نظــر

د ښووني او روزني د ژغورني لپاره، دولت او د دولت مخالفينو ته يوه نوي طرحه

لیکوال: محمود مرهون

ورورسته له هغه چي د افغانستان په تاريخ کي مي پر ښوونيز بهير زياته مطالعه وکړه د دې تصميم مي و نيوى چي لومړى له ټولو اړوند غاړو سره چي د افغانستان د معارف په بهير کي مهم رول لوبولاى سي، د هغو سره چي مي مخامخ ليداى سواى مخامخ وليدل او له هغوى سره چي مي نسواى ليدلاى ليکونه مي ور واستول او ورسته تر هغه مي پر يوه داسي طرحه کار وکړ چي تر ډېره ځايه عملي بڼه لري د ټولو غاړو لپاره به يي عملي کول کوم مشکل و نه لري او په دې سره به موږ توانيدلي يو چي د خپلو راتلونکو نسلونو راتلونکي دجنګ له لمبو ليري و ساتو او خپل ځوانان په ښارو او کلوکي د زده کړو له ستر نعمت څخه برخمن کړو.

تر لمر ښکاره ده چي په افغانستان کي جنګ او جګړه يوازي په عقيدوي لحاض نه ده بلکي ډېر داسي کسان او ډلي سته چي له پرژوي اړخه جنګ مخ ته وړي چي يو له دغو پروژوي کارو څخه د ښوونځيو او مدرسو سوځول او له منځه وړل دي.

لومړى خبره چي غواړم لږ بحث پر وکړم دا ده چي مدرسه ،مکتب ،ښوونځى او ورته نوري نوموني د يوې مانا لپاره کارول کيږي چي هغه مانا د علم د زده کولو مرکز دى او بله خبره دا چي محصل، متعلم او طالب درې سره کلمې د علم حاصلونکي ته وايي نو په دې کي د کرښو ايستلو او بېلابيلو ماناو ته منسوبول بېله خبره ده چي تر ډېره ځايه يي اساس سياسي او يا هم د مذهب او ټولنيز ژوند بېلول دي.

ځيني مفسرين د هغه حديث شريف په اړه چي د پيغمبر(ص) څخه نقل سوى دى چي وايي علم زده کړى که څه هم په چين کي وي دلته مفسرين يوه د ليري والي خبره راخلي او بله خبره د عصري علومو را اخلي چي په دې وخت کي په چين کي عصري علوم ډېر پر مخ تللي وه نو په دې اساس داسي ويل کيږي او بله خبره دا چي په اوسنى نړۍکي د سترو مفتيانو له فتواو ښکاري چي علم پر دو برخو دى يو فرض عين دى او بل فرض کفايي دا ساينسي اونور علمونه چي د انسان د ژوند په اسانتيا کي رول لوبوي فرض کفايي دي او مذهبي زده کړي فرض عين نو پر دې اساس د دواړو زده کړو کول لازمي او ملزومي دي .

له اسلامه وړاندي او د اسلام سره يو ځاى همېشه د اسلامي اموراتو د زده کړي په څنګ کي هر پيغمبر ته خپل مسلک ورکول سوى او له دې څخه هدف دا وو چي انسان بايد د ټولنيز ژوند د بقا لپاره ټولنيزي او اړيني زده کړي هم و لري نو په دې اساس له هغه دمه تر دې دمه عصري او مذهبي زده کړي يو ځاى راغلي دي او همېشه چي کوم ملت د بل ملت د مغلوبولو پسي راوتلي لومړى يي د هغوى څخه زده کړي ليري کړي دي،موږ له هغه وخته چي په افغانستان کي ښوونځى را منځ ته سوي دي د ورته نظام څخه کار اخلو په ښوونځيو کي له پيله تر وروستي کاله پوري قران عظيم الشان حديث شريف او نور عقيدوي مضمونونه لزوماً ويل کيږي نو په دې اساس هيڅکله د ښوونځيو له نصابه څخه مذهبي مضامين نه دي ايستل سوي اوس زموږ تر ټولو عمده ستونځه په دې کي ده چي د ښوونځى او مدرسې تر منځ د سياسي موخه د تر لاسه کولو لپاره ملا او معلم سره په جنګ دي په داسي حال کي چي معلم او مولا دواړه د ټولني د چت هغه ستني دي که يوه يي نه وي دا چت را غورځي.

