د انسان د جمالياتي احساس تنده خړوبوي او دغه ربړه يې داسې اواره کړې، چې د زمان و مکان په اضافيت کې مطلق حيثيت لري. قرآن پاک پخپله هم د ښکلا ژوندۍ بېلګه او له پيله تر پايه په کې يو اهنګ په څپو ښکاري، په تېره په سورت رحمن کې دغه اهنګ ارتقا ته رسېدلى دى. د قرآن کريم په ټکيو او مانا کې يو زبردست تړون دى، چې بهرنى ژباړونکى (اى جي ار بيري) يې هم دې وينا ته اړ کړى دى: (( د قرآن په عربي کې چې کوم فصاحت او اهنګ دى، هغه دومره خوندناک، زوردار او اعلى جذباتي کيفيت لري چې زما ترجمه او ددې نوعيت هر رنګ به د روښانه او عظيم الشان اصل يو تت غوندې نقل وي.))

(٦) قرآن حکيم د ستر جمالياتي ذوق له پاللو سره سره مسلمانو اديبانو ته د يوه داسې معيار حکم کوي، چې په کې د خورا زيات او لوړ ادبي قوت سره سره له حقايقو نه د وېښته د سر قدرې سرغړاوى هم نه وي شوى؛ دا ډول اديب کولى شي چې د يوه ملت خوبولي ځواکونه په خپل ادبي شوکت او تېزو خوږو نغمو راويښ کړي. د شاعر په دې تخليق کې به د اسمانڅکو غرونو استقامت او د ځغلندو بهېدونکو چينو رواني وي، چې د وينا د ښکلا او اغېز د ښکلي امتزاج باطني او پټه نړۍ ښکته- پورته کوي، چې په حقيقت کې د فن دا معجزه د سپېڅلي عشق په زور ودانېږي. د ښکلا پالنې ترڅنګ قرآني ادب دومره وجد راوړونکى دى چې مخالفينو جادو وګاڼه، د عظيم الشان قرآند چيلنج ژبه هم ډېره سپېڅلې او قاطع وه، د سمې او فطري لارې له هدآيت سره سم يې جاهلي ادب رد او مقابلې ته يې راوباله؛ خو د عظيم الشان قرآن ادبي اعجاز د هغه وخت غوره جاهلي ادب ګونګ او سونګ کړ.

(۷) د البقرې ٢٣ آيتپه څرګندو ټکيو کې جاهليت چيلنجوي، که چېرې تاسې پر دې کلام شک کوئ، چې مونږ پر خپل بنده صلى الله عليه وسلم نازل کړى، نو که ريښتينې ياست، داسې آيتونه او يا يو سورت جوړ کړئ، او څوک مو چې له خداى جل جلالهپرته مرستندويان دي، راويې بلئ؛ خو تر اوسه لا هيڅ ډول اديب او پوه ددې چيلنج غبرګون نه دى کړى. نن هم قرآن کريم څوارلس سوه کاله وروسته هر ځاى داسې د فهم وړ دى، لکه څوارلس شوه کاله پخوا چې ؤ، او د قديم او جديد هيڅ توپير يې نه دى پيدا کړى؛ هر ټکى يې د فصاحت و بلاغت زر اړخه لري، او دا د قرآن اعجاز دى چې تر اوسه تازه او بليغ دى، د علامه اقبال په وينا: صد جهان باقيست در قرآن هنوز که نه د فرعونيانو قبطي ژبه څه شوه؟ د هومر يوناني ژبه چېرته ويله کېږي؟ د عيسويانو پر لاتيني ژبه څه تېر شول؟ د يهوديانو د عبراني ژبې کومه نښه شته؟ د عظيم الشان قرآن د جمالياتو او ښکلا نظريه نيمګړې نه، بلکې د معروضي او موضوعي حسن يو امتزاج يې ګڼلى شو، ځکه په بېل- بېل شکل کې نيمګړى او نا پوره ښکاري او هره يوه يې د حقيقت يو مخ وړاندې کوي. که دواړه يو ځاى کړى شي، نو دغه هماهنګي او وحدت د حقيقت دواړه مخونه ځلوي، او پوهانو دغې نظريې ته د (وحدت جمال) نوم ورکړى دى.

