fbpx

د لیبیا یو جنګي جیټ الوتکه د بنغازي ښار ته نیژدې لويدلې

Labiaنن ټکی آسیا: د لیبیا یو جنګي جیټ الوتکه د بنغازي ښار ته نیژدې لويدلې.

دغه جیټ روسي ساخت الوتکه وروسته تر هغه را نسکوره سوه کله چې یې دوو نفرو چلوونکو د خپلو مشرانو له لوري پر مظاهره کوونکو د بمباری د اوامرو څخه سرغړونه وکړه، خبر وايي دغه دواړه پلوټان روغ رمټ د پراشوټونو په واسطه مځکي ته کښته سوي.

پرون د لیبیا دیکتاتور ولس مشر معمر القذافي ګواښ کړی وو چې دی به د مظاهره کوونکي په ضد کلک مسلح دریځ اختیار کړي.
تر دې دمخه هم د لیبیا دوې جنګي الوتکي د هیواده تښتېدلي او د مالطا په جزیره کې کښېنستلي وې ځکه چې پلوټانو یې نه غوښتل پر ولسي مظاهره چیانو بمباری وکړي.
او د ولسي مړو د شمېر په اړه نن د اټالیا وزیر خارجه په خپلو خبرو کې ویلي وه چې د مظاهرچیانو د قربانیانو شمېر تر 1000 مړو پوري رسیږي، او د قذافي د حکم په اړه یې ویلي وه چې د نومړي واک د لیبیا د اکثره شرقي سیمو څخه ټول سوی دی، او اوس تنها دی په طرابلس چې د هیواد پلازمینه ده واکمن دی، چې هغه به هم ډېره ژر دده لاسه څخه ووزي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د