په افغانستان کي دنړۍ والو د راتګ سره سم د ښوونځيو رغول په پروژي توګه پيل سول اويوڅه وخت چي تير سو او نور د ښوونځيو اړتيا پاته نسوه نو بيرته د همدغو ښوونځيوورانول د ښوونځيو د پروژو داخيستونکو له خوا پيل سول تر څو له سره بيا پيسي پر واخستل سي او په منځ کي يې د دولت مخالف د دوى د شومو هدفونو د پټولو لپاره د دوى لپاره يو ښه چانس و ګرځىدى ورانى به يي خپله کاوه او پړه به يي د دولت پر مخالفينو ډلو ور اړول دلته زموږ ګيله پر دې وه چي په کليوالو سيمو کي تر ډېره ځايه چارواکي طالبان او يا هم نوري دولت مخالفي ډلي دي هغوى ولي په دې سر نه ګرځاوه اوولي يي په زغرده خلګ د مدرسو يا ښوونځيو خواته نه استول ،اوس پر تيرو سوو خبرو يو لوى کاڼى ږدو او راځو اصلي موضوع ته چي څنګه کولاى سو دا ناخوالي ته د پاى ټکى کښېږدو:
اوله او اساسي خبره دا ده چي دولت او مخالفي ډلي دي يوازي د ښووني او روزني په اړوند اهل نظر خلګوته واک ورکي چي يو داسي نصاب را منځ ته کړي چي په ټولو سيمو کي دقبول وړ وي کيداى سي دولت مخالفي ډلي او دولت يو ځاى يو کميسون جوړ کړي او ټول کتابونه تر نظر تير کړي که چيري اختلاف موجود وو هغه دي له منځه يو سي.

دوهمه خبره د ښوونځيو د ژغورني خبره ده چي ډېره اسانه او ساده لاره ده ،په کومو سيمو کي چي دولت پوره حاکم دى هغوى دي ټولو هغه کسان چي ښوونځيو ته زيان اړوي اويا هم ښوونيز توکي غلا کوي تر سختو سخته جزا ورکړي او د دولت مخالفي ډلي دي هم د ورته اعمالو تر سره کونکي و نيسي او تر سختو سخته جزا دي ورکړي.

دريمه لاره: دولت او مخالفي ډلي دي په ګډه سره ټولي ښوونځى يا د زده کړو مرکزونه د کليول پر اوږو داسي ور واچوي چي که چيري دا ښوونځى يا علمي مرکزونو له منځه ولاړه مسوليت يي ستاسو دى.

څلورمه لاره زموږ ټولنه يوه مذهبي او عقيدتي ټولنه ده مکتب او ښوونځى د جهاد په دوران کي په استخبارتي جګړو کي بد نامه سوي دي موږ کولاى سو چي د دغه نومونو پر ځاى د مدرسي، معهد او نور مذهبي نومونه کښېږدو چي خپله کليوال يي د مقدس والي له امله و ساتي.

پنځمه او اساسي لاره دا ده چي دولت او مخالفي ډلي په دواړو کوښښ وکړي چي د ښوونيز بهر د لاري ټول غله او دښمنان په هر ځاى کي افشا او ټول ولس و هڅوي چي خپل نوي نسلونه په زده کړو سمبال کړي.

زموږ دا طرح پر عمومياتو راڅرخي که چيري کومه مرجعه زموږ د دغي طرحي د عملي کولو پلويان وي موږ د دې طرحي فروعات او پراخ شکل هم ورسره شريکولاى سو.

په درنښت

پوهيالى محمود مرهون

کابل -افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM;

VERY NICE,YOU HAVE GOOD IDEA,I HOPE ALL AFGHAN GAVE HANDS TOGETHER,AND PREPARE CHANCE FOR ALL MAN AND WOMENS.
IF WE HAVE KNOWLEDG WE WILL NEVER KILL EACH OTHER

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x