له همدې کبله د قرآن پاک مطالعه احساساتو ته ښکلا او جمال ورکوي، ذهني قوت روښانه او پياوړى کوي، د لوستونکي شعور بيداروي، او هغه جمال زرغونوي چې د انسان ناپوره ارمان دى. تاريخ راښيي چې د عظيم الشان قرآن د جمال د تصور په انګېزه مقدس ارټ هم د اسلام پيغام د وينا او ليک د وسايلو په وړاندې نېغ په نېغه او ډېر چټک مجسم کړ، او يوه بېلګه يې په تونس کې د قيروان جومات دى، چې کتونکى يې د ليدو پر مهال احساس کوي چې اسلام يې ليدلى دى؛ دا ده د مذهب ښکلا او د قرآن حکيم د جمال د تصور الهام. عربي کره کتونکى (الاصمعي) په شعر کې د هنر د کچې د لوړېدا پلوي دى؛ هغه د حسان رضبن ثابت جاهلي شعر د اسلامي عصر د شعر په پرتله لوړ ګڼي. هغه په دې اند دى چې کله شعر د خير او نيکۍ په باب ويل کېږي، نو کمزورى او نرم شي، لکه د حضرت رسول اکرم صلى الله عليه وسلم ، حضرت حمزه رض، حضرت جعفر رض مرثيې. هغه د شعر لاره هماغه د (فحول) طريقه ګڼي، لکه د امرالقيس، زهير او نابغه شعرونه، چې هجو، مدح، د شرابو ستاينه، وياړنې او د کايناتو منظرکشي وه.

(٨) خو د هند نوميالى عالم مولانا ابوالکلام ازاد دا نه مني، او په دې نظر دى چې د انسان تصور له قهريه صفاتو پيل شوى، او علت يې څرګند دى؛ د کايناتو فطرت د تعمير او تخريب په پرده پټ دى، د بشري فکر طفوليت د تعمير حسن نشي ليدلى، د تعمير د ښکلا او جمال د ليدلو لپاره د فهم و بصيرت لرې ليدونکى نظر مطلوب دى، او هغه لا تر اوسه دې سترګو نه دى موندلى. په نړۍ کې د هر شي غوندې د هر فعل څرنګوالى خپل طرز او مزاج لري؛ تعمير (جوړښت) يو داسې حالت دى چې مزاج يې سرتاسري سکون او خاموشي ده، خو تخريب سلب، ګډوډي، تفرقه او اختلال دى. د جمع و نظم حالت سکون وي؛ د تفرقې حالت شورش، چاودنه او انفجار وي. د يوه دېوال د جوړېدا پر مهال کوم شور نه محسوسېږي، خو غورځېدل يې د يوې چاودنې په ډول وي. ددې حالت قدرتي پايله داده، چې حيواني طبيعت له سلبي چارو سمدستي اغېزمن کېږي، خو حسن يو ځل په مشاهده کې نه راځي او وخت غواړي.

(٩) پايله: له پورته څېړنې دې پايلې ته رسېږو چې د اسلام سپېڅلي دين يوازې شعر و ادب نه، بلکې ټول ښکلي هنرونه پاللي او روزلي دي. عظيم الشان قرآن د جاهلي شعر په کره کتنه د ادب قبله سمه کړه، او يو داسې بنسټ يې کېښود، چې د يوې سالمې بشري ټولنې ماڼۍ پرې ودانېدلى شي. د يوې مهذبې ټولنې په رغښت کې د اخلاقو پر رول سترګې نشي پټېدلى؛ اسلام ددغو پولو پر ټاکلو نړۍ ته يو داسې ادب او کلتور وړاندې کړ، چې ورځ پر ورځ يې پر لارې د لاروو ګڼه ګوڼه ډېرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x