نظــر

امریکا د اسرائیلو خادمه

ژباړن: عبد البصیر عتیقزی

له 1948 کال څخه راپدېخوا چې د اسرائیلو د زېږېدنې کال دی امریکا پرته له کوم قید و شرطه د اسرائیلو ملاتړ کوي. د یوه توافق له‌مخې چې د دواړو هېوادونو ترمنځه ترسره شوی دی او اوس یې د یوه قانون بڼه خپله کړې، امریکا دېته متعهد دی چې د منځني ختیځ د نورو هېوادونو په مقابل کې باید د اسرائیلو ستراتیژیکي او نظامي برتري او تفوق وساتي او حفاظت ترې وکړي. له 1949 کال څخه تراوسه امریکا اسرائیلو ته 122 بلیونه ډالره مرسته کړې چې دا د ډالرو ثابت نرخ ته په کتو محاسبه شوي دي.

په 2003 کال کې د امریکا مرسته اسرائیلو ته، یانې له 1949 کال څخه تر 2003 کاله پورې د 140 بلیونه ډالرو په ارزښت د نظامي تجهیزاتو مرسته کړې چې دا بسپنې له 2003 کال څخه راپدېخوا مخ په ډېرېدو دي. اسرائیلو ته د امریکا د مرستې کلنی اساسي تعهد 3.1 بلیونه ډالره دی چې دا د هغه نظامي کومک څخه چې په نړۍ کې نورو هېوادونو ته ورکول کېږي ډېر زیات دی، او دغه رقم د هغو نورو امتیازاتو او پټو مرستو څخه جدا دی چې اسرائیلو ته ورکول کېږي.

امریکا د اسرائیلو د یرغلونو کومک او خرڅ ورکوي او د نظامي مرستو هغه قانون له پامه غورځوي چې دغه ډول هېوادونو ته د مرستو او کومکونو مخنیوی کوي کوم چې د نړیوالو قوانینو مطابق او دفاعي عمل نه کوي.

د اوباما ادارې اسرائیلو ته د ځینو ځانګړو بودیجوي تخصیصونو له لارې پدغو کومکونو او بسپنو کې لا زیاتوالی راوړ. پدې نږدې وختونو کې کانګرس د اسرائیلو د دفاعي سیستم د تقویې پخاطر 225 ملیونه ډالره تخصیص کړل. د امریکا سنا لا داسې یوه قطعنامه تصویب کړه چې له امله یې امریکا د ایران په مقابل کې د اسرائیلو د اتومي یرغل په کومک او مرستې مجبوره ده. ددې قطعنامې په یوه برخه کې داسې راځي: که چېرې د اسرائیلو دولت د ایران د اتومي پروګرام په مقابل کې د خپلې مشروعې دفاع په موخه په نظامي یرغل کولو مجبوره شو نو د امریکا متحده ایالات به د اسرائیلو ترڅنګه درېږي او د امریکا د اساسي قانون او د کانګرس د اساسي قانون د مسؤولیت په توګه د اسرائیلو دولت ته د نظامي قوې د استعمال زمینه برابروي او همدارنګه دیپلوماتیکې، نظامي او اقتصادي ملاتړ به ورته برابروي تر څو له خپل شتون، خلکو او پولو ساتنه او دفاع وکړ. “

البته د (خپل ځان مشروعه دفاع) همدا مفهوم افاده کوي چې د اسرائیلو له لوري که هر اقدام ترسره کېږي نو هغه به د خپل ځان مشروعه دفاع تعبیریږي او ددې باک یې نشته چې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده او دا هغه قوانین دي چې لومړیو وسلوالو یرغلونو ته د ځواب د حالتونو په اړه ادعاوې محدودوي.

د ملګروملتونو د امنیت د شورا هغه قطعنامې چې د اسرائیلو کړنې د فلسطینیانو په مقابل کې تر نیوکې او غندنې لاندې راولي، کابو ټولې د امریکا له لوري ویټو شوې دي. په حقیقت کې د امریکا دولت د ملګرو‌ملتونو او د بشري حقوقو د خپلواکې شورا د هرې هغې قطعنامې پر ضد سنګر خپلوي چې اسرائیل تر نیوکې لاندې راولې او دا حتی د هغو نوښتونو او پروګرامونو د رامنځته کولو مخنیوی هم کوي چې غواړي داسې حقیقت‌پلټونکي کمیسیونونه رامنځته کړي ترڅو د جنګي جرمونو په وړاندې ثبوتونه راپیدا او وړاندې کړي.

