ادبي لیکني

لوی لیکوال استاد محمد اصف صمیم ـ درېیمه برخه

لیکوال: غیاث الدین

د استاد اصف صميم د نثر څو بيلګې
بيا پسر لى شو …
پسرلى دهغه قاصد نوم دى .
چې دكايناتو هر عنصر ورته سترګې په لاروي ، چې ديوه ستومانوونكي ژوند دپا ى زيرى ورسره وي . چې دځوريدليو دتورتم برخليك د( سرنوشت ) دلمر څوك پيغمبر وي .
چې (( فان مع العسريسران مع العسر يسرا .. ( دوژوندي تفسير وي .
چې ديوې ځورونكې فضاء نه دراوريدلې غم دزغم پييره اومحصول دې ، چې ترپټو اونغـښتو زيات اوبربنډ لذت وړي .
چې په خوند يې ترمعشو قانو زيات عاشقان پوهيږي چې دپاڼزيز ( منې ) له ځيګره دخپلې فطرې  نرمې دكسات چاړه بوټه وباسې .
اوبلاخره :
پسرلى دهغه موعو د مسيح تمثال دې ، چې په خپل هرراتګ سره دخپليو كايناتو په مړه كالبو ت كې داميد ساه پوكوي.
خو!!!
داهرڅه هله :
چې دكايناتو عناصرو ته چا( سياسي اواجتماعې عواملو ) دطبعې ژوند تيرولو حق روكړى دى .
چې دستومانوونكو ژوند زوال اوله منځه تلو عواملو ته لار له مخكې نه حواره شوي وي .
چې دځوريدليو دتياره برخليك دروښانولومشال په لاس مخكې هم له خپل ملت نه دبيلتانه احساس ونه كړي .
چې ((ولاتنهو ولا … ((په ګاڼه  سمبال ټولنه دخپل معبود ذكر وكړي  چې يې ذكر وكړاى شي .
چې دوير له اسمانه دراوريدلې بارانه  نه يوازې دمقدس اجتماعې هدف له پاره سپينې للمه شي .
چې ترپټو يې په لوڅو كې دلذت په احساس سربيره دمقاومت  اوټينګار ماده پياوړې وي .
چې عاشقان يې پردې مؤ من وي .
چې :
هنګامه دمينې ګرمه ده ترحسنه
دمجنون  ددرګدا شه ليلامه شه ((۳))

دسنګر زمريه!!
سلامونه اودخداى رحمتونه درباندې ستا دوسپنيزې ارادې اوهوډ په باب دناپيلتوب هغه ځواب راياد شو، چې وايې :
يوه ورځ تر خپل يوه جنرال پوښتنه وكړه ، چې په جګړه كې دهماغو پوځې كړنلارو اوتكنيونو كاراخلو ، چې ستازده وي  ، خو ستا دهميشنې بري او وړاندې تګ راز په څه كې نغښتې دى ؟
ځواب ته غوږ شه ! څومره په زړه پورې دى .
ناپيليون لاس وروړاندې كړ ويل غاښ پرې ولګوه ، چې څومره زور دركې وي ، صرفه مه كوه ، خوستا پرهغې به يې زه لګوم ، ګوروبه چې لومړى دچاله خولې كړيكه وځي ؟
(( دناپيليون خبره وه جنرال پكې څه ويلى شو؟ ځواب يې تر غوښته دواړو يو دبل په لاس خوله ښخه كړه ، رنګونه سره واوښتل ، يودبل دكړيكې په تمه وه ، چې اخر دناپيليون هوډ اوميړانې دجنرال له خولې كړيكه  وايسته ناپيليون ورته وويل :
ترپايلې سريزه رانه اوږده شوه ، خبره مې داكوله ، چې نه هم خپلې عقيدې ، ايمان اوافغانې خودې دداسې يو وينې خور ښامار راپرخونې ته هڅولې يې ، چې دځمكې پرمخ پرهر خپلواكې مين احساس اوتاثر ملنډې وهل په خټه كې اغګلې دي .
اوته !
ته خوېې لانهه شپيته (۶۹) كاله دمخه په خپل ګومان له ستونې تير ګڼلې وي .
مګر دسنګر زمريه !
ستاايمانې ځواك اوافغانې مړانې ته هم سلام دى ، هغه شندې دې پرې وكړي ، چې دسولې اوديانت څښتنانويې  سارى په خوب كې هم نه ووليدلې .
تابه خپلې مړانې اونه ايليدونكې ارادې سره دنړى دويدو مستضعفو اولسونو مخته دازادى غوښتنې اومقاومت ته دلمسون اوبه وشندلې .
تادوګر خور ښامار په وينو خپله ځليدلې توره داسې رنګ رنګ كړه ، چې پر نورو سربيره دې همداښامار په خپله هم په بريتو  – بريتو ( پراودا ) كې په ستاينه نه مړيږي ، خو چې دانه شرميږي ، داله خپل فطرته شرميږي .
كه ستا پرلاس يې خپلې ناولې داړې ښخې كړې ، نو تايې هم وښكې تربيخه څيرولو ته نژدې كړي دي .
نواى دسنګرزمريه !
زه درته دشاعر په خوله ډاډ دركوم چې :
دمردي اونامردى ترمنځ ميل نه دى .
تفاوت يې ياپه زړه دې ياپه ګام اوهغه خداوندې اطمينان خوڅه كوي چې :
(( انتم الاعلون ان كنتم مؤ منين ))

