افغانستان

که زموږ شرطونه پوره نشي، د ټاکنو پروسې سره پریکون کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۳ل): د ډاکتر عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم وايي چې که د دوی تخنیکي شرطونه تر سبا سهاره پوره نشي، د ټاکتو د پروسې سره پریکون کوي.

ولسمشریزو ټاکنو لومړی پړاو د وري په ۱۶مه او دوهم د غبرګولي په ۲۴مه ترسره شو خو د ټاکنیزو ټیمونو تر منځ د شخړو له امله د څو میاشتو د تېریدو سربېره د رایو د بیا ارزونې تفتیش روان دی او پایلې لا هم نه دي اعلان شوي.

د ډاکتر عبدالله د ټیم تخنیکي رییس فضل احمد معنوي نن په کابل کې په خبري ناسته کې وویل چې د تفتیش شوو رایو د باطلولو لړۍ په داسې حال کې پیل شوې چې تر اوسه د رایو د باطلولو د لایحې په اړه پریکړه نه ده شوې.

نوموړي زیاته کړې چې دوی ته داسې معلومات په لاس ورغلي چې د زیات شمېر محلونو رايې او پایلو پاڼې په یو قلم ډکې شوې او امضا شوي، سلګونه رایې چې لاسلیک او ټاپه شوي نه دي خو بیا هم سیستم ته داخلې شوي او صحیح بلل شوي دي.

معنوي په وینا سلګونه داسې محلونه شتون لري چې هلته ناظرانو بیخي شتون نه درلود او زیات شمېر سپينې او غیر معیارې رايې ترې کمېسیون ته لېږل شوي.

معنوي زیاته کړې چې دوی څو ځل خپلې غوښتنې له ملګرو ملتونو سره شریک کړي خو د هغوی له خوا ورته پام نه دی شوی له همدې امله دوی دې پایلې ته ورسېدل چې که خبره یې ځای نه نیسي نو د ټاکنو د بهیر سره به پریکون وکړي.

معنوي ګواښ وکړ چې که ملګري ملتونه یا کمېسیون دې پروسې ته دوام ورکوي نو خپل کار يې دی او هر څه عواقب او پایلې يې چې راووتې مسوولیت به یې د دوی نه وي.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ۲ ځل کابل ته د ټاکنیزو شخړو د هواري په موخه راغللو او د دواړه کاندیدان يې پر یو ایتلافي حکومت رضا کړل خو سربېره پر دې هم د دواړو ټیمونو تر منځ شخړې دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x