کله چې اسرائیل په بې‌دفاعه او په مکمله توګه ګوښه‌شویو فلسطیني وګړو بمبارۍ کوي نو امریکا همدغې لویې بې‌عدالتۍ او تاوتریخوالي ته د ځان د دفاع نوم ورکوي، د عاجل اوربند پخاطر د ملګرو‌ملتونو د غوښتنې مخنیوی کوي، او د یرغل له پیل څخه ترپایه پورې اسرائیلو ته دیپلوماتیکي او مادي مرستې او کومکونه برابروي.

په 2008-2009 کلونو کې په غزه کې د اسرائیلو د جنګي جنایتونو په اړه د ملګرو ملتونو (ګولډ‌سټون) رېپورټ برابر شو چې د بشري حقوقو د شورا له لوري هم تائید او تصدیق شو، خو د ملګرو‌ملتونو په عمومي منشي د امریکا او اسرائیلو فشار او مداخلې، هغه دېته مجبور کړای شو چې له دغه راپور څخه صرف نظر شي. د امریکا دولت له خپل نفوذ څخه په بې‌ځایه ګټې اخستنې وکړای شول چې د امنیت په شورا کې ددغه راپور په اړه حتی د بحث کولو مخه هم ونیسي. پدې وروستیو کې چې کله د ملګرو‌ملتونو د بشري حقوقو د شورا له لوري د غزې د جنګي جنایتونو په اړه یوه قطعنامه تصویب شوه نو د امریکا دولت یوازنی هغه وه چې منفي رایه یې وکاروله.

د امنسټي انټرنېشنل ادارې له لوري داسې راپورونه خپاره شول چې په غزه کې د اسرائیلو له لوري په ښوونځیو او روغتونونو د بمبارۍ په اړه کره شواهد او ثبوتونه وجود لري. پر دغو نښه شویو وګړو کې هغه ملکي کسان هم شامل دي چې د ملګرو ملتونو په ښوونځیو او نورو هغو ځایونو کې چې د ملګرو‌ملتونو نښانې پرې لګېدلې وې، پناه اخستې وه.

د بشري حقوقو د لید ادارې د هغو وګړو په اړه کره ثبوت وړاندې کړ چې د اسرائیلي پوځیانو له لوري په نښه شوي دي او حال دا چې دغو ملکي وګړو ته د اسرائیلي پوځ له لوري اجازه ورکړل شوې وه چې کورونه پرېږدي. د بشري حقوقو د لید ادارې نوموړی کار یو جنګي جنایت وباله.

موږ د اسرائیلو په اړه د امریکا په یوطرفه پالیسۍ هغه وخت ښه پوهېدای شو چې کله د دولت دننه د قوي اسرائیلي لابي په اړه ځانونه پوه کړو چې ددوی په استازیتوب هلته په کار اخته ده. د امریکا پخواني اولسمشر جیمي کارتر، د آیرلنډ پخواني اولسمشر او د بشري حقوقو د لید ادارې پخواني رئیس (مې رابېنسن) د اسرائیلو او حماس په اړه د امریکا یو‌طرفه پالیسي غندلې وه او تأکید یې کړی وه چې په لومړي قدم کې اسرائیل باید پرته له کوم قید او شرطه د غزې محاصره لمنځه یوسي او د غزې خلک پرېږدي چې خپل عادي ژوند ته وګرځي.

پایلې

د اسرائیلو په اړه د امریکا پالیسي مهلکې پایلې لري چې پدې ډول دي:

دغې پالیسۍ په بشپړه توګه د امریکا د دولت هغه حیثیت ته د پای ټکی کېښود چې د منځګړي په حیث د اسرائیلو او حماس ترمنځه عمل وکړي.

په سیمه کې د امریکا په وړاندې نه یوازې له اسرائیلو څخه د هغوی د ړانده ملاتړ له امله ورځ تر بلې کرکه او تنفر زیاتېږي بلکې په عراق، لیبیا، او افغانستان کې د امریکا د نظامي یرغلونو او په پاکستان، یمن، صومالیا او نورو ځایونو کې د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله هم ترې متنفر کېږي.

