نړۍ

که ټاکنيزې ناندرۍ ژر حل نشي، خپل عسکر ويستلی شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږی ۳مه،۱۳۹۳ل): د امريکا لوړپوړي پوځي چارواکي وايي، که افغانستان امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نکړي، دوی به د راون ۲۰۱۴م کال څخه وروسته هم امريکايي عسکر دلته پريږدي.

د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال مارټن ديمپسي نن کابل کې خبريالانو سره په خپلو څرګندونو کې وويل، چې که افغانستان امريکا سره امنيتي تړون لاسليک هم نکړي، نو د پنټاګان د پلان له مخې به امريکايي عسکر افغانستان کې پاتې وي.

جنرال ديمپسي زياته کړه، که ټاکنيزې ناندرۍ ژر تر ژره حل نشي، نو د اړتيا پر مهال دوی کولای شي، د ۱۲۰ ورځو په لنډه موده کې خپل عسکر له افغانستانه وباسي.

جنرال ډيمپسي په يو نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغلی.

امريکايي سرچينې وايي، چې جنرال ډيمپسي به دخپلو رسمي چارو په ترڅ کې افغانستان کې د امريکايي پوځ د مشر جنرال ډنفورډ څخه جنرال جون کمبپل ته د پوځي واک د لېږد پروګرام کې د مشر مېلمه په توګه برخه واخلي.

امريکايي چارواکو څو څو ځله ګواښ کړی، چې که افغانستان ورسره ژر تر ژره امنيتي تړون لاسليک نه کړي، نو دوی به خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي؛ ځکه چې د امنیتي تړون د نه لاسليکولو په صورت کې به دوی افغانستان کې د پاتې کېدو قانوني اجازه ونلري.

د کارپوهانو په اند د جنرال ډيمپسي له وروستيو څرګندونو ښکاري، چې پينټاګان افغانستان کې د خپلو عسکرو په اړه ځانګړی پلان نلري او يا دا چې د تېرو ګواښونو موخه يې يوازې د افغان حکومت ګواښوول وو.

جنرال ډيمپسي د ټاکنيزو شخړو او ناندريو په اړه د يو سوال په ځواب کې وويل، چې راتلونکي حکومت کې بايد ګټونکی او بايلونکي ډواړه ټيمونه برخه واخلي.

د کارپوهانو په اند امريکايي چارواکي افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ويستو ګواښونه په داسې حال کې کوي، چې طالبان ورځ تر بلې د افغانستان ګڼو ولايتونو کې مخ پر وړاندې روان دي.

افغان چارواکو منلې، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار، نورستان، کندهار، هلمند، زابل، فارياب، بدخشان، کندز، بادغيس، لوګر او يو شمېر نورو ولايتونو کې طالبانو ګڼې سيمې نيولي دي او دوی سره دومره امکانات نشته، چې د طالبانو مقابله وکړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x