نړۍ

د حماس راکټي بريدونو کې ۱۷ اسراييليان ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږی ۳مه، ۱۳۹۳ل:) اسراييلي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې د حماس پوځي څانګې «القسام» توغنديزو بريدونو کې ۱۷ اسراييليان ټپيان شوي دي.

اسراييلي پوليس زياتوي، چې د قسام توغنديزو بريدونو کې يو ځای پنځه اسراييليان سرسري ټپيان شوي دي او ۱۲ تنه نور د اسراييلو سويل عسقلان ښار کې ټپيان شوي دي.

د اسراييلي چارواکو له قوله، د حماس ګڼ شمېر توغندي په لوپوړيزه ودانۍ لګيدلي دي او خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه رسولي دي.

چارواکي زياتوي، چې ټپيانو کې پنځه تنه سرسري ټپيان شوي او دولس تنه ژورټپيان دي، چې د ځينو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.

اسراييلي چارواکي وايي، چې قسام د اسراييلو پر ګڼو ښارونو توغنديز بريدونه کړي، چې يو شمېر يې پر ځای لګيدلي دي او يو شمېر نور يې هوا کې خنثا شوي دي.

راپورونه وايي، چې قسام د اسراييلو، پر تل ابيب، اسدود، او عسقلان ښارونو راکټي بريدونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x