نن بيل نن دى
نن هم دعادت له مخې لمر دهمدې ځمكې پرمخ څيره ووهله ، تياره يې وڅيرله ، درڼاانعام
يې عام كړ، سترګې يې وبريښولې ، خو دپخوا په شان نه ، نن دپخوا په شان ه ، نن يې پاڼه زيړه غوندې وه ، لكه يا چې چا ځبيښلې وي اويا ديوه ستر زيرې په راوړو سااوتيګاوهې .
نن رښتيا چې ډيره درنه ورځ وه سام اوهيبت نن نور څه كول ، نن پر كايناتو هيب خور و . خوداسې هيبت وه چې ويره اوترهه ورسره نه ډاده اوديوه نوي هيله من اوميد واروونكې ژوندانه بدرګه ترمخكې – مخكې په منډ ه وه .
نن !
الهې مشيت له قوې نه فعل راووت .
نن !
دپرښتو سترګې دهغوې سترګو په كتو مړې اورڼې شوې ، چې صفتونه يې لازرونه كاله مخكې په ( لوح ) كې لوستې وو .
نن !
الهي لورونې له لاهوتې عالم نه ناسوت نړى نه په بله بڼه راكيوتې .
نن ! هماغه وشول ، چې دكايناتو هر توكې يې دكمې احساس خپله وجودې نيمګړتيا اوكمزوري ګڼله .
نن !
دلوى څښتن (-ج) داستازيو سرغندوي اوقافله سالار دمنزل مقصود پرلور دنورو داخلاقې اواجتماعې ښيګړو دبشپړونې تابيا نيوله اودانسانيت دسيلې خپلې كاروان دلارښوونې له پاره يې دخپلو اسلافو دبهير پرپله روانيدو ته ځان ساز اوه .
نن !
هر چا اوهر څيز ځان نوى – نوى انګيزه .
نن !
دسر وهلې – بروهلې انسانيت دلالهانده ورځنې په هر اړخيز سمون كې هماغه تشه ډكه شوه، چې دزور اوزرودڅښتنانو دناوليو ارادو زيږنده وه .
نن !
دهغو مشركانو پركاله دغم كاڼى وريدل شروع شول ، چې دساده زرو مستضعفو په شتون كې ( وجود ) كې يې دخپلې  خدايانو دپرتم اوځواك خوبونه ليدل .
خداى يې  هم په كمه و.
نن !
دنړى دهغو سړي خورو ستر چاريو ( مستكبرينو ) ميندې بورې شوې ، چې دوينو په څښلو نه ، په تويولو پايدل .
نن !
پاك رب دنړى انسانانو هغه لور اوپيرزوينه كمال ته ورسوله ، چې له ادمه تر هغې دمه يې پرچا نه وه لورولې .
اوبلاخره :
نن يې پيداكړ ، نن يې راواستاوه اونن يې دخپل رحمت غيږي ته  وغوښت ، البته  افاقې پيغام اوداستروياړ يې په ميراث پريښود، ((اليوم اكملت لكم دينكم واتممت عليكم نعمتې ورضيت لكم الاسلام دينا )) (( وماارسلنا الارحمة اللعلمين + صلو عليه وسلمو تسليما ))