د یوې وروستنۍ سروې په ترڅ کې چې له دغه جنګ څخه ترمخه ترسره شوه، معلومه شوه چې 85 سلنه مصریان او اردنیان، 73 سلنه ترکان، او 66 سلنه فلسطینیانو د امریکا په اړه بدنظر درلود پداسې حال کې چې 84 سلنه اسرائیلیانو د امریکا په اړه نېک نظر درلود.

د امریکا په ملاتړ چې اسرائیلو په سیمه کې څه کړي او لا کوي یې په لویه کچه په منځني ختیځ کې د افراطیت او نورو شخړو د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلي دي. که چېرې ددغو غلطو پالیسي‌ګانو مخه و نه نیول شي نو کېدای شي چې په راتلونکي کې د ډېر زیات بحران، افراطیت، وینې توییدنې او خرابۍ لامل وګرځي.

لسیزې کېږي چې منځنی ختیځ او شمالي افریقا د بې‌ثباتۍ له امله د اور بټۍ ګرځېدلې او ددې اور بڅرکي کولای شي چې د ګاونډ ډېر نور هېوادونه هم له ځانه سره وسوزوي او نړیوالې سولې ته یو عمومي خطر متوجه کړي.

له اسرائیلو څخه د بې‌قید و شرطه ملاتړ نوموړې پالیسۍ د امریکا د ملي منافعو خلاف دي. په منځني ختیځ کې د ټولو جنجالونو او کړکېچونو مور د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ نوموړې شخړه ده. د دیپلوماسۍ له لارې ددغې ستونزې د حل ټول کوښښونه د اسرائیلو له لوري ضرب صفر شوي دي. دوی د عربي هېوادونو د 2002 کال نوښت او د څلورګونو مشترکینو – امریکا، روسیې، اروپایي اتحادیې او ملګرو‌ملتونو له لوري هغه وړاندې شوې طرحه چې له مخې یې اسرائیل باید له 1967 کال څخه ترمخه پولو ته وګرځي او یو خپلواک فلسطینی دولت رامنځته شي، رد کړې ده.

هغه څه چې د اسرائیلو لپاره له سولې کولو څخه د مخکې شرط په توګه اړین دي هغه د امنیت د شورا په 242 قطعنامه کې بیان شوي دي او په 1967 کې د یو طرفه عملي کېدو څخه راپدېخوا چې بیاځلې تصدیق شوي هم دي له نړیوال ملاتړ څخه برخمن دي. پدې هم باید پوه شو چې د باثباته سولې د لاسته راوړو پخاطر یوازې د فلسطین د پولو پرېښودل کافي ندي بلکې ترڅنګه یې داسې مقررات هم باید وضع کړل شي چې له مخې یې د هغو میلیونونو فلسطیني مهاجرو وګړو حقوق وپېژندل شي چې له 1948 کال د فلسطین د ملي غمیزې څخه راپدېخوا د اسرائیلو له لوري په زور او جبر د خپلو کورونو، ځمکو او وطنونو پرېښودو ته اړ ایستل شويدي.

په اوس وخت کې ځینې جدي پوښتنې هم شته چې آیا دوه‌حالتي یا دوه‌اړخیزه حل یو غوښتونکی او د دوام وړ هدف دی. دغه پوښتنه چې د یوې باثباته او دوامداره سولې د مناسب تاداو پخاطر د فلسطین خود‌ارادیت څه ډول دی، شته او که نه د اوس وخت لپاره یانې په 2014 کې له پخوا وختونو څخه د بحث لپاره ډېر ښه مناسب دی. د اسرائیلو له لوري د فلسطینې ځمکو غصب نړیوال دوه‌حالتي یا دوه‌اړخیز رضایت تر پوښتنې لاندې راوستلی او نړیواله ټولنه او د فلسطین د خلکو استازي باید د دواړو ملتونو لپاره د عادلانه سولې د ټینګښت پخاطر نوې لارې چارې وسنجوي او دغې موخې ته د رسېدو پخاطر د فلسطین د خلکو د حقوقو تأمین یو اړین امر دی چې باید اسرائیل او نړیواله ټولنه یې درک کړي.

موږ پدې باور لرو چې پدغه لاره کې قدم پورته کول پر دغه ستر حقیقت اعتراف کول دي چې اسرائیل په یو غیرقانوني دولت بدل شوی دی او ددغه حقیقت د ترلاسه کولو پخاطر باید مناسب مقررات وضع کړل شي.
——————–

لیکوالان: ریچارډ فالک او اکبر ګنجي
ژباړن: عبد البصیر عتیقزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x