ترکيې د ایران یو جاسوسي شبکه کشف کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۳ل): ترکي چارواکي وايي چې دوی یوه ډله کشف کړې چې د ایران لپاره جاسوسي کوي. دغه ډله د هوايي دفاعي سستم او نورو مهمو پروژو په اړه معلومات ایران ته ورکوي.

د «ټو ډیز زمان» ورځپاڼې د راپور په اساس په ترکیه کې د «توحید – سلام» په نوم د دغې ډلې زیات شمېر غړي نيول شوي.

ورځپاڼه زیاتوي چې پولیسو د ایران لپاره د جاسوسۍ کولو یو شمېر کړیو د فعالیتونو په اړه ۸۵۴ مخونه اوږد راپور تیار کړی دی.

په راپور کې راغلي چې پولیسو په ترکیه کې د رنیل اسټيټ په شمول یو شمېر نورو کمپنیو کې ایراني کارکوونکي او یو شمېر ترکیانو د ایران څارګرو ادارو سره د پټو
اړیکو درک لګولی دی. دغه خلک د رادار سستم او ترکیې د هوايي دفاعي نظام په اړه پټ او مهم معلومات ټولوي او د ایران پاسداران انقلاب ته یې لېږي.

د جاسوسۍ سربېره ایراني ایجنټان په استنبول کې د امریکا په قونسلګرۍ د برید لپاره تیاری هم کاوه. همدا راز په استنبول کې د اتومي څېړنو د انسټيټیوټ هم جاسوسي کوله او په دغه انسټیټیوټ کې د کارونو په اړه معلومات تهران ته ورکول کېدل.

راپور کاږي چې د ایران لپاره یو ترکي جاسوس حسین افني یاسیز اوګولو په ۲۰۱۰ز کال کې د ترکیې مهم حکومتي مشاورینو سره لیدلي وو او له دوی څخه ترلاسه شوي معلومات یې ایران ته ورکړي وو.

حسین اوګولو چې څه موده وړاندې د ترکیې پولیسو لخوا ونیول شو، له ده سره د نیول شوو سامانونو کې یوه هم «یو ایس بي» وه چې په کې د ترکیې دفاعي پروژې او په ځانګړي ډول په ۲۰۰۸ز کې د «التاني» دفاعي پروژې په اړه معلومات راټول شوي وو.

له دې پرته په دغه «یو ایس بي» کې د ټانګونو د نوي کولو لپاره د «میلغم» پروژه، د پوځي چورلکو د جوړونې فابریکه او د بحري ځواکونو لپاره د وسلو جوړونې ادارې په اړه هم معلومات راټول شوي وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د