 

دوه ښي لاسونه
دانه افسانه ده اونه كوم خيالې تخليق ، بس يو سترګو ليدلې تاثر دې چه كه څه هم شپږ – شپږ نيم كاله پرې تير دې ، خو زما په ذهن كې ديوه تل پاتې ياد په توګه پرته  خاطره وه اوپه يوه څوكرښو كې يې نغښتل غوښتل .
هسې خوزما درنځووى شورؤ ، دلته له راوستو نه څلور _ ترپنځو ورځې مخكې وه .
خونن خداې شته له سهاره ډير ناسازه وم ، نن مو ۱۴ مه ورځ وه چې كوربنو راغوښتې وو ، له خوراك، څښاك نه خو موخان قدرې هم نه خبراوه، چې ماران مورابللي دي، چې خاورې به خورې او كه نه چې چابه كومه توكړه خيراتي راليږله، هغه به په مزله دومره ستړې ستومانه وه، چې معدې به ورته په هله اسانه ځان هم نه شو نيولى، دمعدې له لاسه مې نه څه خواړاى شول او نه مې صبركيده، هغه راغوښتې سونډو سپيركى مې هم له بيګانه خوړلې وه، خوبيا هم بياهم چې سهار لمانځه ته پاڅيدم، حال مې نورو، پرمصلى ناست وم لاسونه مې اوچت وو، چې چپه سترګه مې دوه- درې ځلي ورپيده، څه شيبه – نېمه خو انديښمنو په مخه كړم، خو نورې پرې له پاسه شوې، راپاڅيدمو ډډه مې ووهله، خو چې څنګه مې سترګې ايله سره ورغلې، يودروند اوهيبتناك ډز مې ترغوږوشو، خوب مې وتښتيده نيغ په كټ كې راكيناستم، سترګې مې ومښلې، سات ته مې وكاته، ستنې پاوكم اتوته نيژدې كيدې، پښه مې لاله كټه راكيستې نه وه، چې دعسكرو يوغرشو او چې څو ترې  ما پوښتنې ته ځان سازاوهو، هغوى بيا وتي وو، ما دخپل تسل او ځواب له پاره ځان ايل خپلو ملګرو ته ورساوه، هغوى هم دهيبت او اريانتيا دڅليو په شان چپ چاپ ولاړ وو، ماټولوته په استفهام وكاته، خو پوه شوم، چې هغوى له څه ويلو نه خاموشي ښه ګڼي.
زمونږ ددې خاموشى به لاس- پنځلس دقيقې نه وې تيرې، چې دخونو پرسرونو درزهار شو، غولى هم له وسله والو عسكرو نه ډك شو، دديوالونوپركونجونوهم ځان پرځاى ودريدل، دلته دوى منډې او دربهار جوړ كړي و او دبهر نه دنورو ډزو غړمبهار زمونږ هيبت او اريانتيا زياتوله، څه شيبه، خو همداسې چپ- چاپ هيبت ولي ناست وواو ښكالو قدرې هم چانه اوريده، دهرچاپه سترګوكې بې شميره پوښتنې غړيدې، چې ښكالو موسترګې غولى پلوكړې او چې كانه مو، نو زمونږ رازمن عسكر انور على راننوت، له راننوتو مخكې لامونږ همداسې يوچاته غوږ، غوږ وو انور على چې زمونږ په بې مهاره تلوسو پوه شو، نورو غوندې يې يوځل شاته وكتل، بيايې پرمونږ ټولو ځغلند نظر واچوه او په يوه خوږ من انداږ يې وويل:
