افغانستان

روس کې افغان سفير د ولسمشر فرمانونه نه مني

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۳ل): روس کې د افغانستان سفير د ولسمشر کرزي له فرمانونو سرغړونه کوي.

روسيه کې د افغان سفارت يو شمېر کارکوونکو ولسمشر کرزي ته په راليږل شوې شکايت پاڼه کې څرګنده کړې، چې مسکو کې ټاکل شوی افغان سفير عزيز الله کرزی د ولسمشر له فرمانونو سرغړونه کوي.

په نوموړي ليک کې له ولسمشر کرزي غوښتل شوي، چې د عزيز الله کرزي د غير مسؤولانه او غير ديپلوماتيکو هڅو مخنيوی وکړي.

مسکو کې د افغان سفارت پخواني سکرتر فقير محمد فطرت ولسمشر کرزي ته ويلي، چې يو نيم کال يې د عزيزالله کرزي زورواکي او سرزوري وزغمله او د هغه پر کړنو د اعتراضونو له امله نوموړی له خپلې دندې وويستل شو.

ښاغلي فطرت ولسمشر ته په لېږل شوې ليک کې لېکلي، چې د بهرنيو چارو وزارت هم د ده شکايت نه دی اوريدلی او له هر ډول پلټنې او تحقيق پرته يې نوموړی له خپلې دندې ګوښه کړی دی.

ښاغلی فطرت وايي، چې عزيز الله کرزی د ولسمشر حامدکرزي تره دی او د هغه پر ضد د هيچا قانوني شکايت نه اوريدل کيږي.

د ښاغلي فطرت سربېره مسکو کې د افغان سفارت د فرهنګي اتشې مشر هم د عزيزالله کرزي له کړنو سرټکوي او وايي، چې نوموړی د ولسمشر هيڅ فرمان ته درناوی نلري او ټول کارونه په خپل سر پر مخ بيايي.

د فرهنګي اتشې ريس ډاکټر علي احمد کريمي ولسمشر کرزي ته د يو ليک په ترڅ کې څرګنده کړې، چې د عزيزالله کرزي کړنې غير ديپلوماتيکې دي او

له خپلو حدودو سرغړونه کوي او د مخالفت په صورت کې د سفارت لوپوړو او ټيټ پوړو کارکوونکو ته له وظيفې د لرې کولو ګواښ کوي.

عزيزالله کرزی څوک دی

عزيزالله کرزی د ولسمشر حامد کرزي تره دی، چې د نوي کالو په عمر کې مسکو کې د افغان سفير په توګه خپله دنده پر مخ بيايي او له دې مخکې سعودي عربستان کې د افغانستان سفير و.

فقير محمد فطرت وايي، چې نوي کلونو ته په رسيدو ښاغلی عزيزالله کرزی څو څو ځل تقاعد شوی، مګر څوکۍ سره د زياتې مينې او ولسمشر کرزي له امله نوموړی تر اوسه په واک کې دی.

د عزيزالله کرزي په اړه د شويو شکايتونو په ترڅ کې ويل شوي، چې نوموړی د افغان سفارت پيسې بې ځايه مصرفوي او يوازې د کور کرايه یې د مياشتې شپږ زره امريکايي ډالر ده.

د ښاغلي فطرت له قوله عزيزالله خان کرزي د مياشتې دوه زره ډالر د ميلمستون اخلي.

فقير محمد فطرت زياتوي، چې مسکو کې د افغان سفارت دننه يوه مافيايي ډله په ګډه ناقانونه پيسې پيدا کوي.

ښاغلي فطرت ليکلي، چې يو ځل يولک پنځوس زره امريکايي ډالر د سفارت په حساب کې ورک شول او ما غوښتل، چې کابل ته خبر ورکړم، مګر ښاغلی سفير راته په غوسه شو او تر اوسه د نوموړو ډالرو حساب کتاب ورک دی.

له مسکو پرته بهرنيو هېوادونو کې ډېری افغانان د افغانستان له سفارتونو سرټکوي، چې د خپلو مراجعينو قانوني غوښتنې نه پوره کوي.

څو ورځې مخکې ايټاليا او هند کې هم افغانانو د خپلو سفارتي چارواکو څخه ګيلې کولې، چې د دوی قانوني کارونه پر وخت سرته نه رسوي او په مقابل کې يې له دوی رشوت غواړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x