زمونږ پر پر هرونو خو همدومره مالګه هم بس وه، دانور علي ځواب زمونږ دتلوسو او انديـښنو تنسته لاپسې وغځوله، څه شيبه- نيمه خو چې پرسكوت مو وس برنه شو، نو دغله دمور غوندې مو دكندو شاته ښه وژړل او چې ستړي شو، نوفكرونه مووجنكول، اټكلونه مو وكړل، خو چې چپ به شو، يو يو ډز به مو دسرپوښ توپك واريده، ورپسې به پرله پسې يوڅو پاړونه وچليدل، بيا ورپسې دغرورې شوبلې( زرهپوښ ټانك) هيبتناك ډرز په غولي كې دولاړې ونې څانګې بې واره يې واره ولړزولې.
له مانه خپل درد هيرؤ، له بيګا راهيسې مې سترګې سره نه وې ورغلې، په كټ كې وغځيدم، انديښنومې يوې بله له لمنې نيولې وه، ديواله ته مې مخ و، چې په دې كې مې دپښو له ښكالو سره څه شرنګ ترغوږوشو، خوڅه خيال مې پرې رانه ووړ، مګر دخپل ملګري دې پوښتنې مې پام اومخ دواړه ور واړول:
ولسوال صاحب امر وكړ چې استاذانو ته يې ورواچوه.
(شيرمحمد ته چې ولسوال مونږ په هرنامه ښودلي وو، خو هغه مااو زما ملګري ته استاذان ويل)  زه نيغ راپاڅيدم، لاسونه مې وروغځول، خو هغه يوځل زه او بيا هتكړۍ له نظره تيرې كړې او په همدې يوه ولچك كې راته ښودلي دي.
زمونږ يوغير سياسي ملګري ورته وويل: هلكه شيرمحمده! دې خوناسازه دى، دى څنګه له هغه سره تړې؟ داسې وكړه، چې يوه جوړه نورې راوړه چې سره بيل بيل شي.
شيرمحمد وويل: كاكا! نه څه وكړم، مونږ خو تابع دامر يو، دولسوال صيب امر دى، چې د دواړو ښي لاسونه…
خير د اولسوال صاحب امر تعميل شو، مونږه دواړه يو دبل داوږو پيټى شو، ورځ مو دتكليف سره سره په تشويش لنډوله، غرمه شوه، ماسپښين شو، مازيكرشو، خو بې له پرله پسې ډزو مو نور څه  وانه وريدلو اخر چې انورعلي بيا ستړى ستومانه راننوت، ويل: داخوانيان دشميرهغه لومړنى اټكل غلت وخوت، دوه نيم سوه كسه نه وو، تراوسه دپنځو ماسره شوو رپوت راغلى.
انور علي لا داخبرې كولې، چې ډزې غلې شوې، ماساعت ته وكاته، پاوكم څلور بجې وې، د ډزو پرځاى څه شور غوندې ترغوږو كيده، چې شيبه تيريده شور رانږدې كيده، شعارونه او(( هوراوې)) پكې بليداى شوې، چې په دې كې بيا شير محمد راننوت، هغوى نور زمونږ نور پوښتنې ته نه كاته، پخپله يې ځواب وايه، ويل:
ماسره ماته شوه اوچې مونږ ترې دكلابند شوي كسان هم پنځه، نه يوازې يوكس دى، ده لاخبره نه وه خلاصه كړې، چې شور اوشعارونه دګډون كوونكيو له فاتحانه غرور سره داولسوالى په لوي وره راننوت او داولسوالى دانقلابي وينا اوشعارونه په بدرګې سره دمحاصرې ډرامه پاى ته ورسيده او شيبه  نيمه پس د بنديخانې ور يو لوړ دنګ عنم رنګ ځلمي ته ايله شو، چې دزولنو او هتګړيو شرنګا يې دبند يخانې د دروازې دځنځير له شرنګه څو واره زياته وه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x